د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

طالبان: په پاکستان کې د افغانانو ځورونه د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي


بیرق طالبان
بیرق طالبان

په اسلام‌اباد کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي، په پاکستان کې د افغانانو ځورول او بندي کول د دواړو هېوادونو پر اړيکو منفي اغېز کوي.

يو شمېر افغانان چې د پاکستان په اسلام‌اباد ښار کې ژوند کوي، د کورنۍ یو شمېر غړي يې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په شپه د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

دوی ازادي راډيو ته د غږيزو پيغامونو او ويډيوګانو په لېږلو سره د پاکستان د اسلام اباد په B17 سيمه کې د افغانانو د توقيف په اړه د دوی د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

یو له دغو افغانانو څخه شجاع‌الدین خپل کور ته د پولیسو د راتلو په اړه وايي: "راته یې وویل، راځه له کوټې ښکته شو، ما وویل نه ځم، ماشومان مې ډارېږي. ویل یې راځه، موټر له افغانانو ډک دی. په موټر کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې کسان وو. دوی بیخي جدي رانیولې ده، حتی پارکونو ته لاړل او یو شمېر افغانان یې په کوتکونو هم وډبول."

دغه راز يو شمېر افغان مېرمنې چې نه يې غوښتل نوم يې په دې راپور کې واخيستل شي، شکايت کوي چې وضعيت ډېر خراب دی او پوليس افغان نارينه او ښځې ټول له مخې بندیانوي.

يوې مېرمنې ازادي راډيو ته وويل: "د بلاک په دروازه کې درې نارينه او يوه ښځينه پوليس درېدلې. تر اوسه يې له نارينه‌و درې يا څلور موټره ډک بیولي، ان يو شمېر ښځې یې هم نيولي دي. وضعيت ډېر خراب دی. موږ پنځه یا شپږ ښځې د خپلو ماشومانو سره د یو پاکستاني کور ته ولاړو."

يوې بله مېرمن چې نه‌غواړي نوم يې ياد شي وايي: "زما له ورونو سره یې زما څوارلس کلن زوی هم ځان سره وړی دی، درې میاشتې وړاندې مې یو ورور هم له همدې بلاک څخه نیول شوی و، د ډالرو په ورکولو یې خپل اولادونه خوشې کړل، خو نن هغه کسان چې نیول شوي، پیسې نه‌لري. دوی د ویزې د غوښتلو لپاره ډالر چېرته ترلاسه کولای شي؟"

دوی وايي، پاکستاني پولیس د هغو کسانو په لټه کې دي چې قانوني اسناد نه‌لري او یا هم د ویزو ترلاسه کولو ته انتظار باسي.

یو شمېر نور بیا وايي چې پولیس د بېلابېلو دلایلو له مخې خلک نیسي.

په همدې حال کې په اسلام‌اباد کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې په پاکستان کې د افغانانو ځورول او نیول د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.

د ياد سفارت په ټویټ کې دا هم ویل شوي، تر اوسه په پاکستان کې تر ۲۵۰ ډېر افغانان د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته په یوه استولي ویډیویي پیغام کې ویلي، افغانان په هغه هېواد کې په وروستیو سیاسي شخړو کې د لاس لرلو په پلمه نیول شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په دې پیغام کې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغانانو د نیونې مخه ونیسي.

نوموړي ويلي: "په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ یو ځل بیا په دې پلمه پیل شوې چې د دې هېواد د بېلابېلو سیمو ګډوډیو کې یو شمېر افغانان ښکېل دي. موږ د پاکستان پر حکومت غږ کوو چې د افغانانو د نیولو او زنداني کولو بهیر ودروي او افغانانو ته ستونزې جوړې نه‌کړي."

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې کړي او هغوی ورته ډاډ ورکړی چې ستونزه به هواره کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

تر اوسه پاکستاني لوري د افغانانو د تازه نيونو په اړه جزیيات نه‌دي ورکړي.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو په ځانګړې توګه اسلام‌اباد کې د افغانانو د نيولو لړۍ له يوې اوونۍ راهیسې پيل شوې او لا هم روانه ده.

تر دې وړاندې هم پاکستاني پولیسو څو ځله افغانان نیولي او یو شمېر یې اوس هم د دې هېواد په زندانونو کې پراته دي.

په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت قونسل عبدالجبار تخاري ازادي راډيو ته وویل، په بندیانو کې هغه ناروغ افغانان هم شته چې د درملنې لپاره پاکستان ته ورغلي او که خوشې نه‌شي، ښايي ناروغۍ يې لا پسې زیاتې شي.

د تخاري په خبره، تر اوسه پنځه تنه افغانان په پاکستاني زندانونو کې د سختې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG