د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

په پاکستان کې د جلا وطنه افغان خبریالانو د ستونزو حل لپاره هوکړه لاسلیک شوې


پاکستان کې ځینې افغان خبريالان او کډوال چې درېيم هېواد ته د تګ په موخه دغلته ته مېشت دي.
پاکستان کې ځینې افغان خبريالان او کډوال چې درېيم هېواد ته د تګ په موخه دغلته ته مېشت دي.

په پاکستان کې یو شمېر جلا وطنه افغان خبریالان د دوی د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې نوی ګام ستایي او هیله لري چې عملي پایله ولري.

په پاکستان کې لسګونه افغان خبریالان چې په خبره یې له تېرو دوو کلونو راهیسې بېلابېلې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ګالي، د نوې هوکړې عملي کېدو ته په تمه دي.

دغه خبریالان وایي چې بې کاري، د پاکستان د ویزو پېچلی او ګران بیه تمدید او درېیمو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د قضیو بې برخلیکه پاتې کېدل یې ډېر ځوروي.

د همدې جلا وطنه افغان خبریالانو د ستونزو د حل په موخه یاده هوکړه د سه شنبې په ورځ د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې او په پاکستان کې د پاک-افغان خبریالانو د نړیوالې ټولنې ترمنځ لاسلیک شوه.

په اسلام اباد کې د افغان خبریالانو په ګډون د کډوالو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی ډېری درېیمو هېوادونو ته د تګ کېسیونه لري، خو د پروسې د پڅوالي له امله یې اعتراض کړی. February 26 2023
په اسلام اباد کې د افغان خبریالانو په ګډون د کډوالو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی ډېری درېیمو هېوادونو ته د تګ کېسیونه لري، خو د پروسې د پڅوالي له امله یې اعتراض کړی. February 26 2023

په پاکستان کې جلا وطنه افغان خبریال هدایت الله احدي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې هیله وښوده چې لاسلیک شوې هوکړه به یې تر یوه ځایه د ستونزو د حل لامل شي.

احدي وویل: "اوس هم که دا بنسټونه لاس په کار کېږي او د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره ګام پورته کوي، لا هم وخت دی او دا کار یې د ستایلو وړ دی. هیله ده د دغو ادارو چې تفاهم لیک یې لاسلیک کړی هدف د خبریالانو ستونزو ته رسیدګي وي، نه دا چې د خبریالانو په نوم پروژې واخلي او پیسې راټولې کړي."

د جلا وطنه افغان خبریالانو د ستونزو د حل په موخه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او پاک- افغان خبریالانو ټولنې نوې هوکړه ۱۱ مادې لري.

هوکړه کې راغلي چې پاکستان او ایران کې د جلا وطنه خبریالانو مالي ملاتړ، هغوی ته د کاري فرصتونو د برابرولو او له نړیوالو بنسټونو څخه هغوی ته د عدالت غوښتنې لپاره به په ګډه هڅې کېږي.

د دغو خبریالانو کاري ظرفیت لوړول او د ناروغۍ په وخت کې یې لاسنیوی او پوښتنه بله ژمنه ده چې په هوکړه کې شوې ده.

پاکستان کې یو بل خبریال جبران لوراند هم هیله ښيي چې د ستونزو د حل ژمنې یې عملي بڼه غوره کړي.

لوراند وویل: "له دغو بنسټونو څخه زما هیله دا ده چې په نړیواله کچه د افغانستان له پولو بهر د خبریالانو غږ اوچت کړي، هیله ده چې دغه غږ رښتینی غږ وي او د افغان خبریالانو د ژوند د ښه توب، د هغوی د ستونزو د حل او خبریال سره د واقعي او رښتینې مرستې سبب شي، زما هیله دا ده."

په پاکستان کې لسګونه دېره افغان خبریالان چې درېیمو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا او اروپایي هېوادونو ته د تګ هوډ لري وایي، له تېرو نږدې دو کلونو راهیسې یې چا د ستونزو هواري ته پام نه دی کړی.

دوی وایي، له یوشمېر خبریالانو سره ځینې بنسټونه مالي مرسته کوي، خو په خبره یې هغه هم دوامداره نه ده او د ستونزو حل ته یې بسنه نه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG