د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د پاکستان حکومت: د افغانانو په ګډون ټول ناقانونه کډوال له خپلې خاورې باسو


تصویر له ارشیفه، پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال
تصویر له ارشیفه، پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال

د پاکستان سرپرست حکومت پرېکړه کړې، چې له خپلې خاورې د افغان کډوالو په ګډون ټول غیر قانوني کډوال وباسي.

دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۸ مه په یو خبرې کنفرانس کې وکړه.

نوموړي وویل، چې د دغه پرېکړې پر بنسټ به هغه افغانان چې په پاکستان کې ثبت شوي او د اوسېدو قانوني اسناد لري نه ویستل کیږي.

ښاغلي عباس وویل:

"د کابینې له لوري نوې تایید شوې پالیسې یوازې د افغانانو لپاره نه ده؛ بلکې دا د بېلابېلو هېوادونو د وګړو، چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند کوي د ټولو لپاره ده، د دوی په اړه کابینې پرېکړه کړې چې په دوی کې هر څوک دي باید خپلو خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه شي."

د پاکستان سرپرست صدراعظم، انور الحق کاکړ
د پاکستان سرپرست صدراعظم، انور الحق کاکړ

له دې وړاندې د پاکستان موقت صدراعظم انور الحق کاکړ هم له یوه پاکستاني خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو، چې حکومت یې د غیر قانوني کډوالو د نیولو لپاره اقدامات پیلوي.

که څه هم په رسمي ډول په پاکستان کې د مېشتو غیر قانوني کډوالو دقیق شمېر نه دی معلوم، خو وړاندې تر دې یو شمېر پاکستاني رسنیو د ځینو سرچینو له قوله ویلي وو، چې پاکستان غواړي یو عشاریه یو میلیون افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري له دې هېواده وباسي.

په دې کې هغه افغانان هم راځي چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره یې پاکستان ته پناه وړې، خو په دې هېواد کې یې د اوسېدو د قانوني اسنادو موده پای ته رسېدلې ده.

افغان کډوال د پاکستان د حکومت له دې اعلان سره سخت اندېښمن دي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې میشت افغان کډوال بشیر احمد چې له تېرو پنځلس کلونو راهیسې دې هېواد کې ژوند کوي خو د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، ازادي راډيو ته یې وویل چې پېښور ښار کې یې ځان ته ښه ژوند برابر کړی خو که افغانستان ته استول کیږي باید هر څه له صفره پیل کړي.

نوموړی وایي:

" دا پرېکړه زموږ لپاره ډېره سخته ده، ځکه زما خویندې دلته زده کړې کوي، زموږ دلته ښه کار روزګار جوړ دی، که موږ واستول شوو، زموږ کار روزګار خرابیږي او زموږد خویندو زده کړو نیمګړې پاتې کیږي، اوس مهال په افغانستان کې د ښه ژوند کولو امکانات نشته."

په وروستیو کې د پاکستان د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیول کیدو خبرونه هم زیات شوي - ارشیف
په وروستیو کې د پاکستان د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیول کیدو خبرونه هم زیات شوي - ارشیف

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي په دې هیواد کې په وروستیو کې په افغان کډوالو د ژوند کړۍ تنګه شوې ده.

د دې شورا مشر میر احمد روفي ازادي راډيو ته وویل:

"د پاکستان د تېرې ورځې اعلان چې له مخې یې له یو میلیون زیات افغان کډوال چې غیرقانوني دي له دې هېواده ویستل کیږي. دا که وغواړو که ونه غواړو دلته د مېشتو افغان کډوالو؛ په ځانګړی ډول، ماشومانو او ښځو په روح او روان منفي اثر لري چې دلته اوس مهال زده کړې کوي او نورو هېوادونو ته د تګ په هیله شپې سبا کوي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د دغه تازه پرېکړې په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د تېرې چهارشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له پاکستان څخه وغوښتل، چې افغان کډوالو سره انساني چلند و کړي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د پاکستان دا پلان هغه افغانان زیانمنوي چې په اوس مهال په نړیواله کچه خوندیتوب ته اړتیا لري.

د دې ادارې ویاند قیصر افریدي امریکا غږ ته ویلي، چې دوی به له پاکستانه په دې اړه وضاحت وغواړي.

ایراني چارواکو هم له خپلې خاورې د ناقانونه افغان کډوالو د ویستو د پلان خبر ورکړی
ایراني چارواکو هم له خپلې خاورې د ناقانونه افغان کډوالو د ویستو د پلان خبر ورکړی

ها خوا ایران هم له خپل خاورې د غیر قانوني افغان کډوالو د ویستلو خبره کړې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د چهار شنبې په ورځ په تهران کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی له‌خوا د یوې جوړې شوې کړنلارې له مخې له ایرانه هغه افغان کډوال وباسل شي چې قانوني اسناد نه لري.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان مخکې په خپل یو راپور کې ویلي وو، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې شاوخوا ۳،۶ میلیونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، په دوی کې ۷۰٪ ایران او ۱۸٪ پاکستان او ۱۱٪ ترکیې ته کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG