د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

اتریش کې درې افغان کډوال پر یوې ماشومې د جنسي تېري او وژنې په تور ونیول شول


ارشیف، د اتریش پولیس
ارشیف، د اتریش پولیس

د اتریش پولیسو پر یوې ۱۳ کلنې ماشومې د جنسي تېري او بیا د هغې د وژنې په قضیه کې د لاس لرلو په تور دوه افغان کډوال د دوشنبې په ورځ نیولي وو، خو پرون ماسپښین‌یې درېیم تورن چې هغه هم افغان وګړی دی، ونیوه.

د اتریش صدراعظم دا پېښه په کلکه وغندله او په غبرګون کې یې د کډوالو له‌خوا د شویو جنایتونو په اړه ترخې څرګندونې وکړې.

پولیسو د دې ماشومې جسد د شنبې په ورځ د پلازمېنې ویانا په یوه ناحیه کې وموند او د دوشنبې په ورځ دوه افغان هلکان چې یو ۱۶ کلن او بل ۱۸ کلن دی او دواړو په اتریش کې سیاسي پناه غوښتې ده، د دې جنایت په تور ونیول شول.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د ۱۸ کلن تورن د پناه غوښتنه رد شوې وه ځکه له دې مخکې هم درې ځلې د شوکې په ګډون په جنایي قضیو کې په لاس لرلو محکوم شوی و.

پولیس وايي، د دوی درېیم ملګری چې یو ۲۳ کلن افغان دی د چهارشنبې په ماښام په ویانا کې ونیول شو.

ارشیف، یو شمېر اتریشي پولیس
ارشیف، یو شمېر اتریشي پولیس

د پولیسو د تحقیقاتو له مخې ماشومې نجلۍ له لومړیو دوو تورنو هلکانو سره پېژندل او له هغوی سره په خپله خوښه د ۱۸ کلن هلک اپارتمان ته تللې وه. د ویانا د پولیسو مشر ګرهارد پویرستل وايي چې هلکانو دې ماشومې ته لومړی نشه‌يي مواد ورکړي او بیا یې جنسي تېری پرې کړی و.

د پولیسو په وینا ۱۸ کلن تورن د نجلۍ په قتل کې لاس لرل رد کړي، خو ۱۶ کلن تر اوسه خبرې نه‌دي کړي.

د اتریش صدراعظم سیباستیان کورز د سې شنبې په ورځ په یوه وینا کې ژمنه وکړه چې د دې جنایت عاملانو ته به له قانون سره سم سخته جزا ورکړل شي.

ښاغلي کورز وویل: "لازمه ده د هغو پناه غوښتونکو پر وړاندې لا جدي اقدامات وشي چې دا ډول جنايتونه کوي. دا د منلو وړ نه‌ده چې خلک مو هېواد ته راشي، د خوندیتوب غوښتنه وکړي او بیا زموږ په ټولنه کې داسې جنایات ترسره کړي."

د اتریش صدراعظم سیباستیان کورز
د اتریش صدراعظم سیباستیان کورز

ښاغلي کورز وویل، دا استدلال د منلو نه‌دی چې ګنې جګړو دا هلکان له ذهني پلوه ځپلي دي او زیاته‌یې کړه، دا ډول بربریت او وحشت هېڅ راز توجیه نه‌لري.

د اتریش صدراعظم چې اروپا ته د غیر قانوني کډوالو په مسئله کې د سخت دریځ په لرلو مشهور دی، زیاته کړه چې دی به هېڅکله له دې هېواده د هغو افغانانو په ایستلو کې چې دا ډول جنایتونه کوي او د دې ډول کډوالو په اړه د قوانینو د اصلاح په چاره کې ځنډ ونه‌کړي.

XS
SM
MD
LG