د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پرېکړې غبرګونونه پارولي


ارشیف: له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډالو د لېږد له بهیره یو انځور
ارشیف: له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډالو د لېږد له بهیره یو انځور

له پاکستانه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ایستلو په پرېکړې په پاکستان کې دننه او بهر ګڼو سازمانونو غبرګونونه ښودلي دي.

د بشري حقونو او کډوالو ځینو سازمانونو یوځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو لړۍ ودروي.

د پاکستان د بشر حقونو کمېسیون د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستلو پرېکړه د نړیوالو بشري حقونو خلاف بللې او د دې پرېکړه د بېرته اخیستلو غوښتنه یې کړې ده.

یاد کمېسیون د چهارشنبې په ورځ ناوخته پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دې ادعا له امله چې افغان کډوال او پناه غوښتونکي له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري، له پاکستان څخه ایستل کېږي، خو د یاد کمېسیون په باور دا ادعا د نه زړه سوي او د ملي امنیت په اړه د یو نیمګړي او محدود نظر ښکارندويي کوي.

ارشیف: په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر په یوه دفتر کې افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر په یوه دفتر کې افغان کډوال

د بخښنې نړیوال سازمان هم د اکټوبر په څلورمه په یوه اعلامیه کې د دې سازمان د سیمه‌ییزې سرپرستې نادیه رحمان له قوله لیکلي چې پاکستان ته تللي افغان کډوال د طالبانو له ځورونو تښتېدلي چې په خبره یې بېرته لېږل به یې هغوی له جدي ننګونو سره مخ کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال فوري ملاتړ ته اړتیا لري او په پاکستان کې د کډوالو په توګه د ثبت پروسې د اسانه کېدو او درېیمو هېوادونو ته یې د ژر لېږد ترڅنګ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې له افغان کډوالو څخه خپل تاریخي ملاتړ ته دوام ورکړي چې هغوی په دې هېواد کې د ایستلو له وېرې پرته په ازاد ډول ژوند وکړي.

د کډوالو نړیوال سازمان هم په یوه اعلامیه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو په ایستلو اندېښنه ښودلې.

دې سازمان ویلي، دا پرېکړه د شاوخوا ۲ میلیونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي چې خپل وطن یې د امنیتي ګواښونو له امله پرېښی.

په پاکستان کې ځینو سیاسي ګوندونو او خوځښتونو هم د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ایستلو پرېکړه له نړیوالو بشري قوانینو څخه سرغړونه بللې ده.

د ملي جمهوري ګوند پر خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د کلونو کلونو مداخلو او جګړو ته له لمن وهلو وروسته د پاکستاني حکومت وروستی اقدام د غندنې وړ دی.

د دې ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم ویلي چې د پاکستاني حکومت د پرېکړې خلاف درېږي او په افغانانو ظلم نه زغمي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

د طالبان حکومت بېلابېلو چارواکو هم د افغان کډوالو ایستلو پرېکړه غندلې ده.

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد نن په کابل کې د پولیسو اکاډمۍ د ۱۴مې دورې د محصلانو په فراغت غونډه کې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غیر عادله وبلله.

نوموړي وویل: "دا غیر عادلانه او بې انصافه پرېکړه موږ غندو. موږ د پاکستان له درانه او شریف ولس، علمای کرامو او درنو سیاستوالو څخه هیله کوو چې خپل دا چارواکي چې په داسې ډول له افغانانو سره وحشت او بربریت کوي، له دې کار څخه یې راوګرځوي."

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد

ملا محمد یعقوب په ملګرو ملتونو او د بشري حقونو په نورو سازمانو هم غږ کړی چې د پاکستاني حکومت د اقدام مخنیوی وکړي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې افغان کډوال هم وايي چې پرون او نن هم په دې هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه وه.

په اسلام اباد کې یو افغان کډوال چې په یوه منډوي کې توکي خرڅوي او نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "له شپږو بجو راهیسې تر اوسه یې منډوي محاصره کړې ده، له پریشانۍ څخه د اعصابو تکلیف راته پیدا شوی. دولس نفره کورنۍ مې ده، په داسې وضعېت کې څنګه ډوډۍ ورته را پیدا کړم؟ کور هم نه لرم او په خیمو کې ژوند کوو چې د دوو خیمو ۵ زره کلدارې کرایه ورکوم، بیخي وضعېت خراب دی."

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا د رسنیو برخې مسوول عبدالبصیر هم نن ازادي راډيو ته وویل چې افغان کډوال اوس په ډېر بد وضعیت کې دي او هېڅ اداره یې غږ نه اوري.

هغه زیاته کړه: "دا اوس کډوال په کورونو کې بندیان دي، دباندې راوتلای نه شي او حتی ناروغ چې روغتون ته بیايي، هلته هم د پولیس په نوم استفاده کوونکي یې ګواښي او پیسې ترې اخلي. د کډوالو وضعیت ډېر خراب دی."

عبدالبصیر د ملګرو ملتونو د کډوالو په عالي کمېشنري هم نیوکه کوي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د کډوالو او پناه غوښتونکو وضعیت چې پاکستان ته تللي، هېڅ توجه نه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې په پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغان کډوالو ته چې د دغه وزارت په وینا، د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خبرداری ورکړ چې د نومبر تر میاشتې له پاکستانه ووځي که‌نه دوی به یې خپله وباسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG