د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا: په یوه ورځ کې ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي


ارشیف: افغان کډوال چې د پاکستان پولیسو له لوري نیول شوي دي.
ارشیف: افغان کډوال چې د پاکستان پولیسو له لوري نیول شوي دي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا تاییدوي چې پاکستاني پولیسو د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې ۸۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي.

په پاکستان کې د پوليسو له خوا د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو د لړۍ دوام لري.

په اسلام اباد کې د مېشتو افغان کډوالو شورا وايي چې یوازې د یکشنبې په ورځ د پاکستاني پولیسو په عملیاتو کې د اسلام اباد په بېلابېلو سیمو کې ۸۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي دي.

د دې شورا مشر میراحمد روفي ازادي راډيو ته وویل: "سره له دې چې په ټول پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د نيولو لړۍ روانه ده، خو په يوه ورځ کې يې د اسلام اباد ښار په څنډو کې ۸۰۰ کسان نيولي چې له دې ډلې ۴۰۰ کسانو چې قانوني اسناد يې درلودل، خوشي کړي یې دي او ۲۵ نور چې اسناد یې تر پروسس لاندې دي او پاتې نور شاید بېرته له کرښې واړوي."

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا د عامه اړيکو مشر عبدالبصير وايي چې دغه کسان د اسلام اباد په ترنول، سبزي منډيي، باريکاب او ځينو نورو سيمو کې نیول شوي دي.

په اسلام اباد کې مېشتو ځینو افغان پناه غوښتونکو ازادي راډيو ته وویل چې د دوشنبې په ورځ هم د دې ښار په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو له خوا د افغانانو د نیولو لړۍ دوام درلود.

د دې پناه غوښتونکو له ډلې یو تن چې نه غواړي، نوم یې واخیستل شي، وايي، د تره زوی یې هم د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی دی.

هغه زیاتوي: "زه په خپلو سترګو وینم چې موټرونه ډکوي او له ځان سره یې وړي، که کارتونه ولري یا نه، ټول نیسي. زما تره او اولادونو یې کارتونه درلودل، خو پرون یې هغوی هم ونیول، وضعیت ډېر خراب دی."

په پاکستان کې د افغان پناغوښتونکو د نیولو لړۍ یوازې تر اسلام اباد محدوده نه ده، د پاکستان په سند ایالت کې د افغان زندانیانو مدافع وکیلې منیزې کاکړ د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې شاوخوا ۶۰۰ افغانان بندیان دي او د نورو د نیولو لړۍ هم روانه ده.

کاکړ زیاتوي: "په اسلام اباد کې شته وکیلانو هم تایید کړې چې تر ۸۰۰ پورې افغانان نیول شوي دي، د دې ترڅنګ د سپټمبر له ۹مې نېټې راهیسې په کراچۍ کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان نیول شوي، چې ۳۵۰ یې خوشي شوي او د نورو نیمايي په قضیو د محکمې لخوا کار روان دی. په کراچۍ کې لا هم د نیولو لړۍ دوام لري."

خپله پاکستاني پوليسو هم په پاکستان کې د ناقانونه کډوالو د نيولو خبر ورکړی.

د پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره د قوانینو رعایت اړین دی او له غیر قانوني کډوالو سره مرسته کول جرم ګڼل کېږي.

په اعلامیه کې د پاکستان له اتباعو غوښتل شوي چې د هغو کسانو په اړه پولیسو ته خبر ورکړي چې له قانوني اسنادو پرته د دوی په سیمه کې اوسېږي.

په ورته وخت کې په اسلام اباد کې ځینې افغان پناه غوښتونکي هم ادعا کوي، د دوی خپلوان چې قانوني اسناد نه لري، د کورونو د څښتنانو له خوا ځواب ورکړل شوی.

تر دې مخکې د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم انورالحق کاکړ له یوه خصوصي پاکستاني تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و چې د ده حکومت به د غیر قانوني کډوالو د نیولو لپاره اقدامات پیل کړي.

که څه هم په پاکستان کې د اوسېدونکو افغانانو کره شمېره نه ده معلومه، خو تر دې مخکې ځینو پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ ویلي وو چې پاکستان پلان لري تر یو میلیون ډېر افغان پناه غوښتونکي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، له دې هېواد څخه وباسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG