د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

د پاکستان حکومت په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو نړول پیل کړي


د پاکستان حکومت په پلازمېنه اسلام اباد او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې د کورونو ړنګولو دې بهیر ته 'د ملکیتونو د غصب ضد عملیاتو' نوم ورکړی دی.
د پاکستان حکومت په پلازمېنه اسلام اباد او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې د کورونو ړنګولو دې بهیر ته 'د ملکیتونو د غصب ضد عملیاتو' نوم ورکړی دی.

د پاکستان حکومت د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو د نړولو کمپاین پیل کړی دی.

د پاکستان حکومت د څه دپاسه ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو او د زرګونو بندیانو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له اعلان وروسته په یوه نوي اقدام کې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو ړنګول پیل کړي دي.

د پاکستان حکومت په پلازمېنه اسلام اباد او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې د کورونو ړنګولو دې بهیر ته 'د ملکیتونو د غصب ضد عملیاتو' نوم ورکړی دی.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد رووفي ازادي راډیو ته د دغو کورونو ویجاړول تایید کړل او ویې ویل چې په دغه هېواد کې افغان کډوال له بد وضعیت سره مخ دي.

رووفي زیاتوي: "هغه کورونه چې کډوال راغلي وو او شاوخوا ۳۰،۴۰ کاله وړاندې یې کورونه جوړ کړي وو، دوى یې د غصب په نوم د لومړي وزیر په لارښوونه نړوي. له یوې خوا د عقرب 'لړم' مياشت او د ژمي یخنۍ را روانه ده او له بلې خوا یو کډوال چې د خټو یو کور جوړ کړی، یا یې غصب کړی او يا يې نه ده غصب کړی، اوس یې ورته ورانوي، چې ډېر دردونکی ده."

په اسلام اباد کې د پلازمېنې د پرمختیا ادارې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه وران کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

رووفي په دې قضیه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا 'يو این ایچ سي آر' په بې غورۍ تورنوي.

تر دې مخکې 'يو این ایچ سي آر' د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې د افغان کډوالو د وتلو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

په پاکستان کې یوې افغان کډوالې نويدې افضلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د پاکستاني پولیسو له‌خوا کډوال په زوره ایستل کېږي او هغه کډوال چې په کمپونو کې یې کورونه جوړ کړي. کورونه يې ويجاړوي او پخپله د قانوني اسنادونو د نه لرلو له امله په بې رحمۍ سره ايستل کېږي."

د پاکستان حکومت هم د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د پلازمېنې اسلام اباد په مارګله ټاون کې یې د ملي ټکنالوژۍ د ادارې ودانۍ ته څېرمه د افغان کډوالو یو شمېر کورونه نړولي دي.

د اسلام اباد پرمختیايي ادارې په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی هغه کورونه او فارمونه ویجاړ کړي چې افغانانو په ناقانونه توګه جوړ کړي او په کې اوسېږي، خو دې ادارې دا نه دي ویلي چې څومره کورونه یې وران کړي دي.

یوه پاکستاني چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دا عملیات یوازې د افغانانو پر ضد نه دي، بلکې موخه یې د غصب شویو دولتي ځمکو ازادول دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د کورونو ورانول په داسې حال کې دي چې د پاکستان حکومت د ١_٧ مېليونه افغانانو په ګډون ټولو هغو بهرنیانو ته امر کړى چې د اکټوبر تر پایه له هېواده ووځي، که نه نو په زوره به ویستل کېږي.

له دې پرېکړې وروسته د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د کورونو څښتنانو ته چې کورونه يې کډوالو ته په کرايه ور کړي امر وکړ چې افغان کډوال له خپلو کورونو وباسي.

ملګرو ملتونو سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې له زیان سره مخ افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي او ویلي یې دي چې افغان کډوال د بېرته ستنېدو پر مهال له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ کېدای شي.

خو د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې د افغانانو په ګډون به ټول ناقانونه کډوال له دغه هېواده وباسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG