د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

'زما وطن يادېږي'؛ وطن پسې خپګان ته ويل شوې سندره څنګه جوړه شوه؟


افغان سندرغاړی ميرخان مقری
افغان سندرغاړی ميرخان مقری

وطن پسې د خپګان او د افغانستان اوسني وضعیت ته د یو شمېر افغان سندغاړو له‌خوا د سندرو ویلو په دوام، تازه ځوان سندغاړي میرخان مقري هم 'زما وطن یادېږي' په نوم یوه سندره ویلې ده.

دا سندره چې افغانستان پسې خپګان ته ويل شوې، يوه برخه يې په دې ډول ده:

زما وطن یادېږي.

زما کابل یاد شوی.

میرخان مقری چې دا سندره يې ويلي، وايي د محبوب شاه محبوب دې شعر ته یې په فېس بوک کې ورپام شو، خوښ یې شو، خو په خبره یې د سندرې کولو لپاره په‌کې ځینو بدلونونو ته اړتیا وه، همغه و چې په ټليفون یې ورسره اړیکه وکړه او د سندرې په جوړولو کار پیل شو.

له دې خوا ما ورته کمپوز جوړاوه او ژړل مې

خو ښاغلی مقری وايي، دا کار له اوښکو او ژړا سره مل و.

نوموړی وايي: "د ټليفون یو خوا زه ناست وم د ګیتار سره او ها خوا استاد محبوب ناست و خپل موبایل ورسره و، له دې خوا ما ورته کمپوز جوړاوه او ژړل مې او له هغه خوانه هغه راته شعر جوړاوه او په کړيکو یې ژړل."

میرخان مقری د افغانستان د پېژندل شوي سندرغاړي ارواښاد عبدالله مقري زوی دی.

د میرخان پلار هم وطن سره د مینې ډېرې سندرې ویلي دي.

د میرخان مقري د دې تازه ویل شوې سندرې شاعر، محبوب شاه محبوب د خپل دې شعر په اړه ازادي راډیو ته وویل: "شپه وه، زه ویده وم او په خوب کې مې وطن لیده، کابل ښار مې لیده، خو چې کله له خوبه راویښ شوم زما زړه یو رقم وران شو او ښه شېبه زما له پښو او لاسونو ساه وتلې وه، همدغه درد راسره و نو ومې لیکه، چې زما وطن یادېږي، زما کابل یاد شوی."

محبوب شاه محبوب مخکې د کابل پوهنتون په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې استاد و، چې اوس له هېواد بهر اوسېږي.

محبوب شاه محبوب
محبوب شاه محبوب

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو او له دغه هېواده د ډېری افغانانو په وتلو سره، چې په ډېر شمېر سره شاعران او سندغاړي هم په‌کې شامل دي، هېواد پسې د خپګان او د افغانستان روان وضعیت ته یو شمېر سندرې ویل شوي، چې د موسیقۍ مینه‌والو خوښې کړې دي.

طالبانو په افغانستان کې د نورو محدودیتونو تر څنګ په موسیقۍ هم بندیز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG