د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

د ایران حکومت له خپلې خاورې نږدې ۵ میلیونه افغان کډوال وباسي


ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

د ایران حکومت د یوې نوې کړنلارې په پلي کولو سره غواړي له خپلې خاورې نږدې ۵ میلیونه افغان کډوال وباسي.

د ایران حکومت له خپلې خاورې د میلیونونو افغانانو د ایستلو لړۍ پیلوي.

د دغه حکومت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د چهار شنبې په ورځ په تهران کې خبریالانو ته وویل چې د دوی له‌خوا د یوې جوړې شوې کړنلارې له مخې له ایرانه هغه افغان کډوال وباسل شي چې قانوني اسناد نه لري.

وحیدي ويلي، دغه کړنلاره جوړه شوې او ژر به د پلي کېدو وړ وګرځي.

نوموړي زیاته کړه: "دا یوه ښکاره خبره ده چې موږ د یوې سازمان شوې برنامې له لارې د بهرنیو اتباعو په اړه اقدام کوو او د دغه اقدام پلي کېدو ته نږدې یوو. دا څرګنده ده هغه افغانان او بهرنیان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خپلو هېوادونو ته به بېرته واستول شي."

د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي
د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

وحیدي وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول ایران نږې ۵ میلیونه افغان کډوال په غیر قانوني ډول مېشت دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې له دې وړاندې یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا یونیم میلیون افغان کډوال په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان کډوال چې په ایران کې مېشت دي د ایراني پولیسو له ناوړه چلند نه شکایت کوي.

عمران د ایران په شیراز ښار کې له تېرو درېیو کلنو راهیسې ژوند کوي.

نوموړې وايي، په ورستیو کې ایراني پولیس چې افغانان نیسي ښه چلند ورسره نه کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه هغه قیودات چې په ایران کې په افغانانو باندې و هغه اوس زیات شوي دي. ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد لري او یا هم اسناد نه لري د ایران د ځانګړو پولیسو له‌خوا د ښارونو له څنډو راټولېږي."

د ایران د اصفهان ښار بل افغان کډوال عمر بیا د خپلو سختو اقتصادي ستونزو ترڅنګ وايي چې په ایران کې افغانانو ته څوک په اسانۍ کار نه ورکوي.

هغه وویل: "یوه یا دوه ورځې په کار یو خو یوه اوونۍ بیا بې‌کاره تېروو، د دې لپاره چې د کار اسناد نه شته او دوی همدا بهانه موږ ته راوړي. دلته په اسانۍ سره کار لاس‌ته نه راځي، په ډېری بدبختۍ سره دلته خپل ژوند تېرو."

د تهران په جنوب کې د افغان کډوالو د یوه کمپ څنډه
د تهران په جنوب کې د افغان کډوالو د یوه کمپ څنډه

که څه هم د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطب حقاني د ایراني چارواکو د وروستو څرګندنو او دا چې له ایران تر دا مهاله څومره افغان کډوال افغانستان ته ستاني شوي د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو یاد وزارت د سپټمبر میاشتې په ۱۴مه ویلي وو چې یوازې په همدغه ورځ د اسلام قلعه له لارې له ۲۰۰۰ زیات افغانان خپل وطن ته ستانه شوي.

خو ازادي راډيو د وران کال د سنبلې میاشتې په اتمه د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له قوله په یو خبر کې لیکلی وو چې له ایران څخه په متوسط ډول د ورځې ۱۲سوه افغان کډوال په خپله خوښه یا په زوره افغانستان ته ځي.

ازادي راډیو هغه مهال د دغه وزارت د یوې خبرپانې له حواله لیکلي وو چې د روانې سنبلې له لومړۍ تر اوومې پورې څه باندې ۸۵۰۰ کډوال هرات او نیمروز ولایتونو ته تللي دي.

ارشیف: له ایرانه شړل شوي افغان کډوال هرات ته رسېدلي دي.
ارشیف: له ایرانه شړل شوي افغان کډوال هرات ته رسېدلي دي.

له ایران د غیر قانوني افغان کډوالو د ویستلو دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې مخکې له افغانستان یو بل ګاوندي پاکستان نه هم د افغان کډوالو د نیونې او ویستلو راپورونه خپاره شوي، په راپورونو کې ویل شوي چې په دې کډوالو کې ان هغه افغانان هم شامل دي چې د استوګنې قانوني اسناد لري، خو پولیسو ترې اخیستي او پرې منکر دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان مخکې په خپل یو راپور کې ویلی وو چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې شاوخوا ۳،۶ میلیونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

په د دغه سازمان د راپور پر بنسټ دوی کې ۷۰٪ ایران، ۱۸٪ پاکستان او ۱۱٪ ترکیې ته کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG