د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

کاکړ: په کراچۍ کې د سند پولیسو نږدې ۳۰۰ افغان کډوال نیولي


په پاکستان کې نیول شوي افغان کډوال. July 2022
په پاکستان کې نیول شوي افغان کډوال. July 2022

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافعه وکیله منیزه کاکړ وايي، چې د ۲۰۲۲ کال د جولای له میاشتې راهیسې ۳۰۰۰ افغانان یوازې د پاکستان په سند کې بنديان شوي او تازه په تېرو څو ورځو کې د سند د پولسو لخوا نږدې ۳۰۰ تنه نیول شوي دي.

مېرمن کاکړ افغان کډوال پاکستاني پولیسو ته د سرو زرو په مرغۍ تشبیه کوي، وایي، که کډوال اسناد لري که یې نه لري دوی یې نیسي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "افغانان نن سبا د پاکستان د پولیسو لپاره د سرو زرو مرغۍ دي. زه خپله داسې کسان پېژنم چې دوه درې ځلې یې ما دوسیه مخکې بیولې، خوشې شوي، اسناد هم لري بیا یې هم نیسي او جېل(زندان) ته یې اچوي."

اغلې کاکړ زیاته کړه چې بندي شوي افغانان د ګرمۍ له امله په بند کې په داسې حال کې له بېلابېلو ناروغیو سره مخ دي چې ډاکتر او درملو ته هم لاسرسی نه لري.

مخکې له دې امله څلور کسه افغانان د کراچۍ په زندانونو کې مړه شوي هم دي.

پاکستان ته تللي پخواني او اوسني افغانان هم دوی سره د پولیسو د ناسم چلند له امله شکایت لري.

په پېښور کې افغان کډوالې فریدې ازادي راډیو ته وویل، چې نهه میاشتې وړاندې له خپل څارنوال زوی سره پاکستان ته راغلې، د بد اقتصاد له کبله یې زوی مزدورکارۍ ته تللی و، چې پولیسو ونیوه.

هغې زیاته کړه: "پولسو نیولی و، وهلی یې دی، کالي یې غاړه کې ورباندې څېرې کړي، څلور زره روپۍ او موبایل یې ورنه اخیستی، بېرته یې راخوشې کړ، اوس په کور کې زنداني یو، د پولیسو له ډاره تر دوکان پورې په غلا ځو."

په اسلام اباد کې یوه بله کډواله رویا، چې په یوه روغتون کې قابله هم ده وایي، کله چې له کار څخه راته نو پولیس یې په کور کې وو.

هغې وویل: "کور یې په بل مخ کړی و، ویل یې موږ ګورو چې دلته مو څوک پټ کړی نه وي، ماشومان یې له لاسه کشول، چې تاسو تاڼې ته بیایو، دا په کوم قانون کې ده چې ماشومان بند ته یوسي."

دا په داسې حال کې ده، چې په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سرپرست سفیر مولوي سردار احمد شکیب بیا په یو ټوېټ کې د کډوالو د ورځې په مناسبت په افغان کډوالو غږ کړی، چې د دوی حکومت به د دې زمینه برابره کړي چې کډوال بېرته هېواد ته ستانه شي.

شکېب د پاکستان له حکومته مننه کړې او ویلي یې دي، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې افغان کډوالو ته غېږه خلاصه کړې وه، خو په ټکو یې له بده مرغه په دې وروستیو کې د دوی د پولیسو لخوا په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي.

نوموړي د پاکستان له حکومت او نورو نړیوالو ادارو غوښتي، چې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بخښنې نړیوال سازمان نن چهارشنبه په یوه ټوېټ کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي، چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو نیول او ځورول ودروي.

یاد سازمان وايي، چې افغانان د طالبانو له وېرې کډوالۍ ته اړ شوي چې د درناوي وړ دي، نه د ځورولو او بندي کولو.

کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې طالبان د بیا ځلي لپاره په افغانستان کې واک ته ورسېدل ګڼ شمېر افغانانو کډوالۍ ته مخه کړه، چې له ډلې یې یوازې پاکستان ته شاوخوا شپږ لکه افغانان کډوال شول.

راکډه شویو کسانو مخکې ازادي راديو ته په بېلابېلو راپورونو کې ویلي، چې یو شمېر دوی د امنیتي ستونزو، ځینې د کار نشتوالي او ناسم اقتصادي وضعیت او یو شمېر هم په خپلو لوڼو د تعلیم له امله له خپل هېواد راوتي دي.

طالبانو په افغانستان کې منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو په تګ بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG