د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د 'هري' اعتراف د بریتانیا د پوځي مشرانو او طالب چارواکو غبرګونونه پارولي


شهزاده هري چې د اپاچي چورلکې پیلوټ و په خپل ژوند لیک کې یې لیکلي ۲۵ طالب جنګیالي یې د شطرنج د دانو په څېر په نښه او له منځه یوړل
شهزاده هري چې د اپاچي چورلکې پیلوټ و په خپل ژوند لیک کې یې لیکلي ۲۵ طالب جنګیالي یې د شطرنج د دانو په څېر په نښه او له منځه یوړل

د بریتانیا د شاهي کورنۍ پر غړي شهزاده هري طالب چارواکو او د بریتانیا پوځي مشرانو کلکې نیوکې کړي.

شهزاده هري چې د اپاچي چورلکې پیلوټ و په خپل ژوند لیک کې یې لیکلي ۲۵ طالب جنګیالي یې د شطرنج د دانو په څېر په نښه او له منځه یوړل د ده په خبره مخکې له دې چې دا «بد خلک» په «ښو خلکو» پسې ورشي او ویې وژني.

هغه دا هم لیکلي چې د دغو بریدونو ویډیوګانې چې د چورلکې د کمرو په واسطه ثبت شوي وو وروسته په خپل پوځي کمپ کې کتلې.

د شهزاده هري څرګندونو د بریتانیا د پوځ ځینې پخواني قومندانان او یو شمېر سیاستوال ناراضه کړي.

له دې ډلې د بریتانیا د پوځ متقاعد ډګروال ریچارډ کیمپ چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې په دې اړه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "زه فکر کوم چې د افغانستان په اړه د شهزاده هري څرګندونې ناسنجول شوې دي او هم د هغه او په ټوله کې د بریتانیا د پوځ به ضرر دي. په لومړي قدم کې، زه فکر کوم چې هغه لا دمخه له امنیتي ګواښ سره مخ دی، مګر د دې څرګندول هغه هم په عامه توګه چې ۲۵ طالبان یې وژلي که څه هم د شرم وړ نه بلکې د ویاړ خبره ده، خو بیا به هم د هغو کسانو پام ور واړوي او د هغوی هوډ به پوخ کړي چې له ده د غچ اخیستلو په لټه کې دي. نو زه فکر کوم چې د هغه شخصي امنیت لپاره خورا جدي پایلې لرلای شي."

د بریتانیا د ملي امنیت پخواني سلاکار کیم داروک هم ویلي، شهزاده هري ته به یې لارښونه کړې وای چې داسې څرګندونې ونه کړي.

د بریتانیا د ملي امنیت پخوانی سلاکار کیم داروک
د بریتانیا د ملي امنیت پخوانی سلاکار کیم داروک

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د شهزاده هري د هغو څرګندونو په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه چې ویلي یې دي په افغانستان کې یې ۲۵ طالب جنګیالي وژلي.

پخواني برتانوي پوځي بین مکبین چې په افغانستان کې یې د شهزاده هري تر څنګ دنده ترسره کړې په ټوېټر لیکلي: "راباندې ګران یې شهزاده هري خو ته باید غلی شې/ (خوله بنده کړې."

له دې سره په ټوېټر د چُپ شه هري هشټګ هم خپور او لاس په لاس شوی دی.

په افغانستان کې د ۲۵ طالب جنګیالیو د وژلو په ارتباط د هري څرګندونو د طالب چارواکو غوسه راپارولي او هغه یې په جنګي جرمونو تورن کړی دی.

له دې ډلې د طالبانو یوه جګپوړي غړي انس حقاني په خپل ټوېټر باندې په څو بیانونو کې هري ته په خطاب ویلي، کوم کسان چې تاسو د شطرنج د دانو په څېر په نښه او له منځه وړي انسانان وو، کورنۍ یې درلودې او د هغوی د ورستنېدو انتظار یې ایست.

انس حقاني
انس حقاني

حقاني بیا دا هم ویلي چې د افغانانو د وژونکو تر منځ یواځې تاسو دا جرئت کړی چې په خپلو جنګي جرمونو مو اعتراف کړی دی.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په یوه بیان کې ویلي، د هري له خوا دا اعتراف چې ۲۵ وسله وال طالبان یې په افغانستان کې وژلي دا څرګندوي چې دغه ډول «جنایتونه» یوازې تر شهزاده هري پورې منحصر نه دي.

هري په خپل ژوند لیک کې څرګنده کړې چې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې یې په افغانستان کې شپږ ماموریتونه ترسره کړل چې ټول یې مرګوني وو.

هري دوه واره د بریتانیا د پوځ په چوکاټ کې دنده ترسره کړې او وروستی وار یې همدا د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ تر منځ و او تر هغه مخکې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د هوايي څانګې د یوه لارښود په توګه دنده ترسره کړې چې تر ډېره به یې هوايي حملې تنظیمولې.

شهزاده هري په ۲۰۱۵ کال کې له لس کلن پوځي خدمت وروسته استعفی کړې ده.

هري دوه واره د بریتانیا د پوځ په چوکاټ کې دنده ترسره کړې او وروستی وار یې همدا د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ تر منځ و او تر هغه مخکې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د هوايي څانګې د یوه لارښود په توګه دنده ترسره کړې.
هري دوه واره د بریتانیا د پوځ په چوکاټ کې دنده ترسره کړې او وروستی وار یې همدا د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ تر منځ و او تر هغه مخکې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د هوايي څانګې د یوه لارښود په توګه دنده ترسره کړې.

د شهزاده هري د ژوندلیک رسمي مخکتنه د جنوري په لسمه ده، خو دا کتاب په هسپانیه کې ترجمه او وختي پلور ته وړاندې شوی دی چې لومړي پېرېدونکي یې هم رسنۍ دي چې راپورونه یې پرې جوړ کړي.

که څه هم شهزاده هري په خپل ژوند لیک کې هغه کسان چې ده وژلي د طالبانو جنګیالي او بد خلک یاد کړي، خو د بریتانیا په شمول د امریکا، اسټرالیا او څو نورو بهرنیو هېوادونو یو شمېر پوځیان چې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې دېره وو د یو شمېر بې ګناه خلکو په بې ځایه ځورولو، هدف ګرځولو او نیولو تورن دي چې لا یې په اړه پلټنې روانې دي.

د بریتانیا دفاع وزارت په خپله تېر ډسمبر اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د برتانوي ځواکونو د سرغړونو د تورونو د څېړلو لپاره «خپلواکه قانوني څېړنه» پيل کړې.

د دغه وزارت په بیان کې راغلي چې دفاع وزارت د برتانوي ځواکونو د ناسمو کړنو په اړه مطرح شوي تورونه څېړي چې په کې د خلکو عمدي نیول هم شاملېږي.

دا څېړنه د ۲۰۱۰ له نیمايي د ۲۰۱۳ تر نیمايي پورې په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د فعالیتونو او ځینو ناسمو فعالیتونو په تړاو متمرکزه ده.

XS
SM
MD
LG