د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

کاناډا: افغانستان ته د مرستو رسولو د بهیر د اسانتیا لپاره لایحه تطبیق شوه


د کاناډا پارلمان
د کاناډا پارلمان

د کاناډا دولت وايي، چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د بهیر اسانتیا لپاره لایحه تطبیق شوه.

د کاناډا دولت د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د اسانتیاوو او دغه شان د کډوالۍ د فعالیتونو او نورو دولتي کارونو د لایحې طرحه، چې د دغه هېواد د پارلمان له خوا تصویب شوې وه، د شاهي مقام له خوا لاسلیک او نافذ شوه.

د کاناډا د جزا قانون او د ترهګرۍ د تمویل ضد مقررات، د افغانستان په څېر هېوادونو او د ترهګرو ډلو تر کنټرول لاندې سیمو کې د بشري مرستو په چمتو کولو کې د پام وړ محدودیتونه وضع کول.

اوس د ځینو تعدیلاتو او د سي۴۱ (C-41) لایحې پر بنسټ، مرستندویه ادارو ته اجازه ورکړل شوې چې، افغانستان او نورو هغو سیمو ته چې د ترهګرو ډلو تر کنټرول لاندې دي، بشري مرستې ورسوي.

خو د کاناډا دولت ویلي، ترهګرو ډلو ته د هر ډول مالي مرستو د رسولو د مخنیوي لپاره سخت اقدامات لا پر ځای دي.

د کاناډا د عامه امنیت وزیر مارکو مندیچینو ټینګار وکړ، چې د کاناډا دولت د مرستو په رسولو او د کډوالو منلو په برخه کې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.

د کاناډا د عامه امنیت وزیر مارکو مندیچینو
د کاناډا د عامه امنیت وزیر مارکو مندیچینو

په ورته وخت کې د کاناډا د نړیوالې پراختیا وزیر هرجېت ایس ساجان وویل، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له یوه ناوړه بشري ناورین سره مخ دي او له همدې امله به له هغو کسانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي، چې ورته اړتیا لري او د افغانانو راتلونکی به ښه شي.

کاناډا طالبان د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني او وايي، چې دوی واک په زور ترلاسه کړی، له همدې امله د دغه هېواد اوسنیو قوانینو، د کاناډا حکومت او سازمانونو ته اجازه نه ورکوله چې له افغانستان سره مرسته وکړي، خو اوس د کاناډا د جزايي قوانینو په تعدیل سره، د بشردوستانه مرستو پروسه به افغانستان ته اسانه شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر بې وزله کورنۍ وايي چې، بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

یوې مېرمنې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، د کابل په یوه هوټل کې کار کوي، خو د خپل لګښتونه نه شي پوره کولای.

ياده مېرمن وايي: "د شپې ٢۵۰ روپۍ ترلاسه کوم. په اوونۍ کې یو یا دوه وارې محفلونو ته ځم، هغه وريجې چې په مېزونو پاتې وي راوړم او ماشومانو ته مې تودوم. د کور مصرف زما پر غاړه دی، له ما سره هیچا مرسته نه ده کړې، دوه دوه نيم کاله کېږي چې چا راسره مرسته نه ده کړې."

د کابل ښار اوسېدونکی شېر احمد وايي، معلول دی او په لاسي کراچۍ سره د خپلې کورنۍ ورځني لګښتونه نه شي پوره کولای.

نوموړی زیاتوي چې تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

هغه وایي: "ما يو ځل مرسته ترلاسه کړه. بيا مې هيڅکله مرسته ترلاسه نه کړه. له هغو کسانو سره مرسته کېږي چې خپل او خپلوان یې وي."

په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د کاناډا دولت په افغانستان کې بشري مرستو ته د خلګو د اړتیاو په ځواب کې ۱۵۶ میلیونه ډالره بشري مرستې اعلان کړې دي.

د کاناډا دا مرسته د تجربه لرونکو بشردوستانه سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو له خوا د خوړو، روغتیايي پاملرنې او د څښاک اوبو د مرستو لپاره کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د احصايې له مخې، په افغانستان کې ٢٨.٨ ميليونه خلک په روان میلادي کال کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام هم څو ورځې وړاندې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې ١۵ ميليونه خلک د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ دي او دا سازمان اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره کافي بودجه نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG