داسې مهال چې افغانان د بېوزلۍ، بېکارۍ او د خوراکي توکو د کمښت له امله له یوه بد بشري ناورین سره مخ دي، کاناډا اعلان کړی چې له دې هېواد سره ۵۶ میلیونه ډالره بېړنۍ بشري مرسته کوي.
دا پیسې د سره صلیب له لارې په افغانستان کې اړمنو ته د خوراکي توکو، بېړنیو خوراکي مرستو او د ساتندویه لوژسټیکي موادو په برابرولو مصرفېږي.
د کاناډا حکومت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په افغانستان کې د روان بشري ناورین په اړه اندېښنه لري او پوهېږي چې میلیونونه انسانان په دې هېواد کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
اعلامیه کې د کاناډا د اقتصادي پراختیا د وزیر هارجیت اېس ساجن له قوله لیکل شوي، دوی به هر هغه ممکن لار وازمويي چې وشي کولای له افغانانو سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې: "کاناډا کولای شي چې ډېرې مرستې وکړې، خو دا ډاډ هم باید تر لاسه شي چې مرستې نېغ په نېغه په افغانستان کې ځپل شویو خلکو ته رسېږي."
د طالبانو په حکومت د بندیزونو له امله، هېڅ هېواد نه شي کولی افغانستان سره خپلې مرستې د دوی حکومت ته وسپاري، بلکې دا مرستې باید په داسې ډول وشي چې طالبانو ته یې ګټه و نه رسېږي، خو د افغانانو لاسنیوی وشي.
طالبان بیا له افغانستان سره د هر ډول مرستو هرکلی کوي.
د دوی د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د کاناډا بشري مرستو په اشارې وايي، دا لړۍ باید پراخه او چټکه شي: "په اوسنیو کې شرایطو کې چې افغانان له یوې درنې او اوږدې جګړې را وتلي او له بله پلوه هېواد وچکالۍ هم ځپلی، افغانان دې ته اړتیا لري چې د نړۍ ټول هېوادونه، ملګري ملتونه، مرستندویه سازمونه او نور بشري بنسټونه له افغانانو سره هر اړخیزې مرستې وکړي. اوس دا تحرک رامنځته شوی او د کاناډا او نورو هېوادونو له افغانانو سره د مرستو غږ پورته کړی، دا د ستایلو وړ دی او موږ یې هرکلی کوو. "
کاناډا داسې مهال له افغانستان سره د ۵۶ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان کوي چې هلته یو شمېر غیر دولتي خیریه بنسټونو په یوه سرخلاصي لیک کې له خپل پارلمان غوښتي چې افغانانو سره د مرستو لړۍ پراخه کړي.
کاناډا کې مېشت افغان خبریال برشنا نظري د دې غوښتنې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په کاناډ کې ځینو غیر دولتي خیریه موسساتو د دې هېواد پارلمان ته د یو سرخلاصي لیک په استولو سره، غوښتنه کړې چې له افغانانو سره نورې مرستې هم ولېږي."
کاناډا له ۲۰۱۴ میلادي کال تر اوسه افغانستان سره په بشري برخه کې ۱۷۹،۷میلیونه ډالره مرسته کړې چې دې کې په ۲۰۲۱ کال کې اعلان شوې۷۷،۳ میلیونه ډالر هم شامل دي.
همدا راز د جاپان حکومت هم پرېکړه کړې ده چې له افغانستان سره د شااوخوا سل میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته وکړي.
د جاپان د حکومت په مرسته به بې وزله افغانانو ته خواړه چمتو شي او د څښاک د اوبو غم به یې وخوړل شي. همدا راز به په روغتیایي برخه کې استفاده ترې وشي.
جاپان غواړي چې دا مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق په شمول د ۱۶ نړیوالو موسسو په همکارۍ اړمنو خلکو ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټ د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه چې د ډسمبر په ۱۹مه په اسلاماباد کې وشوه وویل، افغانستان سره د بشري مرستو لپاره راتلونکي ۲۰۲۲ کال کې د څلور نیم میلیارډ ډالرو غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې کال کې به ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
په ورته وخت کې د جمهوري نظام پر مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د اسلامي همکاریو سازمان څخه غوښتي چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره مالي سرچینې بسیج کړي.
ښاغلي عبدالله په خپله ټویټرپاڼه له ۳ ورځنۍ ځنډ وروسته، د افغانستان په اړه د دې سازمان له غونډې هرکلی کړی او زیاتوي، افغانان باید مرستو ته په لاسرسي سره، له یوه ناورین څخه د ژغورنې ډاډ تر لاسه کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام لپاره د یوه مالي صندوق په جوړېدو هوکړه وشوه چې هدف یې د دې مرستو راټولول او د مالي سرچینو بسیج و.