د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

کاناډا ته د بشري حقونو د لومړنۍ افغانې ډلې د رسېدو په اړه د ګلوبل نیوز ليکنه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګلوبل نیوز

ګلوبل نیوز له افغانستانه کاناډا ته د بشري حقونو د فعالانو د لومړۍ ډلې د تګ په اړه راپور خپور کړی دی.

یوه الوتکه چې ۲۵۰ تنه په کې سپاره وو د سه شنبې په ورځ د کاناډا د البرټا ایالت کیلګري ته ورسېده.

شپږ میاشتې وړاندې د کاناډا فدرال حکومت ژمنه کړې وه چې له زرګونو افغان ښځینه مشرانو، بشري حقونو فعالانو او خبریالانو سره به کاناډا ته په سفر کې مرسته وکړي.

یاده الوتکه له پاکستانه تللې او دقیقاً څرګنده نه ده چې مسافر یې څه وخت له افغانستانه وتلي دي.

شا اوخوا پنځه میاشتې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې زرګونو کسان له هېواده وتلي دي.

  • سټارز اینډ سټرايپس

سټارز اینډ سټرايپس خپرونې د ملګرو ملتونو هغو هڅو ته پام کړی چې د افغانستان لپاره سږکال د پنځه میلیارده ډالرو مرستې راټولول غواړي.

ملګرو ملتونو دا هڅې د سې شنبې په ورځ اعلان کړې.

د دې ادارې د بېړنیو مرستو هماهنګ کوونکي مارټين ګریفیتس په جنوا کې د دغو هڅو د اعلان پر مهال وویل، له دغو مرستو پرته به د افغانستان لپاره هېڅ راتلونکی نه‌وي.

د ګریفیت په وینا دا پیسې به د ملیونونو افغانانو لپاره بشري مرستي وي چې اوس مهال له لوږې او ژمي سره مخامخ دي او همداراز د هغو روغتیايي کارکوونکو لپاره وي چې له یوه کال راهیسې يې معاش نه دی تر لاسه کړی.

د ملګرو ملتونو دغو هلو ځلو ته په غبرګون کې د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې د ۲۰۲۲ کال لپاره د ۳۰۸ ملیونه ډالرو لومړنیو مرستو اعلان وکړ.

د سټارز اینډ سټرايپس خپرونې په دې مقاله کې لولو چې ملګرو ملتونو دا هڅې په داسي حال کې پیل کړي چې نړیواله ټولنه په دې فکر کې ده چې څه ډول پرته له دې چې طالبانو ته ګټه ورسېږي، په افغانستان کې د بشري بحران مخه ونیسي.

د مقالې د لیکوال په وینا، مخکې تر دې چې طالبان د افغانستان کنترول په لاس کې واخلي، نړیوالې مرستې چې ډېری برخه یې امریکا ورکوله، د افغانستان د اقتصاد تر ۷۵ فیصده زیاته برخه جوړوله.

دا مرستې هغه مهال قطع شوې چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه و ایستل او افغان حکومت سقوط وکړ.

په مقاله کې د افغانستان د مرکزي بانک هغې شااوخوا ۱۰ ملیارده ډالره شتمنۍ ته هم اشاره شوې چې امریکا اوس مهال کنګل کړي.

په همدې حال کې طالبان د نړیوالو له بندیزونو سره مخامخ دي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي چې دا بندیزونه به تر هغه وخته لېرې نه شي چې طالبانو د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته د درناوي او د ټولشموله حکومت رامنځته کولو ژمنه نه وي عملي کړي.

XS
SM
MD
LG