د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

په تېره یوه اوونۍ کې پاکستاني پولیسو شاوخوا ۵۵۰ افغان کډوال نیولي


په کراچۍ کې نیول شوي افغانان چې لاسونه یې په ځنځیرونو تړل شوي دي. 13.09.2023
په کراچۍ کې نیول شوي افغانان چې لاسونه یې په ځنځیرونو تړل شوي دي. 13.09.2023

په تېرې یوې اوونۍ کې د پاکستان پولیسو د دغه هېواد په سند ایالت کې شاوخوا ۵۵۰ افغان کډوال نیولي دي.

د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ له وسله‌والې نښتې او ننه ورځې د تورخم دروازې له تړل کېدلو وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو نوې څپه پیل شوې او پاکستاني پولیسو شاوخوا ۵۵۰ افغان کډوال نیولي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډيو ته وویل، که څه هم ډېری افغان کډوال د کډوالۍ کارتونه لري، خو بیا هم د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

نوموړې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د سپټمبر له نهمې څخه تر اوسه پورې د کراچۍ پولیسو د شمېرو پر بنسټ، ٥٤٥ افغان کډوال نيول شوي دي. خو د یادونې ده چې په دې شمېرو کې ٧٠ سلنه هغه افغانان دي چې راجسټر شوي. موږ سره ریکارډونه شته. شاوخوا ١٠٠ افغان کډوال یا په ضمانت او یا د عدالت لخوا خوشې شول ځکه ورسره کارټونه وو. د ډېرو کارتونه داسې دي چې د پولیسو لخوا اخیستل شوي، خو پولیسو په عدالت کې ترې انکار وکړ."

د مېرمن کاکړ په وینا، د بندیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم وو، خو د ځینو ستونزو له امله ښځې خوشې شوي دي.

هغې زياته کړه چې بنديانو شویو افغانانو ورته د پاکستان په زندانونو کې د شکنجې او د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي شکايتونه کړي دي.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې خپلوان یا ملګري یې بندیان دي وايي، د پولیسو له وېرې کور ته نه شي تللی او خپلې شپې ورځې په پټه تېروي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو افغان کډوال محب زیارمل ازادي راډيو ته وویل چې ملګري یې د پاکستان پولیسو نیولي او په ډېر بد حالت کې دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "د پاکستان په سند ایالت کې زمونږ ډېر ملګري بندیان شوي دي، نیمه شپه يې په کورونو چاپه اچولې او بندیان کړي یې دي، د کډوالۍ سندونه، پیسې هر څه يې ترې اخیستي. زما هیله دا ده چې د دغه ظلم او وحشت مخنیوی وشي. زه او ځينې نور افغانان له یوې اوونۍ راهیسې خپلو کورونو ته نه یو تللي، څوک چې تللي پولیسو بندیان کړي دي."

په پاکستان کې یو بل افغان کډوال احمد سورج چې څلور میاشتې وړاندې د پاکستاني پولیسو له‌خوا په کراچۍ کې نیول شوی و، ازادي راډیو ته وویل: "زه خپله د کراچۍ ښار په زندان کې بندي شوم، ١٤ ورځې په زندان کې وم، وروسته له هغه د ضمانت په ډول خوشې شوم، د دې لپاره چې ناروغ وم او د ډاکترانو سندونه راسره وو. د کراچۍ ښار په زندان کې زمونږ ډېر افغانان بندیان دي، که کارت لري که نه یې لري."

د پاکستان پولیسو له څه مودې راهیسې د هغو افغانانو نیول هم چټک کړي چې قانوني اسناد لري. 15.04.2023
د پاکستان پولیسو له څه مودې راهیسې د هغو افغانانو نیول هم چټک کړي چې قانوني اسناد لري. 15.04.2023

په همدې حال کې په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا په دغه هېواد کې د افغانانو د نیولو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد روف ازادي راډیو ته وویل: "کډوال او د کډوالو شورا ټول له دې اندېښنه لري چې دا راغلی حالت یو وار طوفاني نه شي او ټول له ماشومانو سره بې برخليکه پاتې نه شي. مونږ په پام کې لرو چې د یوه ټولنیز بنسټ په توګه د راغلي حالت له امله خپلې ستونزې د پاکستان اسلامي جمهوریت سره شریکې کړو او له 'آی او ایم' او 'یو این ایچ سي آر' څخه هم غوښتنه وکړو چې داسې یوه زمینه برابره کړي چې په ګډه دغو ستونزو ته د حل یوه لاره پیدا کړو."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو حکومت د قونسل جنرال سید عبدالجبار تخاري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د ویاند قیصر افریدي نظر هم واخلي، خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب تر لاسه نه کړ.

خو پرون د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان د سفارت له شارژدافېر عبیدالرحمان نظاماني څخه وغوښتل چې ټرانزیټي لارې پرانېزي او د افغانانو نیونې ودروي.

د دغه هېواد د پوليسو له‌خوا په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو نوی پړاو داسې مهال پيل شو چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په تورخم کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله‌واله نښته وشوه چې وروسته له خبرواترو نن ورځ دا لار د مسافرینو او سوداګرو پر مخ خلاصه شوه.

تر دې وړاندې هم پاکستاني پولیسو سلګونه هغه افغان کډوال نیولي وو چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو او د کډوالۍ اسناد یې نه درلودل چې په پایله کې څلور افغان کډوال د بېلابېلو ناروغیو او د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله په زندان کې مړه شول.

له بلې خوا په تېرو دوو کلونو کې ډېری هغه افغان کډوال چې په اروپايي هېوادونو، امریکا او کاناډا کې د کډوالۍ کېسونو د تعقیبولو لپاره پاکستان ته تللي د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي چې د دوی په خبره، د ضمانت او پیسو له ورکولو وروسته خوشې شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG