د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

​​​​​​​ښاپېرۍ نغمې د افغان نجونو په ملاتړ يوه بله سندره ويلې


سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه، ارشيف
سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه، ارشيف

سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه په افغانستان د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو د لرې کولو په تړاو له یوې نوې سندرې سره.

ښاپېرۍ نغمه وايي، د افغان نجونو د حقونو په ننګه به خپل غږ وچتوي، که د شعر له لارې وي، د سندرې له لارې او یا بلې هر ډول مبارزې له لارې.

نوموړې وايي: "دا موضوع موږ ‌ډېر ځوروي چې زموږ د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلی شوې دي، نو زه هم دوی سره همغږې یمه، دا خپل اواز به ورته وچتوو، هغه که د شعر له لارې وي، که د سندرې له لارې وي، که د هر قسم مبارزې له لارې وي."

نغمه وايي، په دې توګه غواړي، تر نړیوالو خپل غږ ورسوي، چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د غوښتلو په برخه کې له دوی سره همغږې شي.

نوموړې له طالب چاروکو هم غواړي چې پر افغان نجونو او ښځو ټول لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

د نغمې لومړنۍ سندره چې نږدې درې میاشتې مخکې یې د افغان نجونو او ښځو د حقونو په ننګه وویله، بې موزیکه وه، خو دا سندره یې له موسیقۍ سره ویلې ده.

نوموړې د خپلې دې نوې سندرې په اړه وايي: "موسیقي یې په پېښور کې شوې، کمپوز د ماسټر علي حیدر او شعر د هارون حکیمي دی، ان شالله چې زما دا درد او د شاعر درد دغه ټولو دردونه سره یو ځای شي، او د دغه خلکو په زړونو کې یوه داسې عاطفه پیدا کړي، چا چې زموږ د نجونو مکتبونه تړلي دي."

نغمې د افغان نجونو او ښځو د حقونو په ننګه خپله لومړنۍ سندره ځکه بې موزیکه ویلې وه، چې د دې په خبره، طالب چارواکي یې واوري او پر دوی لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

خو له دې سره سره چې بیاځلي له طالبانو ورته غوښتنه مطرح کوي، داسې ښکاري چې له دوی دې ناهیلې شوې وې، نو ځکه له نړیوالو هم د ملاتړ او همغږۍ غوښتنه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG