د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

په بریتانيا کې مېشت د ۸۰۰۰ افغان پناه غوښتونکو پر وضعيت اندېښنه ښودل شوې


د لندن ښار یوه څنډه
د لندن ښار یوه څنډه

د بریتانیا سیمه يیزه شورا وايي، د هغو ۸۰۰۰ افغان پناه غوښتونکو د وضعیت په اړه اندېښمنه ده چې د بریتانیا په هوټلونو کې مېشت دي.

د بریتانيا سیمه يیزه شورا په انګلستان کې د افغان پناه غوښتونکو د وضعيت په اړه له دې امله اندېښمنه ده، چې حکومت ورته ویلي، د اګست میاشتې تر پایه دې له لنډمهالو استوګنځایونو 'هوټلونو' څخه ووځي.

دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بریتانيا حکومت او شوراګانې باید په یوې ګډې پروسې کار وکړي چې د دغو پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې او بیا مېشتېدنې په اړه غور وشي.

د اعلامیې له مخې، د بریتانيا د کورنیو چارو وزارت ۸۰۰۰ افغان پناه غوښتونکو ته چې د انګلستان په ۵۹ هوټلونو کې اوسېږي، د ۲۰۲۳ کال د اګست تر پایه له هوټلونو د وتلو وخت ورکړی.

وزارت دا هم ویلي چې پناه غوښتونکي باید د خپل نوي استوګنځي جزيیات له حکومت سره شریک کړي.

د بریتانيا د شورا دفتر وايي، د حکومت له خوا له هوټلونو د افغانانو د ایستلو د مهلت له رارسېدو سره د کورونو په موندلو کې مرسته کوي.

دې ادارې زیاته کړې چې د ټاکل شوي وخت او په انګلستان کې د کورونو د کمښت له امله ټولو افغان پناه غوښتونکو ته د کورونو موندل یوه لویه ننګونه ده.

په بریتانيا کې ځينې هغه افغان پناه غوښتونکي چې، په هوټلونو کې اوسېږي وايي، د هوټلونو په پرېښودو او د اوسېدو د ځای په نه موندلو سره به د بې کوره کېدو له ناوړه برخلیک سره مخ شي.

په ۲۰۲۱ کال اګست کې د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور. Kabul, Afghanistan, August 21, 2021
په ۲۰۲۱ کال اګست کې د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور. Kabul, Afghanistan, August 21, 2021

اصف روفي چې له اتو میاشتو راهیسې په بریتانيا کې په یوه هوټل کې اوسېږي وايي، دوی ته ويل شوي چې نور له هوټل څخه ووځي.

خو نوموړی زیاتوي دا چې کار نه لري او ورسره ځينې کورنۍ چې غړي يې ډېر دي، نه شي کولای له ضمانت پرته کورونه ونیسي.

روفي وايي: "داسې افغانان شته چې په انګلیسي نه پوهېږي چې افهام او تفهیم وکړي، یو کاري تضمین نه لرو، ځکه افغانان تر اوسه دندې نه لري. که څه هم د بریتانيا حکومت ویلي چې دوی به له شپږو میاشتو تر یوه کال کرایه ورکوي خو کورونو څښتنان قناعت نه کوي چې افغانانو ته کورونه ورکړي."

په بریتانيا کې یو بل افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل: "دلته زموږ ماشومان تازه عادت شول، ښوونځي ته ځي، ملګري یې پيدا کړي، موږ ته يې وويل چې له هوټله ووځو، نه یې کار راکړی او نه یې ویلي دي چې چېرته لاړ شو، ډېر اندېښمن يو."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د پخواني جمهوري حکومت له نسکورېدو وروسته بریتانيا خپل یو شمېر افغان همکاران بریتانيا ته ولېږدول، چې ځینې یې په هوټلونو کې مېشت شول، خو د څو میاشتو له تېرېدو وروسته اوس د بریتانيا د کورنیو چارو وزارت ته دوی ته وخت ټاکلی دی چې هوټلونه پرېږدي او ځان ته کورونه پیدا کړي.

د بریتانيا سیمه يیزې شورا اعلان کړی چې د سه شنبې په ورځ د بریتانيا له لوړ پوړو چارواکو سره د 'پناه غوښتنې او استوګنې' په اړه په یوه درې ورځنۍ غونډه کې د بحثونو لړۍ پيل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG