د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

یونان کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ د ۷۸ افغانانو او پاکستانیانو مړینه تایید شوه


ارشیف: د یونان سواحلو کې د کډوالو کښتۍ
ارشیف: د یونان سواحلو کې د کډوالو کښتۍ

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت مني چې د یونان په اوبو کې په ډوبه شوې کښتۍ کې د نورو هېوادونو د اتباعو ترځنګ افغانان هم مړه شوي دي.

له شپږ ورځني ځنډ وروسته د یونان په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د افغانانو مړینه تایید شوه.

په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت د کونسلي چارو مسوول احمد خالد اکبر د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه کې افغانان مړه دي، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

نوموړي وویل: "کوم معلومات چې موږ تر لاسه کړي دي په دې کښتۍ کې لږ افغانان و، د دې لپاره چې دغه کښتۍ له مصر نه راغلې وه، تونسیان په کې ډېر و او افغانان هم په کې شته. د دې معلومول چې په دې کښتۍ څومره افغانانو و او څومره مړي دي یو میاشت وخت غواړي. په دغه کښتيو کې چې کسان وي دوی سره پاسپورټ او یا تذکرې نه وې شاید وي، خو ډېر کم."

اکبر وايي، دا وخت ته اړتیا لري چې په دې پېښه کې د افغانانو کره شمېره معلومه شي.

په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت
په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت

له دې سره خوا کې بیا په همدغه هېواد کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی د معلوماتو له مخې د یونان په اوبو کې د ډوبۍ شوې کښتۍ په پېښه کې ۷۸ افغانان او پاکستانیان مړه شوي دي.

دغه سفارت د دوشنبې ورځې ناوخته په خپره کړې اعلامیه کې هم د مړه شویو افغانانو شمېر نه دی وړاندې کړی.

په اعلامیه کې سفارت له اروپايي ټولنې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ، دولتي او نادولتي ادارو څخه غوښتي چې په افغانستان کې له بې وزلۍ او جګړې څخه د وتلو افغانانو لپاره د بشري دهلېز له لارې د خوندي لارو د پیدا کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

ها خوا بیا په یونان کې د افغانستان سفارت په شوې پېښه کې د افغانانو د مړینې په اړه ورکړل شوي معلومات نه تایید وي.

په دغه سفارت کې یوې ډيپلوماټيکې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د دوی د معلوماتو له مخې تر اوسه د یادې پېښې نه د هېڅ یو افغان د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.

دغه سرچینه وايي، له دې وړاندې د ورته پېښو وروسته به د یونان د کډوالو چارو وزارت، د قرباني کسانو کورنۍ او همدا راز هغه کمپنۍ چې مړي انتقالوي له دوی سره په اړیکه کې کېدل، خو د دې پېښې وروسته دوی تر دا مهاله هېڅ داسې څه نه دي ترلاسه کړي.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د یونان 'پېلوپونیز' سواحیلي سیمې په ۷۵ کیلومترۍ کې یوه کښتۍ چې له ۴۰۰ نه تر ۷۵۰ پورې کسان په کې سپاره وو، ډوبه شوې.

په دې پېښه کې تر دا مهاله د راپورونو له مخې ۱۰۴ کسه ژغورل شوي، خو یو شمېر پاکستاني رسنیو بیا راپور ورکړی چې په دې کښتۍ کې شاخوا ۲۰۰ پاکستانیان سپاره وو، چې ۱۲ یې ژغورل شوي.

داسې راپورنه هم ورکړل شوي چې د بېړۍ له ډوبېدو وروسته ممکن سلګونه کسان تري تم وي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۶ مه د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې د افغانانو په ګډون ۱۸۰ کسان په کې سپاره وو او غوښتل یې په ناقانونه توګه د ترکیې له ازمیر څخه ایټالیا ته ځان ورسوي، د ایټالیا په اوبو کې ډوبه شوه.

د تېرې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د ایټالیا سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ ټوټې. په دې پېښه کې لسګونه افغان کډوال مړه شوي وو. February 26, 2023
د تېرې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د ایټالیا سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ ټوټې. په دې پېښه کې لسګونه افغان کډوال مړه شوي وو. February 26, 2023

هغه مهال په ایټالیا کې د افغانستان سفارت ویلي وو چې په دغه ډوبه شوې کښتۍ ۹۱ افغانان مړه شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG