د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

قمي: د اوبو د اوسنۍ کچې معلومولو لپاره ایرانی پلاوی د کجکي بند ګوري


د کجکي بند یوه څنډه
د کجکي بند یوه څنډه

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سرپرست سفیر وايي، د طالبانو حکومت ورسره منلې چې په کجکي بند کې د اوبو د اوسنۍ کچې د معلومولو لپاره یو تخنیکي ایرانی پلاوی سیمې ته سفر وکړي.

حسن کاظمي قمي چې د ایران دولتي راډیو تلوېزیون سره یې د غبرګولي په ۲۷مه خبرې کولې، دا د حقیقت موندنې په برخه کې یو ښه ګام بللی.

کاظمي قمي وویل، دا پلاوی به تر راتلونکو دوو اوونیو د هلمند سیند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره سیمې ته ولاړ شي.

نوموړي د ایران دولتي راډیو تلوېزیون سره خبرو کې ویلي: "ما وړاندې په خپلو خبرو کې د یوې میاشتې یادونه کړې وه چې اوس یې ۱۵ ورځې تېرې شوي."

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سرپرست سفیر حسن کاظمي قُمي
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سرپرست سفیر حسن کاظمي قُمي

حسن کاظمي قمي د غويي په ۳۰مه د طالبانو حکومت ته یوه میاشت مهلت ورکړی و چې د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو په اړه شوي تړون ته ژمن پاتې شي او اوبه ورته زیاتې کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ژمنې سره سره افغانستان ته د دې ایراني پلاوي د تلو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې په ځلونو ویلي چې ایران ته اوبه د شوي قرارداد پر بنسټ روانې دي، خو د پرله‌پسې وچکالیو له امله اوبه کمې شوې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي په خپله مرکه کې د تېر په پرتله د کړکېچ د کمېدو خبره هم کړې او زیاتوي، د طالبانو د حکومت سره د هلمند د سیند اوبو د حقابې په اړه خبرې ښې روانې دي.

حسن کاظمي قمي په خپلو خبرو کې د کمال خان بند ته هم اشاره کړې چې د ده له قوله، ایران ته یې د سېلاب د ورتلونکو اوبو مخه بل لور ته اړولې، هغه چې د ده له قوله، په سیستان او بلوچستان کې یې وچکالي زیاته کړې ده.

هغه په ایران او افغانستان کې وروستۍ طبیعي وچکالۍ ته هم اشاره کړې او په مشترک ډول یې د ستونزې د حل لپاره د یوې حل‌لارې په جوړېدو ټینګار کړی دی.

هاخوا د اوبو د مدیریت یو شمېر متخصصان وايي، داسې مهال چې په کجکې بند کې د اوبو د معلومولو اله شته او تودوخې په ټولې نړۍ هم اغېز کړی، نو د ایراني پلاوي له‌خوا د اوبو د کچې د معلومېدو اړتیا نه‌شته.

شنونکی انجنیر زیارمل افغان وايي: "لږ تر لږه نړیوالې تودوخې په ټولې نړۍ کې اوبه کمې کړي او هر ځل د دې اوبو د ارزیابۍ اړتیا نه‌شته. دلته یو تړون شته او باید هغې ته مراجعه وشي."

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د ایران د ولسمشر په ګډون بېلابېلو چارواکو په تُنده لهجه له افغانستانه د زیاتو اوبو غوښتنه کړې او د دې غوښتنې د نه عملي کېدو له امله یې د بدو پایلو خبرداری هم ورکړی دی.

“افغان واکمنانو” ته د ایران د ولسمشر “خبرداری”
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

د طالبانو حکومت بیا د ایران د ولسمشر په ګډون د ډېرو ایراني چارواکو څرګندونې غیرمسوولانه بللي او د وضعیت د ترینګلتیا پړه یې پر مقابل لوري اچولې.

افغانستان او ایران د هلمند د اوبو په اړه په ۱۳۵۱ کال کې د پخواني صدراعظم محمد موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړې چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون مټر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

خو د طالبانو په ګډون، د جمهوري نظام پر مهال افغان چارواکو د اوبو د برخې کارپوهان وايي، د هوکړې له وخته تر ننه د دې اوبو زیاتې ایران ته تللي، خو ایرانی لوري قناعت نه‌دی کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG