د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

ايران: طالبانو د حقابې مسئلې څېړلو لپاره د ګډې کمېټې جوړېدو ته چمتووالی ښودلی


د هلمند سیند
د هلمند سیند

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د حقابې مسئلې د څېړلو لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو لپاره چمتوالی ښودلی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د دوشنبې ورځې ناوخته یوې ایراني رسنۍ ایلنا ته ویلي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې، چې یوه ګډه کمېټه دې په کجکي بند کې د اوبو د اوسنۍ کچې د معلومولو لپاره خپلې څېړنې وکړي.

وحیدي ویلي، دغه کمېټه به د دواړو هېوادونو له هغه کمیسارانو نه جوړېږي چې د اوبو په هوکړه کې یې یادونه شوې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

د هغه په خبره، اوس د افغانستان او ایران ترمنځ په پوله ستونزه نه شته، خو دوی نه غواړي چې تېرې تجربې بیا تکرار شي.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې سرپرست سفیر حسن کاظمي قُمي ویلي وو، د طالبانو حکومت ورسره منلې چې په کجکي بند کې د اوبو د اوسنۍ کچې د معلومولو لپاره یو تخنیکي ایرانی پلاوی سیمې ته سفر وکړي.

نوموړي چې د ایران دولتي راډیو تلوېزیون سره یې د غبرګولي په ۲۷مه خبرې کولې، دا یو ښه ګام یاد کړی.

کاظمي قُمي هغه مهال ویلي وو، دا پلاوی به تر راتلونکو دوو اوونیو د هلمند سیند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره سیمې ته ولاړ شي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت تازه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې رسنیو ته ویلي وو، چې په معاهده کې د حقابې په تړاو ټول اړخونه روښانه دي او پلاوي ته تر ډېره اړتیا نه لیدل کېږي.

له بلې خوا بیا د اوبو د چارو یو شمېر کتونکي د ایران دغه اقدام د شوې معاهدې خلاف عمل بولي.

نجیب الله سدید ازادي راډیو ته وویل، د دواړو خواو کمیساران د اړتیا او نه قناعت په صورت کې له سیمې کتنه کولای شي، خو ایران اوس دغه مسئله د معاهدې خلاف او سیاسي کړې.

نوموړی وايي: "د ۱۳۵۱ کال معاهدې د پنځمې مادې په اساس هلته داسې ذکر شوي چې که د افغانستان کمیسار د ایران کمیسار ته د اوبو د اندازې ارقام وړاندې کړي او د هغوی د منلو وړ نه وي، په داسې وخت بیا یوازې کمیسار او مرستیال کولای شي د دهراود له سټېشن څخه لیدنه وکړي، د دې لپاره چې کمیسار تخصصي کس دی، خو دلته موږ ګورو هغه کسان چې له ایران نه راځي په ترکیب کې یې سیاسي خلک دي او دا په معاهده کې ځای نه لري، د معاهده خلاف بل کار دا دی چې دوی د کجکي له بنده لیدنه کوي حال دا چې هغه دهراود دی."

د کجکي بند یوه څنډه
د کجکي بند یوه څنډه

افغانستان او ایران د هلمند د اوبو په اړه په ۱۳۵۱ کال کې د پخواني صدراعظم محمد موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړې چې له مخې یې افغانستان باید هر کال ۸۱۷ میلیون مټر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

خو د طالبانو حکومت په ګډون، د جمهوري نظام پر مهال افغان چارواکو د اوبو د برخې کار پوهان وايي، د هوکړې له وخته تر ننه د دې اوبو زیاته برخه ایران ته تللې، خو ایرانی لوري قناعت نه‌دی کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG