د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نه ویستو غوښتنه؛ د بښنې نړیوال سازمان: اکثره یې د طالبانو ګواښ سره مخ دي


پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال - ارشیف
پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غواړي، چې د سلګونه زره افغان کډوالو د اجباري ستنولو له هوډه لاس په سر شي.

دا غوښتنه داسې مهال کیږي، چې پاکستان کې افغان کډوال د خپل برخه لیک په اړه اندیښمن دي او له نړیوالو سازمانونو غواړي چې غږ یې واوري.

په اسلام اباد کې یوې افغان پنا غوښتونکې مرسل عزیزي د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، چې له ټولو پنا غوښتونکو سره د پولیسو چلند ډېر ناوړه دی او په خبره یې د نیولو لړۍ لا هم روانه ده.

نوموړې وایي:

" له دوو کلونو راهیسې پاکستان کې ژوند کوم. زمونږ د کډوالۍ د قضیې او کارونو څرک نه لګیږي. په دغو دو کلونو کې پولیسو څو ځله زمونږ د ایستلو اقدام کړی دی. پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ډېر خراب دی. پولیس له کډوالو سره وحشیانه چلند کوي."

بښنې نړیوال سازمان: اکثره دغه کډوال د پخواني دولت منسوبین، فعالان او خبریالان دي
بښنې نړیوال سازمان: اکثره دغه کډوال د پخواني دولت منسوبین، فعالان او خبریالان دي

یوې بلې افغانې ازادي راډیو ته ویلي، له څلورو لسیزو راهیسې پاکستان کې اوسیږي او اسناد هم لري، خو په خبره یې زوی یې پولیسو توقیف کړی دی.

د نوید شهاب په نوم پاکستان کې یو بل افغان کډوال وایي چې هیڅوک یې غږ نه اوري.

شهاب وایي:

" هره شپه، هره ورځ د پاکستان په ګوټ ګوټ کې کډوال نیول کیږي، هغوی چې قانوني اسناد لري هم نیول کیږي. هغه کډوال چې د (پي.او.ار) کارډونه لري هم نیول کیږي. اصلا هیڅ توپير یې نشته. څوک شته چې غږ مو واوري. کوم کسان چې زما په ګډون د پنا غوښتنې قضیې لري اجازه نه راکوي چې دا قضیې مخته بوځو. څو ځله د یو.ان.اچ.سي.آر دفتر ته ولاړم، اصلا زمونږ خبره څوک نه اوري."

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ له څو میاشتو راهیسې پیل شوې چې اوس اوس ډېره چټکه شوې ده.

پاکستان کې د طالبانو سفارت: د پاکستاني ځواکونو له نیول کیدو وروسته ۴ تنه افغانان وژل شوي هم دي
پاکستان کې د طالبانو سفارت: د پاکستاني ځواکونو له نیول کیدو وروسته ۴ تنه افغانان وژل شوي هم دي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له ډيپلوماتانو سره دی ویلي، چې پاکستان کې تازه څلور افغانان د امنیتي ځواکونو تر نیول کېدو وروسته وژل شوي هم دي.

د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ ټولو بې قانونه کډوالو ته ۲۸ ورځې مهلت ورکړ چې له دغه هېواده ووځي که نه په زوره به وایستل شي.

د پاکستاني چارواکو په وینا دا مهال څه باندې یو اعشاریه ۷ میلیونه داسې افغانان پاکستان کې میشت دي چې قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان د حکومت دغه اقدام غبرګونونه هم پارولي دي.

په دې لړ کې د بښنې نړیوال سازمان وایي، پاکستان باید افغان کډوال په زور له هغه هېواده ونه باسي.

په دغه سازمان کې د افغانستان د برخې څیړونکي زمان سلطاني د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل:

" مونږ د کډوالو او هغو کسانو د اجباري اخراج د درولو غوښتونکي یو چې د پنا غوښتنې یې ثبت کړي دي. دې کې هغه کسان هم شته چې له افغانستانه تښتیدلي او پاکستان کې یې د پنا او ملاتړ غوښتنه کړې. په دغو پنا غوښتونکو کې اکثره د پخواني دولت کارکوونکي، فعالان او خبریالان یا هغه کسان دي چې افغانستان کې د طالبانو له ګواښ، شکنجې او توقیف سره مخامخ دي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د منلو نه دی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د منلو نه دی

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلند د نه منلو وړ بللی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې په نژدې یوه میاشت کې له پاکستانه د یو اعشاریه اوه میلیونه افغان کډوالو ایستل څومره عملي دي.

پاکستان وړاندې تر دې هم افغان کډوالو ته ورته خبرداري ورکړي، خو د ملګرو ملتونو تر منځګړیتوب یا هم له پاکستان سره تر مالي ژمنو وروسته عملي شوي نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG