د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

اسلام اباد کې مېشت لسګونه افغان خبریالان بدې ورځې ګالي


پاکستان کې مېشت افغان خبريال هدايت الله احدي.
پاکستان کې مېشت افغان خبريال هدايت الله احدي.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد او نورو ښارونو کې هغه خبریالان له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي چې نورو هېوادونو ته د تګ په نیت ورغلي دي.

دا هغه خبریالان دي چې د امریکا د (پي یو او پي ټو) په نوم ویزو او یا یې د متحده ایالتونو د کډوالۍ ځانګړو ویزو (ایس.آی.وي) ته غوښتنلیکونه ورکړي دي.

دوی وایي، د پاکستان د حکومت هغې پرېکړې ورته سرخوږی جوړ کړی چې له ډسمبر میاشتې وروسته ناقانونه اوسېدونکي په درې کاله حبس محکوموي.

دغه خبریالان وایي، د پاکستان کورنیو چارو وزارت پرله‌پسې په اردو، انګلیسي، پښتو او دري ژبو همدا خبرداري خپروي چې بې اسناده کسان باید تر راتلونکو دوو میاشتو خپلو هېوادونو ته ستانه شي، که نه له همدې بند سره مخامخېږي.

پاکستان ته تللي دا خبریالان ویزې لري، خو د ډېر انتظار له کبله یې موده ختمه، یا لږه پاتې ده او دوی هغه شرط هم نه‌شي پر ځای کولای چې دوه میاشتو کې یو ځل یې باید پاسپورټ په سرحد کې خروجي او دخولي ټاپه شي.

اسدالله لودین په پاکستان کې له افغان خبریال هدایت الله احدي سره مرکه کړې او په پيل کې یې د پاکستان د حکومت د همدې نوې پرېکړې جزیات ترې غوښتي:

د ښاغلي هدايت الله احدي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:18 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG