د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

بریتانیا کې څلور افغانان پر یوې ماشومې د جنسي تېري په تور نیول شوي


ارشیف: د بریتانیا پولیس
ارشیف: د بریتانیا پولیس

په بریتانیا کې پولیسو څلور تنه افغان هلکان پر یوې ماشومې د جنسي تېري په تور نیولي دي.

برتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د بریتانیا پولیسو له یو لړ څېړنو وروسته څلور تنه افغان زلمیان چې عمرونه یې د ۱۳ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي، په ډوور ښار کې پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په قضیه کې نیولي دي.

ډېلي ټیلګراف او نورو برتانوي رسنیو پرون خبر ورکړ چې پر دې نجلۍ د جنسي تجاوز راپور د روانې فبروري میاشتې په شپږمه نېټه ورکړل شوی دی.

د ټایم ورځپاڼې د راپور له مخې دا افغان هلکان تېر کال بې له دې چې سرپرست ولري په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته رسېدلي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په سږني کال کې بریتانیا ته د کوچنیو کښتیو په وسیله د رسېدلو کډوالو شمېر له دوو زرو اوښتی دی.

د راپورونو له مخې په دې څلورو افغانانو کې یو، پر یاده نجلۍ په جنسي تجاوز او درې ملګري یې په جنسي تجاوز کې په همکارۍ تورن شوي دي.

پولیسو تایید کړې چې د فبروري د شپږمې په ماسپښین یې په دوور کې پر یوه نجلۍ د جنسي تېري ادعا ترلاسه کړې ده.

ټیلګراف ورځپاڼه د پولیسو په حواله وايي چې تورن هلکان په ضمانت خوشې شوي، خو د پېښې په اړه د دوی تحقیقات روان دي.

د تورنو هلکانو نومونه د قانوني خوندیتوب په دلایلو نه دي افشا شوي.

په راپورونو کې ویل شوي دي چې په قضیه کې ښکېلو پنځو واړه ماشومانو په یوه ښوونځي کې درس وایه، خو تورن هلکان نږدې پنځوس کیلومتره لیرې په یوه بل ښار کې نیول شوي دي.

د روان کال د لیندۍ یا قوس په ۱۲مه نېټه په اتریش کې درې تنه افغانان، پر یوه دیارلس کلنه ماشومه په ډله ایز جنسي تجاوز او په نتیجه کې د هغې په وژنه مجرم وپېژندل شول چې له ډلې یې یوتن په دایمي بند او دوه نور په نولس او شل کاله بند محکوم شول.

XS
SM
MD
LG