د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

پاکستان کې د افغانانو د نیونې نوې څپه؛ کاکړ: پولیسو په کراچۍ کې تر ۱۵۰ ډېر افغانان نیولي


د کراچۍ زندان چې افغان زندانیان په کې ساتل کېږي.
د کراچۍ زندان چې افغان زندانیان په کې ساتل کېږي.

د پاکستان په سند ایالت کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منزه کاکړ وايي، د دغه هېواد پولیسو پرون په کراچۍ ښار کې تر ۱۵۰ ډېر افغانان ونیول.

په کراچي ښار کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغانانو د نیول کېدو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منزه کاکړ وايي، یوازې د یکشنبې په ورځ او شپه له ۱۵۰ ډېر افغانان نیول شوي دي.

مېرمن کاکړ د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ډېر شمېر دغه افغانان تر پوښتنو لاندې دي.

هغې زیاته کړه: "د یکشنبې په شپه او ورځ د کراچۍ ښار د پولیسو له‌خوا د افغانانو پر وړاندې عملیات تر سره شول چې په پایله کې یې له ١٥٠ زیات تنه افغانان ونیول شول چې ١٣٠ تنه يې نن عدالت ته وړاندې کړل."

مېرمن کاکړ وویل چې نورو افغانانو سره د ټیلیفوني اړیکو پر بنسټ دا معلومات ترلاسه کړي چې عملیات روان دي او په بېلابېلو سیمو کې نور افغانان هم نیول شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د کراچۍ ښار د پولیسو له‌خوا د نیول شویو کسانو له کورنیو سره هم خبرې وکړي، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالی نه شو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دې پرېکړې یو شمېر هغه افغان کډوال اندېښمن کړي چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې ده.

یو له دغو کډوالو څخه احمد، چې د خپلې پناه غوښتنې دوسیې د څېړلو لپاره پاکستان ته تللی، ازادي راډیو ته وویل: "زما ویزه د جولای په میاشت کې ختمه شوې، څو څو ځلې مې د ویزې اخیستلو لپاره درخواست کړی، خو له بده مرغه د حکومت له‌خوا نه پروسس کېږي. د تور بازار څخه هم د ويزې اخیستل ګران دي او زمونږ وس نه رسېږي. د پاکستان حکومت وروستي اعلان پر مونږ فشار راوستی او ټول په رواني ستونزو اخته شوي یوو."

ارشیف: د کراچۍ یوه زندان کې د افغان زندانیانو انځور
ارشیف: د کراچۍ یوه زندان کې د افغان زندانیانو انځور

په پاکستان کې یو بل افغان کډوال ایمل حبیبي هم ورته اندېښنې لري.

هغه وویل: "په دې وروستیو کې پولیسو بیا هم د افغانانو نیول پیل کړي دي. په کراچې ښار کې یې ډېر افغانان نیولي او بېرته یې لېږلي دي. کله چې د سودا اخیستو لپاره بازار ته ځم، ډېر په وېره ځم. روحي فشارونه راباندې زیات دی چې د پولیسو له‌خوا ونه نیول شم، ځکه زما ویزه خلاصه شوې او توان یې نه لرم چې تمدید یې کړم."

د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز احمد بګټي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې حکومت پرېکړه کړې چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د مېشتو ناقانونه کډوالو پر ضد سخت اقدامات وکړي.

په همدې حال کې کې پاکستاني رسنیو په کراچۍ ښار کې د دغه هېواد د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی.

د پاکستان د 'اې آر وای' شبکې د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ پاکستاني پولیسو ۱۲۳ افغانان د ناقانونه استوګنې په تور نیولي دي.

په ورته وخت کې د سند ایالت والي هغو افغانانو ته چې د اوسېدو اسنادو نه لري خبرداری ورکړی چې په راتلونکو دوو اونیو کې له پاکستانه ووځي، که نه نو په لس کاله بند به محکوم شي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا د دغه هېواد له حکومته غواړي چې افغانانو ته د ویزو د ورکولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو په پاکستان کې د هغوی اوسېدل قانوني شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG