د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

یو شمېر افغان کډوالو پاکستان کې هنري او فرهنګي مرکز جوړ کړی


په پاکستان کې د افغان کډوالو د هنري او فرهنګي مرکز لوګو
په پاکستان کې د افغان کډوالو د هنري او فرهنګي مرکز لوګو

د افغان کډوالو فرهنګي او هنري مرکز درې میاشتې وړاندې د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې جوړ شوی دی.

د دغه مرکز مسولین وايي، ١٥٠ کارکوونکې لري، چې ۸۰ کسه یې ښځې دی،

د دوی په وینا، یاد شوی مرکز د لاسي صنایعو، تیاتر، سینما، د انګریزي ژبې د کورسونو، کمپیوتر او قرانکریم، د ښځو د ظرفیت لوړونې او کورنۍ مشورو په برخه کې په رضاکار ډول همکاري کوي.

د دغه مرکز ریس شاه پور صداقت ازادي راډیو ته وویل، د ياد فرهنګي مرګز په جوړولو سره توانیدلي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغانوکډوالو د روحي او رواني ستونزو یوه برخه را کمه کړي.

نوموړی وایي: "فرهنګیان، سندرغاړي، او ښځې له تېرو دوه کلونو راهیسې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي، ټولو ښه منزلتونه درلودل، ډیرې ښې دندې یې درلودلې، ډیر ښه عاید یې درلود، خو د شته ګواښونه له امله پاکستان ته راغلي دی،او دلته په بد روحي او رواني حالت کې ژوند کوي، اوس موږ احساسوو، هغه تازګي چې دوی پخوا درلوده، ورو ورو ښکاره کیږي، خپل مسلک نورو ته انتقالوي او دوى هم له نورو زده کړه کوي."

د ښاغلي صداقت په خبره، دوی کورنيو ته ځینې تفریحي او د سرګرمۍ پروګرامونه هم لري.

د مرکز د خیاطۍ د کورس یو شمېر زده کوونکې
د مرکز د خیاطۍ د کورس یو شمېر زده کوونکې

د دغه مرکز مسلکي او فرهنګي مرستيالې لیلا همدرد ازادي راډيو ته وویل، په دغه مرکز کې د کورسونو په جوړولو سره توانیدلي هغه ماشومان چې ښوونځي ته نشي تللى ورسره مرسته ورسره وکړي.

آغلې همدرد وویل: "موږ ماشومانو ته د انګریزۍ، کمپیوټر او د قران شریف د زده کړې کورسونه په پام کې نیولي، ماشومان اجازه نه لري چې پاکستاني ښوونځيو ته ولاړ شي، موږ غواړو یو ځای کې یو کوچنى ښوونځی جوړ کړو، څو ماشومان پکې درس ووایي."

د لاسي صنایعو د برخې رضا کارې استادې کاجل احمد یعقوبي ازادي راډیو ته وویل، له دې کار يې موخه د ښځو خودکفا کول دي.

هغه وايي: "زه د لاسي صنایعي د برخې استاده یم، ډیر د خوښي احساس کوم، چې په ګډوالۍ کې د افغانو میرمنو په چوپړ کې یم، څو له دغه حال چې لري وکولای شي ووځي او خود کفا( په ځان بسیا) شي."

د افغان کډوالو د مرکز د لاسي صنایعو یوه بېلګه
د افغان کډوالو د مرکز د لاسي صنایعو یوه بېلګه

د دغه فرهنګي او هنري مرکز يوې زده کوونکې مريم ازاد ي راډیو ته وویل، له دغه فرصت څخه په استفادې سره کولای شي یو کسب زده کړي.

مریم وویل: "موږ د لاسي صنایعو په برخه کې زده کړې وینو، ښه شیان زده کوه، غواړو له دې فرصت استفاده وکړو، او همدا مو مسلګ وګرځي، ځکه غواړم کورنۍ سره مې اقتصادي مرسته وکړم."

د دغه مرکز مسولین وایي، چې د سېنما او خبریالۍ په برخه کې هم یو شمیر انلاین پروګرامونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په زرګونه افغانې کورنۍ پاکستان او ایران ته کدوالې شوې چې وايي له له بېلابېلو ستونزو؛ په ځانګړي ډول اقتصادي او د استوګنې د اسنادو له نشتوالي سره مخ دي.

د دوی په وینا، وخت په وخت له دې امله د پوليسو له خوا ځورول کېږي٠

نن په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو، چې د امریکا متحده ایالاتو د پناه اخېستو قضیې یې لرلې، په پاکستان کې د یوې راټولیدنې پر مهال له ورته ستونزو د شکایت ترڅنګ له امریکا وغوښتل، څو د کډوالۍ قضیې یې ژر مخته یوسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG