د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

ملګري ملتونه: د ۲۰۲۲ کال ترپایه په نړۍ کې د افغان کډوالو شمېر ۹.۲ ميليونه ته رسېدلی


آرشیف - یک خانواده پناهجو در داخل خاک ترکیه.
آرشیف - یک خانواده پناهجو در داخل خاک ترکیه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' راپور وايي، د ۲۰۲۲ کال تر پایه په ټوله نړۍ کې ۹.۲ میلیونه افغانان په جبري توګه بې ځایه شوي دي، چې له دې شمېر یوازې ۸.۵ میلیونه یې په اسیا او زیات یې په سویل لوېدیځ کې دي.

د دغه راپور له مخې، یاده احصاییه د ۲۰۲۱ کال د پای د شمېرو په پرتله ۴۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې چې په ټوله نړۍ کې ۵.۷ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې ۵.۲ میلیونه یې په سویل لوېدیځه اسیا کې دي.

په ورته وخت کې ۲۹۵ زره افغانان د پناه اخیستو هڅه کوي، چې ۵۱ زره یې په سویل لوېدیځ اسیا کې دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دا هم ویلي چې په افغانستان کې ۳.۲۵ میلیونه کورني بې ځایه شوي هم شته.

دغه سازمان د افغانانو د جبري بې ځایه کېدو لامل په افغانستان کې جګړې او اقلیمي بدلونونه ښودلي دي.

هممهاله په ایران او ترکیې کې یو شمېر افغان کډوال چې په زوره بېرته افغانستان ته ستانه شوي، د خپل ستونزمن وضعیت په اړه یې ازادي راډیو سره خبرې کړي.

په دوی کې یو هم ۲۳ کلن ضیاالرحمن دی چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی او یو ځل په زوره له شړلو وروسته اوس په ترکیه کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلو ته اړ شو او له غیرقانوني لارو اروپا ته ولاړ، خو د ترکیې د پولیسو له خوا ونیول شو او بېرته افغانستان ته ستون شو.

نوموړی وايي: "کله چې طالبانو واک واخیست، دې ته اړ شوم چې هېواد پرېږدم، قاچاقبر موږ په ٢٣ ورځو کې په ډېرو سختیو ستونزو ترکیې ته ورسولو. یو نیم کال وروسته، یو شپه پولیس راغی او موږ يې يو کمپ ته بوتلو. ١٠ ورځې په تدله کمپ کې وم، داسې وم لکه بندي، یوازې ۱۵ دقیقې سهار او ١۵ دقیقې ماښام به وتلي شوم، سمه ډوډۍ يې هم نه راکوله."

ضياء الرحمن وايي، اوس يو ځل بيا ترکيې ته تللى او پلان لري، چې يو اروپايي هېواد ته ځان ورسوي.

ارشیف: په بلغاریا کې یو شمېر کډوال
ارشیف: په بلغاریا کې یو شمېر کډوال

د فراه ولایت اوسېدونکی مقامت شاه ازادي راډيو ته وویل، د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله ایران ته تللی، خو دوه اوونۍ کېږي چې د ایران حکومت بېرته افغانستان ته استولی دی.

هغه وایي: "له بې کارۍ، بې وزلۍ او بدبختي له امله دې ته اړ شوم چې ایران ته ولاړ شم، ځکه وروسته له ١۵ کالو زده کړو، د کار زمینه موږ ته برابره نه شوه، نو له قاچاقبر سره ایران ته ولاړم، یو نیم کال په ایران کې وم، خو دا چې پاسپورټ مې نه درلود زه یې بېرته وشړلم. د ایران پولیسو رویه ډېره بده او ظالمانه ده، ما په خپلو سترګو د هغوی ظلم ولید، بهرني وګړي ډېر تحقیروي."

تر دې وړاندې، په پاکستان کې مېشتو افغانانو او په یاد هېواد کې د افغان بندیانو مدافع وکيلې منزه کاکړ هم له افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند شکایت کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د افغانانو کډوالي په تېره ناقانونه کډوالۍ ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته زیاته شوې چې ډېری یې امنيتي ګواښونه، بې کاري او بې وزلي د کډوالۍ لامل ګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG