د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

یو ایرانی چارواکی: تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو ۵ زره ناقانونه افغان کډوال ایستلي


له ایران څخه یو شمېر ویستل شوي افغان کډوال- پخوانی انځور
له ایران څخه یو شمېر ویستل شوي افغان کډوال- پخوانی انځور

یو ایرانی چارواکی وایي، په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا پنځه زره افغان کډوال، چې قانوني اسناد یې نه درلودل له ایرانه ایستل شوي دي.

ياد چارواکي خبرداری ورکړی، که بهرنیان ایران ته د ننوتلو، دغه هېواد کې د پاتې کېدلو او یا ورنه د وتلو په برخه کې قانوني ګامونه پورته نه‌کړي، له قانوني چلند وروسته به له هغه هېواده وشړل شي.

د ايران د زابل ولایت د سرحدي پولیسو قوماندان پروېز قاسم زاده، د شنبې په ورځ د ایران تسنیم خبري اژانس ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایران له بېلابېلو ولایتونو څخه ۴ زره او ۷۶۷ ناقانونه افغان کډوال نيول شوي او د سیستان او بلوچستان په ایالتونو کې د "میلک" پولې له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

۲۴ کلن افغان ځوان امین الله چې له دوو کلونو راهیسې په ایران کې اوسېده، یو له هغو کسانو څخه دی چې یوه ورځ وړاندې، د اوسېدو د قانوني جواز د نه لرلو له امله له ایران څخه افغانستان ته واستول شو.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "پرون يې له پولې بېرته راوګرځولم (رد مرز) ډېر خلک وو، ټول يې يو ځای وشړلو، پرون د تهران په خير اباد او رامين په سیمه کې ونیول شوم، زه یې د پولیسو ماموریت ته بوتلم، هلته يې له هر یوه څخه د لارې کرایې لپاره ۱۴۰ تومنه واخیستل او د هرات پولې ته یې راوستلو."

په ورته وخت کې په ایران کې یو شمېر افغان کډوال له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو مسئله ناهیلې کوونکې بولي او وايي، چې په دې وروستیو کې د دوی ستونزې ډېرې شوې دي.

په ایران کې یوه افغان کډوال چې ويې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، له ازادي راډیو سره یې په خبرو کې ادعا وکړه چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د هلمند سیند د اوبو پر سر د شخړو له امله، زیات شوی دی.

نوموړي وويل: "د هلمند سیند د اوبو په سر وروستیو ناندريو چې د ایران د پوله ساتو او د اسلامي امارت د لیکو تر منځ رامنځته شوي، د افغان مهاجرینو وضعیت چې له مخکې هم ښه نه و، لا خراب کړ او زموږ د هغو هېوادوالو د شړلو لامل شو، چې ان قانوني اسناد یې درلودل. د ایران خلکو له‌خوا د افغانانو ځورول ډېر ناهیلي کوونکي دي."

تر دې مخکې هم له ایرانه یو شمېر افغانانو شړل شوي ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په دې وروستیو کې د اوبو پر سر د شخړو له امله په ایران کې د افغان کډوالو ځورونه او ایستل زیات شوي دي.

نیمروز ته له ایران څخه یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال - پخوانی انځور
نیمروز ته له ایران څخه یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال - پخوانی انځور

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د تهران او طالبانو حکومت تر منځ د هلمند اوبو پر سر شخړه، په یوه حساسه موضوع بدله شوې ده.

تازه د ایران د انرژۍ وزیرعلي اکبر محرابیان ویلي، چې هېواد به يې د هلمند سیند په اوبو کې له خپل حق څخه یو ګام هم په شا نه‌شي او د دغه هېواد حکومت به د سیستان بلوچستان په جنوبي ایالتونو کې د اوبو د کمښت د ستونزې د هواري لپاره لازمې هڅې وکړي.

د ایران د مهر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په تهران کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

د ایران د انرژۍ وزیر زیاته کړه چې له خبرو اترو سره سره ایران تر اوسه د هلمند له سیند څخه د خپلې برخې اوبه نه‌دي ترلاسه کړي.

د طالبانو حکومت تر دې مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي وو، چې د هلمند د سیند د اوبو کچه راټيټه شوې او ایران د خپلو اوبو له حق څخه زیاتې اوبه ترلاسه کړي دي.

موږ د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت څخه هم، له ایران نه د ایستل شویو افغانانو د شمېر او د دې موضوع د څرنګوالي په اړه وپوښتل، خو د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو درې اوونۍ وړاندې د ایران دولتي خبري اژانس 'ایرنا' راپور ورکړ چې په روان پسرلي کې ۹۰ زره افغانان په خپله خوښه او یا په زور له هغه هېواده ایستل شوي او د دوغارون پولې له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

بل پلو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي و، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۴۸۵ زره افغانان له ایرانه ویستل شوي وي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې اوس‌مهال شاوخوا پنځه میلیونه افغانان په ایران کې د استوګنې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG