د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

ځینې افغان سندرغاړي او موسیقي غږونکي: همکارانو مو د اعصابو تکلیف پیدا کړی


ارشیف: د موسیقۍ یوه اله
ارشیف: د موسیقۍ یوه اله

یو شمېر افغان سندرغاړي او موسیقي غږونکي چې پخوا به یې د خلکو د خوشحالیو په محفلونو کې ګډون کاوه، وايي چې د بد اقتصادي وضعیت له امله ان په عصبي تکلیفونو اخته شوي دي.

يو افغان سندرغاړی چې کابل کې ژوند کوي او نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وايي: "زړه مو نور له ژونده تور دی. همکارانو مو ان د اعصابو تکلیف پیدا کړی، یو له بل بدتر یو. زموږ کار او ډوډۍ یې واخیسته. وضعیت به مو خامخا خراب وي."

نوموړی وایي، له پنځلسو کلونو راهیسې چې سروکار یې له موسیقۍ سره دی، له همدې لارې یې خپلو ماشومانو ته یوه مړی حلاله روزي ګټله.

د موسیقۍ یوه اله
د موسیقۍ یوه اله

ياد سندرغاړی وايي: "فعلاً ټول بې‌کاره یو، کاروبار نه‌شته، هر کار ته چې ولاړو زیان مو وکړ، څو چې نوي کار کې بلدېږو ډېر وخت غواړي. زړه مو نور له ژونده تور دی. هغه وخت ښه وه، د کور خرڅ و شیان کېدل، د میاشتې ۳۰ زره شاوخوا کېدلې. زړه مو ډېر بد دی، وضعیتونه مو ډېر خراب دي. زموږ کار او دوډۍ یې واخیسته نو چې له چا کار او ډودۍ واخیستل شي خامخا به خراب وي."

دی وایي، یوازې د سندرغاړو نه د موسیقۍ غږونکو هم ورته حال دی.

يو تن هارمونیه غږونکی چې د کابل اوسېدونکی دی او نه‌غواړي د ورته ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې پلار او ورورنه یې هم موسیقي غږوله، خو اوس د کور ۱۲ غړي ټول په کور وزګاره ناست دي.

دی وايي: "د سندرغاړو ستونزې ډېرې دي، دا دوکاله کېږي، سندرغاړو چې کور کې څه درلودل ټول یې خرڅ یې کړل، څوک پېرکي خرڅوي، څوک کراچۍ چلوي، زه خپله اوس بې‌کاره یم، یو زه نه ټول د افغانستان سندرغاړي. اوس چې هر کار ته مخه کوم، نه کېږي. کراچۍ مې واخیستله، الوګان مې خرڅول."

طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته د خوشحالیو په محفلونو کې په حضوري ډول د موسیقۍ په خپرولو بندیز ولګاوه.

ښځو به خپلې خوښۍ د ثبت شویو پخوانیو سندرو او موسیقۍ په غږولو نمانځلې، خو د طالبانو حکومت د امر بالعمروف او نهی عن المنکر وزارت همدا تېره اوونۍ په یو نوي اقدام کې په دې کار هم بندیز ولګاوه.

ډېری افغان سندغاړی او موسیقي غږونکي پر دوی د طالبانو حکومت د محدودیتونو له امله له افغانستان وتي دي.

د طالبانو حکومت د امر بالعمروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو حکومت د امر بالعمروف او نهی عن المنکر وزارت

میرویس نجرابي هغه سندغاړی دی چې د راډیوګانو او تلوېزیونونو له لارې به هم خلکو اورېدلی وي، وايي چې د طالبانو د تر واکمنۍ لاندې یې نور نه‌ شوای کولای افغانستان کې ژوند وکړي نو پاکستان ته کډوال شو.

نوموړی وايي: "یوازېنی دلیل چې زه له افغانستان څخه پاکستان ته کډوال شم، دا و چې ما غوښتل ازاد ژوند وکړم او هغه مینه چې مې له موسیقۍ سره درلوده، غوښتل مې هغه وپالم، دا زما د کلونو ارمان و، نه‌شم کولای په اسانۍ يې له لاسه ورکړم. زما ژوند او هر څه همدا موسیقي ده. نو پاکستان ته راغلم، خو هیله لرم چې له پاکستان څخه خپل مینه‌والو ته موسیقي وړاندې کړم، څو خپل افغاني دود او موسیقي په هر حالت کې وساتلای شو."

میرویس نجرابي
میرویس نجرابي

نظیر لطیف ۲۷ کاله کېږي چې د موسیقي بېلابېلې الې غږوي، په دې برخه کې يې ګڼ شمېر شاګردان هم روزلي، خو وايي اړ شو هېواد پرېږدي او دی هم پاکستان ته کډه شي.

لطيف وايي: "د امارت له راتګ وروسته چې طالبان راغلل، داسې همکاران مې هم شته چې کابل کې کراچۍ چلوي، منتو خرڅوي، ځینو سره چې خبرې کوم وايي، د یوه رومي، کچالو او د پیاز پیسې هم نه‌شو پیدا کولای چې شپې یې وخورو. زه خپله هم اړ شوم پاکستان ته له خپل کورنۍ سره راشم، اوس چې پاکستان کې هم ژوند کوو هغسې ژوند نه‌دی، فقط د دې لپاره چې ماغزه مو ارامه وي، کډوال شو."

د طالبانو حکومت نه یوازې د خوشحالۍ په محفلونو کې بلکې د رسنیو له لارې او ان په ښاري موټرونو کې هم د موسیقۍ په خپرولو بندیز لګولی دی.

طالب ویاندویانو په وار وار ویلي، چې موسیقي حرام ده.

د دوی د بیا ځلي واکمنۍ په لومړیو کې په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې په کې لیدل کېدل وسله‌وال کسان د موسیقۍ الې ماتوي او اور ور اچوي، خو د دوی ویاندویانو هغه مهال په دې اړه چې ایا دا کار طالبانو کړی که نه، ازادي راډیو ته ځواب نه و ورکړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG