د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

بهرنيو هېوادونو کې ځینې افغان خبريالان: هېڅ ډول مرسته مو نه ده ترلاسه کړې


پاکستان کې ځینې افغان خبريالان او کډوال چې درېيم هېواد ته د تګ په موخه دغلته ته مېشت دي.
پاکستان کې ځینې افغان خبريالان او کډوال چې درېيم هېواد ته د تګ په موخه دغلته ته مېشت دي.

له افغانستانه بهر یو شمېر خبریالان وايي، تر اوسه یې د خبریالانو د ملاتړو نړیوالو بنسټونو له‌خوا هېڅ ډول مرستې نه‌دي ترلاسه کړي.

په داسې حال کې چې د خبریالانو د خوندیتوب نړېواله کمېټه یا 'سي پي جی' افغان خبریالانو سره چې له هېواده بهر دي د مرستو خبره کوي، خو یو شمېر افغان خبریالان چې اوسمهال په پاکستان کې ژوند کوي وايي، په تېر څه باندې یو نیم کال کې یې هېڅ ډول مرستې نه‌دي ترلاسه کړي.

په پاکستان کې یو افغان خبریال چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل وايي، د خبریالانو نړیوالو بنسټونو له دوی سره هېڅ ډول مرستې نه‌دي کړي.

په اسلام اباد کې د افغان خبریالانو په ګډون د کډوالو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی ډېری درېیمو هېوادونو ته د تګ کېسیونه لري، خو د پروسې د پڅوالي له امله یې اعتراض کړی. February 26 2023
په اسلام اباد کې د افغان خبریالانو په ګډون د کډوالو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی ډېری درېیمو هېوادونو ته د تګ کېسیونه لري، خو د پروسې د پڅوالي له امله یې اعتراض کړی. February 26 2023

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، په پاکستان کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، خو په وینا یې اقتصادي ستونزې یې زیاتې دي.

نوموړی وايي: "ما سره د سي پي جی CPJ له لوري او بل داسې د خبریالانو کوم نړیوال بنسټ له لوري مرسته نه‌ده شوې، ما په وار وا دوی ته ایمیلونه کړې دي، خپلې ستونزې مې ورته ویلي دي، د ځینو موسسو له‌خوا ځواب راغلی خو هغه هم منفي ځواب، موږ ته ویل شوي چې هغه فنډ چې موږ سره موجود دی هغه د خاصو خبریالانو لپاره دی، تاسو په دې لېست کې نه‌شئ شاملېدای."

دغه افغان خبریال وايي، په پاکستان کې له سختو ستونزو سره مخ دی او نه‌شي کولای په ارامه خپل ژوند ته دوام ورکړي.

په یاد هېواد کې بل افغان خبریال عبدالاحد زیرک هم ورته خبره کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل، هغه خبریالان چې په پاکستان کې له تېرو دو کلونو راهیسې ژوند کوي له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي.

زيرک وايي: " په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو د ستونزو د اورېدو یې څوک نه‌شته، ممکن له یو شمېر خبریالانو سره به مرسته شوې وي، خو پاکستان اوسني سیاسي او اقتصادي وضیعت ته په کتو دا مرستې ډېرې کمې دي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د خبریالانو د خوندیتوب نړېوالې کمېټې یا سي پي جی د جون په ۱۶مه په خپل نوي راپور کې ویلي، هغه خبریالان چې روان میلادي کال کې د طالبانو د ظلمونو او تاوتریخوالي له امله جلا وطنۍ ته مخه کړې دوی ورسره مرستې کړې دي.

يادې کمېټې په خپل راپور کې زیاته کړې، دوی ۷۱ ځله جلا وطن شویو ژورنالېستانو سره مرسته کړې ده چې د افغانستان، ایران او نیکاراګوا خبریالان تر نورو په‌کې زیات وو.

د دې راپور له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې سي‌پي‌جی د هغو ژورنالېستانو سره مرسته کړې چې له کیوبا څخه اسپانیا ته، له ایتوپیا څخه کینیا ته، له میانمار څخه تایلنډ ته او له افغانستان څخه پاکستان، برازیل، فرانسې او کاناډا ته لېږدول شوي دي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو له دې وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې دوی په افغانستان کې د خبریالانو خوندیتوب او د بیان ازادۍ ته ژمن دي.

له کله نه چې طالبان د بیاځلي لپاره په افغانستان واکمن شول زیات شمېر خبریالان د ځان خونديتوب لپاره د افغانستان ګاونډیو، لوېدیځو او نورو هېوادونو ته ګډوال شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG