د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

طيب: بهرنيو هېوادونو ته په ناقانونه توګه د افغانانو تګ ډېر شوی


ارشیف: د یونان یوه څنډه کې د افغانانو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو کډوال پلی روان دي.
ارشیف: د یونان یوه څنډه کې د افغانانو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو کډوال پلی روان دي.

په جینیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمې استازی وايي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته بهرنیو هېوادونو ته په ناقانونه توګه د افغانانو تګ ډېر شوی دی.

نوموړی وايي، هغه افغانان چې بهرنیو هېوادونو ته په ناقانونه لارو ځان رسول غواړي د دې سفرونو پر مهال له ناوړه وضعیت سره مخ کېږي او د دې ناقانونه سفرونو په ترڅ کې ان لومړنیو خدماتو ته هم لاسرسی نه‌لري.

په جينیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمې ماموریت سلاکار محب‌الله طیب د سې‌شنبې ورځې ناوخته په خپل ټویټر ولیکل چې نوموړي په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د یوې غونډې پر مهال د هغو افغانانو حالت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکونکي سره شریک کړی چې په ناقانونه لارو بهرنیو هېوادونو ته ځان رسوي.

نوموړی وايي:"ټول معلومات دا ښیي چې د طالبانو له لوري په پوځي زور د افغانستان له بیا نیولو راهیسې ډېر شمېر خلک خپل وطن پرېږدي او کډوالۍ ته مخه کوي، دوی په دې کار سره له جدي ستونزو سره مخ کېږي، دوی خپله کورنۍ او ټول شته تر شا پرېږدي او د یوه ښه او خوندي ژوند په هیله کډوالۍ ته مخه کوي. له بده مرغه چې د دوی دا مزل له خطرونو، تبعیض او ناوړې ګټې اخیستنې سره مل وي."

د طیب په خبره، سره له دې چې دغه افغان کډوال خپل مقصد نه رسېږي، خو د لارو په اوږدو کې له نیولو، شړلو او له خپلو حقونو بې‌برخې کېدو سره مخ کېږي.

ارشیف: په بلغاریا کې یو شمېر کډوال
ارشیف: په بلغاریا کې یو شمېر کډوال

له دې سره خوا کې بیا یو شمېر هغه افغانان چې په ناقانونو لارو بهرنیو هېوادونو ته تللي په لارو کې د سختو ستونزو خبره کوي.

د دوی له ډلې یو هم عالم خان خوږياڼی دی.

نوموړی چې په ۲۰۲۰ کال کې بلجیم ته رسېدلی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، بهرنیو هېوادونو ته په غیر قانوني لارو تګ له خپل ژوند سره لوبې دي.

هغه وايي، ډېری هغه کسان چې په غیر قانوني لارو غواړي ځان اروپايي او یا هم لوېدیځو هېوادونو ته ورسوي د ژوندي پاتې کېدو چانس یې ډېر کم دی.

عالم خان ازادي راډيو ته وويل: "زه خپله ۱۵ ورځې په کرواسیه کې او شاخوا ۴۰ ورځې په ترکیه کې بندې پاتې وم، ډېر وخت چې پیاده روي کوې نو په تا د لوږې فشار زیات راځي، ډېر سخت حالت بیا هغه دی چې پولیس دې زوروي، د ترکیې پولیس او د یونان پولیس ان د مرګ حالت ته دې وهي، داسې دې وهي چې اصلاً رحم درباندې نه کوي."

په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ وړاندې هم له افغانستان نه بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو تګ په غیر قانوني ډول کېده او دغه لړۍ هغه مهال هم روانه وه، خو د ۲۰۲۱ کال کې د اکسټ له پنځلسمې وروسته د کډوالو په برخه کې د نړيوالو سازمانو د راپورنو له مخې، د دغه وضیعت ګراف لوړ او ډېری افغانانو په غیر قانوني لارو افغانستان پرېښود.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه په ټوله نړۍ کې ۹.۲ میلیونه افغانان په جبري توګه بې‌ځایه شوي چې له دې شمېر یوازې ۸.۵ میلیونه یې په اسیا او زیات یې په سوېل لوېدیځ کې دي.

د دغه راپور له مخې، یاده احصاییه د ۲۰۲۱ کال د پای د شمېرو په پرتله ۴۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG