د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د اوبو لانجه؛ ایران د حقابې د ترلاسه کولو لپاره د فشار راوړلو په لټه کې دی


د هلمند سیند یوه څنډه
د هلمند سیند یوه څنډه

ایراني چارواکي د هلمند له سینده د حقابې د ترلاسه کولو په خاطر پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د غیر ډیپلوماتیکو لارو د کارولو په لټه کې دي.

د ایران د پارلمان یا اسلامي شورا مجلس د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمېسیون غړي او په کابل کې د ایران پخواني سفیر فداحسین مالکي ویلي، د ایران د ملي امنیت عالي شورا له ډیپلوماسۍ پرته داسې لارې لټوي چې په مټ یې له هلمند سینده د ایران حقابه پرې ترلاسه شي.

هغه ویلي، په تهران کې د طالبانو د سفارت تړل یا له طالبانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کمول هغه انتخابونه دي چې د ملي امنیت عالي شورا د یوې کمېټې تر غور لاندې دي.

په تهران کې د افغانستان سفارت چې دا مهال د طالبانو په کنټرول کې دی.
په تهران کې د افغانستان سفارت چې دا مهال د طالبانو په کنټرول کې دی.

مالکي په دې اړه د عصر ایران له خبري اژانس سره په مرکه کې چې یکشنبه خپره شوې دا څرګندونې کړي.

فدا حسین مالکي چې د ایران په پارلمان کې د زاهدان استازی دی ویلي چې د سیستان او بلوچستان خلک د اوبو د نشتوالي په سبب له خورا بد حالت سره مخ دي او خلک له خپلو کلیو څخه کډې باروي.

د هلمند سیند چې بلاخره د ایران د سیاستان او بلوچستان په هامون تالاب ورګډېږي له کلونو راهیسې د ایران او افغانستان د حکومتونو تر منځ د کړکېچ په اصلي ټکي اوښتی.

ایراني چارواکي ادعا لري چې افغانستان د هلمند معاهدې په اساس د کال ۸۵۰ میلیون متر مکعبه حقابه باید ایران ته ورکړي.

د هلمند په معاهده کې بیا دا اندازه اوبه په عادي او آبي کال کې یاد شوي، خو نورو شرایطو کې د اوبو کچې ته په کتو د اوبو د پرېښودو خبره یاده شوې ده.

اخوا د ایران د پارلمان یوه بل غړي او د کرنې او اوبو لګولو د کمېسیون ویاند علیرضا نظري هم تایید کړې چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا په امنیتي، اقتصادي او سیاسي حوزو کې په شته امکاناتو غور کوي چې په مټ یې د ده په خبره د سیستان او بلوچستان ستونزه هواره کړي.

د ایران د پارلمان غړي علیرضا نظري زیاته کړې چې د ایران د اوبو او برښنا او بهرنیو چارو وزارتونو له مرستیالانو سره د کمېسیون په ناسته کې له هلمند سینده د ایران د حقابې پر مسئلې بحث شوی دی.

نظري چې له مهر نیمه دولتي اژانس سره یکشنبه غږېدلی نیوکه کړې چې د طالبانو چارواکو له شفاهي ژمنو سره سره د ایران حقابه نه ده تامین کړې.

د طالبانو حکومت تازه د ایران د دې څرګندونو او د غیر ډیپلوماتیکو لارو یا فشارونو د کارولو په خبرو څه تبصره نه ده کړې خو مخکې یې ویلي وو چې ایراني چارواکي باید د حقابې په مسئله کې له فشار او زوره کار نه اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د هلمند له سینده د ایران د حقابې په اړه په یوه کنفرانس کې ویلي وو چې افغانستان سختې وچکالۍ ځپلی او د هلمند په کجکي کې کافي اوبه نشته چې تر سیستان او بلوچستان ورسېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

د جمهوري نظام پر مهال د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر او د اوبو د مدیریت کارپوه خان محمد تکل په یوه مقاله کې چې په خپله فېسبوک یې خپره کړې انتقاد کړی چې ایراني چارواکي د هلمند د حقابې په اړه د ده په خبره خشنه او ګواښوونکې لهجه کاروي او طالبان یې کلک ځواب نه وايي.

هغه ویلي: "لومړی باید ایران ته اوبه د اندازه ګیرۍ په اساس خوشې شي. دویم د هلمند سیند چپ اړخ ته پر پوله د ایران لخوا په سلګونه واټر پمپونه د معاهدې خلاف نصب شوي چې په کال کې په سلګونه میلیونه متر مکعب اوبه باسي دغه واټر پمپونه باید له مینځه ولاړ شي او دریم هغه نقطې معلومې شي چې په کومو کې ایران ته اوبه ورکول کېږي."

که څه هم رسماً د ایران د بهرنیو یا کورنیو چارو وزارتونو له غیرډیپلوماتيکو لارو پر طالبانو د فشار راوړلو په مسئله باندې تبصره نه ده کړې، خو په تېرو کلونو کې په ورته شرایطو کې ایراني چارواکو په افغان کډوالو باندې محدودیتونه زیات کړي.

د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر جواد ظریف پر کډوالو د محدودیتونو زیاتول یو له انتخابونو یاد کړی وو چې ایران یې په لاس کې لري.

د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جواد ظریف

د تازه راپورونو په اساس د ایران د کورنیو چارو وزارت په ځینو ښارونو له هغې ډلې کرمانشاه کې د افغان کډوالو د هستوګنې او په کارونو کې د هغوی په ګمارنې بندیز لګولی دی.

د ایران مهر اژانس سره په خبرو کې د کرمانشاه د کډوالو او بهرنیو اتباعو د ادارې مشر حمزه سلیماني ویلي چې د کورنیو چارو وزارت د امر په اساس په کرمانشاه کې د افغان کډوالو هستوګنه او کار منع شوی دی.

هغه ویلي، د وزارت د امر له مخې له ټولو اړوندو ادارو غوښتل شوي چې د کرنې، کار،سوداګرۍ، کانونو او صنعت ادارو ته امر شوی چې د افغان کډوالو شمېرې ورسره شریکې کړي څو پر اساس یې د افغان کډوالو د نیولو لپاره حکم صادره شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG