د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

له انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ احمد: ورور مې د ایران او ترکیې په لاره لادرکه شو


ایران ته په ناقانونه توګه اوښتي یو شمېر افغان کډوال - تصویر له ارشیف څخه
ایران ته په ناقانونه توګه اوښتي یو شمېر افغان کډوال - تصویر له ارشیف څخه

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، د امنیتي دلایلو، بیکارۍ او بۍ وزلۍ د زیاتوالي له امله د افغانانو ناقانونه کډوالۍ زیاتې شوي، چې ورسره د انساني قاچاق پېښې هم زیاتې شوي.

د یو شمېر خلکو په باور، په هېواد دننه د شرایطو خرابیدو خلک اړ وېستي، چې پر ناقانونه لارو روان او خپل برخلیک قاچاقبرانو ته په لاس ورکړي.

د افغانستان یو تن اوسېدونکي احمد، ازادي راډيو ته وویل چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې یې ۲۴ کلن ورور په ناقانونه توګه د کډوالۍ لاره غوره کړه، خو د ایران او ترکیې په لاره لادرکه شوی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "تر هغه وروسته چې هغه د ایران له پولې د ترکیې په لور وخوځېد، له وروستي کس څخه مو واورېدل، چې ورور مې له پښو پاتې و، په ایران کې مو تعقیب کړ، قاچاقبران سم خبر نه راکوي، د پولې هاخوا په ترکیه کې لاس رسی نلرو، چې د کډوالو له کمپ څخه خبر واخلو، ان له سلامتۍ نه یې احوال نلرو، چې شته که نه."

په همدې حال کې، یوه میرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي او په ناقانونه لاره يې ځان صربیا ته رسولی، ازادي راډیو ته له خپلو خاطرو داسې کیسه کوي.

هغه وایي: "په ځینو پولو کې یې زما کالي لرې ګوزار کړل، زمونږ بيکونه یې واخیستل، پیسې یې واخیستې، د ایران، ترکیې او یونان پولو خپلې ستونزې درلودې، هیڅ نه غواړم به اړه یې خبرې وکړم، د یوه بد خوب او خاطرې په توګه به مې په ژوند کې پاتي شي."

دا په داسې حال کې ده چې نن د جولای ۳۰مه د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.

د انسان قاچاق، انساني تجارت ته ویل کیږي، چې تر ډېره د جنسي غلامۍ، بې وزلۍ او د قاچاق وړونکو یا نورو کسانو لپاره د جنسي سوداګریزې ګټې اخیستنې په موخه ترسره کیږي.

په ورته وخت کې، د قاچاق وړونکو لخوا د شخص په رضایت یا پرته له رضایته، د یو هېواد له پولو څخه تیریدل هم د انساني قاچاق یا غیرقانوني کډوالۍ یوه بڼه ګڼل کیږي.

ترکیې ته په قاچاقي لارو تللې یوه افغانه کورنۍ
ترکیې ته په قاچاقي لارو تللې یوه افغانه کورنۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جون په ۱۵مه د "۲۰۲۳م کال د انساني قاچاق د مخنیوي راپور" کې ویلي چې افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په نوملړ کې شامل دی چې حکومتونه یې د انساني قاچاق، د حکومت تر ملاتړ لاندې د پروګرامونو په قاچاق، د حکومت اړوند چارو او یا په ټولو سکتورونو کې اجباري کار، په دولتي کمپونو کې جنسي ګټه اخیستنه، او د ماشومانو جذب او استخدام کې یو مستند پلان او پالیسي لري.

د دې راپور په غبرګون کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، که څوک په افغانستان کې د انساني قاچاق په جرم ونیول شي، سزا به ورکړل شي.

د هغه په وینا، د افغانستان له پولو بهر انساني قاچاق ترسره کیږي او دا د طالبانو حکومت نه، بلکې د نورو هېوادونو مسوولیت دی.

په دغه راپور کې راغلي وو، چې په افغانستان کې د انساني قاچاق ډېری قربانیان ماشومان دي.

راپور زیاتوي، دغه ماشومان د غالۍ اوبدلو، د خښتو د بټیو، جنسي قاچاق یا بچه بازي، کورني کارونه، د مالونو څرول ، سوالګري، د کوکنارو کښت او حاصل را ټولولو، مالګې استخراج، د نشه يي توکو قاچاق او د وسلو په قاچاق کې کار ته اړ کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د ماشومانو کار زیات شوی او دا هم په ډاګه شوې، چې ۲۵ سلنه ماشومان په کار بوخت دي او هلکان د نجونو په پرتله ډیر د قاچاق قربانیان دي.

په دغه راپور کې زیات شوي، ډیری هغه هلکان چې عمرونه یې د ۱۳ او ۱۸ کلونو ترمنځ وي او بې سرپرسته وي، د خپلو کورنیو له خوا د افغانستان نورو برخو او یا هم له هیواده بهر نورو هیوادونو لکه، ترکیه، ایران او پاکستان ته کډوالیږي، څو د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.

د بلغاریا په یوه ځنګله کې افغان کډوال - ارشیف
د بلغاریا په یوه ځنګله کې افغان کډوال - ارشیف

د طالبانو حکومت د ویاند له مرستیال، بلال کریمي څخه مو، په افغانستان کې د انساني قاچاق د مخنیوي اقداماتو په اړه وپوښتل، خو هغه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د بشري حقونو مدافع، فرشته رامین وايي، د افغانستان وضعیت ته په کتو، حکومتونو ته پکار ده چې د افغانانو لپاره د کډوالۍ قانوني لارې چارې برابرې کړي، څو د ناقانونه کډوالۍ په لاره د انساني قاچاق قرباني نه شي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "دولتونه د افغانستان اوسني شرایطو له کبله باید پولې بندول له مینځه یوسي، او قانوني کډوالۍ ته یوه مناسبه لاره او چاره پیدا کړي، څو خلک له خپلو ستونزو له امله قاچاقبرانو او ناقانونه کډوالۍ ته مخه نه کړي، تر څو مونږ په پولو کې د بشري حقونو د نقضولو شاهدان ونه اوسو."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش، د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې انساني قاچاق له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه سخته سرغړونه ده.

ښاغلي ګوټېرېش د یکشنبې په ورځ، د یوه ټویټ په خپرولو ویلي، چې په نړۍ کې باید هیڅوک د پیر، پلور او استثمار وسیله نه وي.

د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (یو ان ومېن ) د دې ورځې په مناسبت په یوه ټوېټ کې ویلي، چې ښځې د نارینه وو په پرتله، درې چنده د قاچاقبرانو له خوا له سختې فزیکي تاوتریخوالي سره مخ دي.

ملګرو ملتونو د جولای ۳۰مه، د انساني قاچاق پر ضد د نړیوالې ورځې په توګه نومولې، څو د نړۍ په کچه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG