د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

پاکستان کې پر افغان کډوالو شدید فشارونه؛ د طالبانو سفارت: ۴ کډوال په مرموز ډول مړه شوي او ۵ سوه له قانوني اسنادو سره نیول شوي


د پاکستاني پولیسو لخوا د یو شمېر مخکینیو نیول شویو افغان کډوالو تصویر - ارشیف
د پاکستاني پولیسو لخوا د یو شمېر مخکینیو نیول شویو افغان کډوالو تصویر - ارشیف

که له یوې خوا په پاکستان کې د افغان کډوالو په باب د پاکستاني چارواکو تورونه او توندې څرګندونې زیاتې شوي، هلته پر دېره کډوالو د ژوند فضا هم تنګه شوې ده.

په اسلام اباد کې د ظاهر په نامه یوه افغان له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، تقریباً هره ورځ افغان کډوال نیول کېږي.

نوموړی وایي:

" اوس چې زه تاسو سره خبرې کوم، د اسلام‌اباد په چته بختاور سیمه کې د نیولو عملیات روان دي، دوی کور په کور له خلکو پوښتنې کوي او خلک نیسي، دوی نه پوښتنه کوي چې اسناد لري که نه؟" دوی دا د څو روپیو لپاره کوي."

په پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون سې شنبه (د اکتوبر ۳مه) په یوه اعلامیه کې د افغان کډوالو د نیول کېدو، ځورول کېدو او لادرکۍ پر پېښو خپګان وښود.

اعلامیه وايي، په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه څلور افغان کډوال: په اسلام اباد کې فریدالله د غلام جیلاني زوی، په راولپنډۍ کې امان الله د ټکر خان زوی، ولي د شیر محمد زوی او په اډیاله زندان کې درویش د عتیق الله زوی د امنیتي ځواکونو له لوري تر نیول کېدو وروسته یې جسدونه په روغتون او یا نورو ځایونو کې موندل شوي.

له ارشیفه په پاکستان کې د افغانستان د سفارت مخکینی تصویر، اوس پکې طالبانو خپل بیرغ ځړولی
له ارشیفه په پاکستان کې د افغانستان د سفارت مخکینی تصویر، اوس پکې طالبانو خپل بیرغ ځړولی

سفارت زیاتوي، په تېرو دوو اوونیو کې د پاکستان په بېلابېلو ساحو کې نږدې ۱۰۰۰ افغان کډوال نیول شوي، چې ۴۸۵ یې قانوني اسناد هم لرل.

پر افغان کډوالو دا فشارونه داسې وخت زیات شوي، چې په پاکستان کې د ناامنیو پېښې هم زیاتې شوي او پاکستاني چارواکي وخت ناوخت په دغو پېښو کې افغان وګړي په لاس لرلو تورنوي، هغه تور چې خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي پرون سې شنبه تور ولګاوه، چې په پاکستان کې د روان میلادي کال له پیله د ۲۴ ځانمرګو بریدونو له ډلې په ۱۴ هغو کې افغان وګړي لاس لري، هغه د خپلې دغې ادعا د اثبات لپاره شواهد وړاندې نه کړل.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، په خپله اعلامیه کې ویلي، د پولیسو له خوا د افغان کډوالو نیول او ځورول په داسې حال کې روان دي چې پاکستاني چارواکو یې د مخنیوي ژمنه کړې وه.

د پاکستان موقت حکومت د افغانانو په ګډون په دغه هېواد کې مېشتو ټولو ناقانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی چې، له دغه هېواد ووځي، ګنې له جبري ايستلو سره به مخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG