د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پرېکړه؛ اڅکزی: پاکستان دې له افغانانو سره بد چلند ودروي


ارشیف: په اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوال د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال.
ارشیف: په اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوال د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال.

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزي په هغه هېواد کې له افغانانو سره د بد چلند د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د حکومت د دغه اقدام پر وړاندې د غبرګونونو په دوام د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزي په هغه هېواد کې له افغانانو سره د بد چلند د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

هغه په یوه ویډیویي پیغام کې چې په خپله ایکسپاڼه کې یې ایښې ویلي، اکثره هېوادونه بهرنیو اتباعو ته چې ډېر کلونه یې په خاوره کې اوسېدلي، تابعیت ورکوي، خو د ده په خبره پاکستان کې خبره بل ډول ده او دلته افغانان په یوې یا بلې پلمې ځورول کېږي.

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزی

نوموړي زیاته کړه: "چې کوم افغانان له افغانستانه راغلي، د هغوی له موږ سره ریکارډ دی. موږ هغوی ته مهاجر کارټ ورکړی دی. دلته پولیس څه کوي، مهاجر کارټ ترې واخلي، څیرې یې کړي. وایي دا پښتون سړی د کوټې دی، دا د هغه دی، د دوی اردو نه ده زده."

د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ له یو میلیون او اوه لکه زیاتو افغانانو ته چې په وینا په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خبرداری ورکړ چې د روانې نومبر میاشتې تر پایه له دې هېواده ووځي که نه په زوه به وایستل شي.

د پاکستان دغه اقدام په هغه هېواد کې ډېری افغان کډوال سخت اندېښمن کړي دي.

په پاکستان کې یوې افغان کډوالې تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل چې پاکستاني پولیسو د افغانانو د ځورولو لړۍ تېزه کړې ده.

هغې وویل: "زه ارغوان نجیب یم. نن ورځ په پاکستان کې د مهاجرینو حالت ډېر خراب و. پاکستاني پولیس د افغان مهاجرینو کورونو ته د شپې له خوا ننوتل، وهل یې کول او حتی په ښځو او ماشومانو باندې رحم نه کاوه، ټول یې تاڼې ته بیول او ورته ویل یې چې صرف درې ورځې وخت لرئ چې کورونه خالي کړئ."

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عباس جیلاني د ټرانس همالیا د فورم په څنډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

دې وزارت پرون پنجشنبې په خپل ایکسپاڼه کې په یوه لنډ بیان کې ویلي چې جیلاني په دې کتنه کې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړي کېدو لپاره د پاکستان پر ژمنې ټینګار وکړ.

په دې اړه چې ایا دواړو وزیرانو د افغان کډوالو پر موضوع هم خبرې وکړې که‌نه څه نه‌دي ویل شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د دې راپور تر جوړېدو پورې له خپل پاکستاني سیال سره د متقي د کتنې او ترسره شویو خبرو په اړه څه نه‌دي ويلي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له پاکستانه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانیونو، د ورورګلویز او ښه ګاونډیتوب پر اساس چلند وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو یو شمېر نورو بنسټونو هم غبرګونونه ښکاره کړي او د اسلام آباد دغه پرېکړه یې ناسمه بللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG