د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د افغانستان دننه او بهر د هنرمندانو ناوړه وضعیت اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: په افغانستان کې د یوه سندرغاړي له پروګرام څخه انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوه سندرغاړي له پروګرام څخه انځور

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وایي، پر افغان هنرمندانو او موسیقۍ راغلې غمیزې ته نړیوالې ټولنې لازم پام نه دی کړی.

ځینې افغان سندرغاړي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلي، په ګاوڼډیو هېوادونو کې له نامعلوم برخلیکه شکایت کوي.

افغان سندرغاړی ګودر ځاځی په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر د هنرمندانو ستونزو ته په اشارې سره وایي چې د هنرمندانو ناوړه وضعیت د افغانستان د موسیقۍ پر ودې سیوری غوړولی دی.

ځاځي وویل: "لا هم ډېر شمېر هنرمندان په افغانستان کې دي. په افغانستان کې د دوی پاتې کېدل لامل شوی چې موږ د خپل مسوولیت په ترسره کولو کې پاتې راشو، ځکه زموږ همکاران له موږ سره نه شته او هغه کسان چې په درېیم هېواد کې دي او خپل د کډوالۍ بهیر مخته وړي، له ګڼو اقتصادي، امنیتي او قانوني ستونزو سره مخ دي. "

بل افغان سندرغاړی ویاند هنرجو چې له یو کال راهیسې په پاکستان کې دی، وایي، هرې ادارې ته چې مراجعه کوي، ستونزو ته یې رسېدنه نه کوي.

هنرجو وویل: "افغان هنرمندان داسې ستونزمنې ورځې تېروي چې ان فکر یې هم نه کېده. یو کال او اتلس ورځې کېږي چې زه اسلام اباد ته راغلی یم، د یو این ایچ سي آر ادارې په ګډون ټولو اړوند ادارو ته ورغلم، خو هنرمندانو ته هېڅ پام نه کېږي. موږ ټول ډېر بې چاره شوي یوو."

د افغانستان یو محلي سندرغاړی موسی شاهین چې د طالبانو له بنده تازه خوشې شوی دی.
د افغانستان یو محلي سندرغاړی موسی شاهین چې د طالبانو له بنده تازه خوشې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وایي، پر افغان سندرغاړو او موسیقۍ غږونکو راغلې غمیزې ته په نړیواله کچه پام نه دی شوی.

دې شبکې د دوشنبې په ورځ 'له موسیقۍ لرې زړونه؛ د تبعید په لور د افغان موسیقي غږونکو تګ' په نوم د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د شته افغان هنرمندانو او موسیقۍ غږونکو وزګار پاتې کېدو او له افغانستانه بهر د دوی ستونزو ته اشاره کړې.

په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ میلادی کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو په بیا ځلي رسېدو سره نور نو افغان موسیقۍ غږونکو ته کار او د اوسېدو ځای نه شته، یو شمېر دوی له افغانستانه وتلي او ځینې نور هم چې په دغه هېواد کې پاتې دي، د داسې فرصت په لټه کې دي چې له هېواده ووځي.

د دې راپور پر بنسټ، هغه سازمانونه چې له افغانستانه د هنرمندانو او موسیقۍ غږونکو د ایستلو او له دوی د اقتصادي ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، د دوی د ملاتړ لپاره د بودیجې د راټلولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په راپور کې راغلي چې طالبانو د موسیقۍ له پلوه افغانستان په یوه خاموشه هېواد بدل کړی او ادعا یې کړې چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په واټونو، له تلوېزیوني شبکو او راډیوګانو او د ودونو په تالارونو کې د موسیقۍ غږول بند کړي دي.

په راپور کې راغلي که څه هم طالبانو د موسیقۍ په اړه خپل دریځ په روښانه ټکو نه دی څرګند کړی، خو د موسیقی بندیز په غیر رسمي ډول پلی شوی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو اوسمهال د افغانستان له رسنیو کې د موسیقۍ خپرېدل منع دي او موده مخکې په بدخشان ولایت کې د صدای بانو په نوم د یوې راډیو نشرات د موسیقۍ د خپرولو له امله د څه مودې لپاره بند کړل شوي وو.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په دې راپور کې په پرتګال هېواد کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټوټ مېشتېدو ته اشاره شوې او راغلي چې د موسیقۍ یو شمېر استادان، هنرمندان او زده کونکي هڅه کوي چې د افغانستان د موسیقۍ د پایښت لپاره په دې انسټېټوټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG