د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د مېرمن قمر ګلې مړينه؛ د هنر مينه‌وال: افغان هنرمندان په ژوندوني نه ستايل کېږي


مېرمن قمرګل د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي.
مېرمن قمرګل د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي.

په تېرو درې ورځو کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړل ډول د فېس بوک ډېری کارونکو د مېرمن قمرګلې مرګ د افغاني موسیقۍ لپاره یو ستره ضایعه وبلله او خواشیني یې پرې وښوده.

افغان شاعرې او خبریالې مرسل احمدزۍ په خپله فېس بوک پاڼه لیکلي: "له تېر یو کال بیماره سندرغاړې هغه وخت رسنیو او خلکو ته یې ورپه زړه شوه، چې مړه شوه.
دغه مینه چې اوس د هغې په وفات څرګندېږي که په ژوندوني یې لیدلې وای د بیمار زړه تسلي به یې پرې شوې وای. خو موږ مرده پرستان ژوندي په روغ زړه چېرې پرېږدو."

"له تېر یو کال بیماره سندرغاړې هغه وخت رسنیو او خلکو ته یې ورپه زړه شوه

د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل هم په خپله فېس بوک پاڼې ورته موضوع ته اشاره کړې.

ښاغلي میاخېل لیکلي: "قمرګله دې خدای وبخښي پس له مرګ په ټولو ډېره ګرانه شوه.
افغانان همېشه د مړو په ستاینه کې مېړني دي، په مړو کې یې خراب او په ژوندیو کې ښه نه‌شته."

ښاغلي میاخېل د یو شمېر نورو پخوانیو افغان هنرمندانو نومونه هم اخیستي دي، چې د ده په باور په ژوندوني نه‌دي نمانځل شوي.

خو د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال هارون حکیمي بیا په خپله فېس بوک د نوموړي په مړینه د خواشینۍ په څرګندولو سره لیکلي: "لومړۍ غمیزه خو دا ده، چې زموږ د هویت استازې څېرې په پردیسۍ کې مري، دوهمه غمیزه دا ده، چې زموږ د هنرمندانو قدر نه زموږ وروستیو حکومتونو وکړ او نه هم خلکو او ماته شخصي او درېیمه غمیزه دا ده، چې موږ یې د ستاینې هڅه وکړه، خو مراسمو ته یې لا څلور ورځې پاتې وې، چې حکومت مو وپرځېد او ډېرې هیلې مو نمېګړې پاتې شوې."

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې هم په دې اړه انتقادونه شوي، چې افغانان په ژوندني د خپلو مشاهیرو قدر نه‌کوي، خو له مرګ ورسته یې بیا یادوي او په ویر یې نه ستړي کېږي.

هارون باچا: موږ د قمرګلې له سندرو الهام اخیستی دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

د یادونې ده، چې مخکې به به بېلابېلو برخو کې د مشهور څېرو تر مرګ ورسته که هغوی به په بهر کې هم مړه شول، په خپل هېواد کې به یې په یاد غوندې جوړېدې او د کارونو ستاینه به یې کېده.

خو د افغانستان مشهوره سندرغاړې قمرګله بیا داسې مهال په جلا وطنۍ کې مړه شوه، چې تر مرګ ورسته هم په خپله وطن یاده نه شوه، نه یې چا دعا واخیسته نه یې نمانځ‌غونډه جوړه شوه.

ځکه له تېرو نږدې شپاړسو میاشتو په دغه هېواد طالبان واکمن دي او په موسیقۍ یې بندیز لګولی، چې له امله یې ډېری سندغاړي، موسیقی غږوونکي او فرهنګي فعالان له افغانستان وتي دي.

XS
SM
MD
LG