د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو اقتصادي ستونزې؛ محمدي: په ډېر بد وضعیت کې یم


په اسلام اباد کې د افغان خبریالانو په ګډون د مېشتو افغان کډوالو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. دوی له اړوندو هېوادونو غواړي چې کېسونو ته یې ژر رسېدنه وکړي.
په اسلام اباد کې د افغان خبریالانو په ګډون د مېشتو افغان کډوالو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. دوی له اړوندو هېوادونو غواړي چې کېسونو ته یې ژر رسېدنه وکړي.

په پاکستان کې یو شمېر افغان خبریالان شکایت کوي چې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو یا نورو لورو له‌خوا ورسره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

یو افغان خبریال زړګی حقمل وایي، له ډېرې مودې راهیسې په پاکستان کې اوسي او تر اوسه ورسره هیچا مرسته نه ده کړې.

حقمل په خپلو څرګندونو کې چې په غږیزه بڼه ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، ادعا کوي چې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو ځینو مسوولانو په دې وروستیو کې په پاکستان کې له یو شمېر افغان خبریالانو سره د مرستو د کېدو خبره کړې، خو ده نه د دغو مرستو څرک لیدلی او نه هم کومه داسې مرجع پېژني چې له خبریالانو سره دې مرستې کړې وي یا یې کوي.

هغه وویل: "د 'آر ایس ایف' په شمول مې له یو شمېر بنسټونو او سازمانونو چې د خبریالانو په برخه کې کار کوي د مالي مرستو غوښتنه کړې، خو هیچا راسره مرسته نه ده کړې."

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د اعتراضیه غونډې یو انځور. دوی شکایت کوي چې کېسونو ته یې رسېدنه نه کېږي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د اعتراضیه غونډې یو انځور. دوی شکایت کوي چې کېسونو ته یې رسېدنه نه کېږي.

په پاکستان کې دېره یوه بله افغان خبریاله شکریه سادات محمدي ورته شکایت کوي او وایي، پاکستان ته کډه کولو ته ځکه مجبوره شوې چې په سمنګان ولایت کې یې له مختلفو رسنیو سره د یوې خبریالې په توګه کار کاوه او د طالبانو له‌خوا ګواښل شوې وه.

نوموړې په خپلو څرګندونو کې چې ټولنیزو رسینو کې په غږیزه بڼه خپرې شوې، وایي د یوې افغانې ښځینه خبریالې په توګه یې په افغانستان کې یې په سختو شرایطو کې کار کاوه، خو اوس چې مرستو ته اړ ده، هیچا ورسره مرسته نه ده کړې.

محمدي وویل: "اوس د پاکستان په کراچۍ ښار کې اوسم او دلته هم بې برخلیکه یم او له هیچا یا کوم بنسټ څخه مې مرسته نه ده ترلاسه کړې. دلته نه کور لرم، نه کار لرم، خلاصه هېڅ څه نه شته او اوس په ډېر بد وضعیت کې یم."

دغه خبریالان داسې مهال د رسنیو د ملاتړو بنسټونو یا نورو لورو له‌خوا ورسره د مرستو د نه کېدو شکایتونه داسې مهال کوي چې د خبریالانو د نړیوال فدراسیون په ګډون د رسنیو او خبریالانو یو شمېر ملاتړو بنسټونو په دې وروستیو کې په افغانستان او پاکستان کې له یو شمېر افغان خبریالانو سره د مرستو خبر ورکړی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون یا 'آی ایف جی' د اګسټ په ۱۴ په خپله ویبپاڼه کې په یوه راپور کې وویل چې د افغانستان خبریالان اوس له ډېر بد وضعیت سره مخامخ او مرستو ته اړتیا لري.

په پاکستان کې یو افغان خبریال نصرت الله شهاب چې د اقتصادي ستونزو له کبله درانه کارونه کوي.
په پاکستان کې یو افغان خبریال نصرت الله شهاب چې د اقتصادي ستونزو له کبله درانه کارونه کوي.

دې فدراسیون ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، په دې هېواد کې یې د خبریالانو په تېره چې ډېرو په بیړه له هېواده د وتلو تکل کړی و، ملاتړ کړی دی.

دې بنسټ همدارنګه ویلي چې په پاکستان کې له مېشتو افغان خبریالانو سره یې د نغدي مرستو په ترڅ کې د پاکستان د خبریالانو فدرالي اتحادیې ته نږدې ۴۰ زره ایرو ورکړي چې په اسلام آباد کې دغو خبریالانو ته سرپناوې برابرې کړي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون همدارنګه ویلي چې روانه میلادي میاشت په اسلام آباد کې د یونسکو په مالي مرسته د افغان خبریالانو د اوسېدو لپاره دوه مېلمستونونونه پرانیستل شوي دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د ځینو نورو مرستو ترڅنګ دغه راز ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د خبریالانو لپاره وضعیت ډېر خراب شوی.

د دې فدراسیون په وینا په زرګونو خبریالان له هېواده وتلي چې کم شمېر یې د ښې راتلونکې په هدف د امریکا او کاناډا په ګډون یو شمېر لوېدیځو هېوادونو ته تللي، خو په سلګونو نور یې د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG