د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د ایران حکومت په کرمنشاه ولایت کې د افغانانو اوسېدل او کارکول منع کړل


په ایران کې د افغان کډوالو یو اعتراضي شعار- ارشیف
په ایران کې د افغان کډوالو یو اعتراضي شعار- ارشیف

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د کورنیو چارو وزارت یې په کرمانشاه ولایت کې د یوه لنډ مهاله ضرب الاجل له ټاکلو سره، د مېشتو افغانانو پر اوسېدو او کار کولو بندیز لګولی.

د ایران مهر خبري اژانس په کرمانشاه کې د ایراني دولتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې، په دغه ولایت کې د افغانانو د راټولېدلو او نیولو لپاره ۱۳ ورځې ضرب الاجل ټاکل شوی.

سرچینه زیاتوي، چې دغه ضرب الاحل د سرطان میاشتې له ۲۸مې پیل او د اسد میاشتې په لسمه پای ته رسېږي.

د یاد شوي راپور په یوه برخه کې، په کرمانشاه کې د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د ادارې د مشر حمزه سلیماني له قوله لیکل شوي، چې په کار ځایونو لکه: شنو خونو، فارمونو او فابریکو کې د افغانانو د شتون په اړه حکومت ته معلومات ورکړل شي.

د ایران حکومت، پر افغانانو د دغه بندیز د لامل په اړه څه نه‌دي ویلي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، که ایرانیان په دغه ولایت کې له افغانانو سره همکاري وکړي، د ایران حکومت به یې جریمه کړي.

افغان کډوال ډېر ځله د ایراني ځواکونو او مامورینو لخوا د ځورول کیدو شکایت لري
افغان کډوال ډېر ځله د ایراني ځواکونو او مامورینو لخوا د ځورول کیدو شکایت لري

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه هېواد د پلازمېنې تهران په ګډون د ایران په نورو ښارونو کې مېشتو افغانانو ازادي راډیو ته ویلي، چې له ستونزو سره مخ دي.

له دوی څخه یوه تن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل:"د کورونو کرایه ډېره لوړه شوې، د کار په برخه کې د کار ځواک هم ډېر شوی، د ایرانیانو یو څه شکایتونه هم ډېر شوي، ځکه په ایران کې د افغانانو د نفوسو له امله د کورونو نرخونه دوه برابره شوي، چې پخوا سل میلیونه تومانه وو، اوس له ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونه کرایه ورکوي، يو ميليون او دوه ميليون کرايه هم ورکوي."

یوه بل افغان کډوال هم، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل:"له بده مرغه افغانان چې غواړي له کومې مټرو استفاده وکړي چې کرایه ټيټه ده. شرط یې د ډیبټ کارت درلودل دي. له بده مرغه دلته موږ افغانانو ته ډیبیټ کارت نه راکوي، د استوګنې کارت نه راکوي .څو ځله په فرعي سټیشن کې د افغانانو د سپکاوي شاهدان یوو."

په ايران کې د افغان کډوالو ستونزه نوې نه‌ده، خو پر دوی محدوديتونه د ايران او طالبانو د حکومت ترمنځ د هلمند سېند د اوبو پر سر تر لانجو ورسته ډېره شوه.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان په خپله خوښه، یا په زور له ایرانه اېستل شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG