د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال: بد چلند راسره کیږي، وهل کیږو، شکنجه کیږو


په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې یوه ویډیو په دې ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي.

ډېری هغه کډوال چې د طالبانو لخوا د افغانستان له سقوط وروسته او د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله د ایران په ګډون، ګاونډي هیوادونو ته پناه یووړه.

په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې یو شمېر ایراني اتباع د افغان کډوالو پر کورونو د لرګیو او نورو وسایلو په وسیله برید کوي او له دوی څخه غواړي چې له هیواده یې ووځي.

د ټولنیزو رسنیو ځينې کاروونکي چې دا ویډیو خپره کړې ادعا کوي چې دا پیښه د ایران په قزوین ښار کې شوې ده.

که څه هم د دې ویډیو دقیق وخت معلوم نه دی، خو له پرون راهیسې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي.

ازادي راډيو د دې ویډيو کره والی نه شي تاییدولای.

د افغان کډوالو یو سمبولیک اعتراض
د افغان کډوالو یو سمبولیک اعتراض

په ایران کې یوه افغان کډواله سویتا، وايي چې د تهران په سلطان آباد سیمه کې د یو شمېر ایرانیانو له خوا د داسې یوې پېښې شاهده وه.

نوموړې وایي:

" تیره شپه د تلي میاشتې په ١٤ نیټه، د افغانانو پر وړاندې د ایران خلکو د تاوتریخوالي شاهدان وو، د ایران خلکو زمونږ په مخ کې ځوان افغان هلکان پرته له دې چې کوم خراب کار وکړي یا کوم مضریت وکړي ویې وهل."

یوه بله افغانه کډواله، پروانه وايي چې مېړه يې د پخواني جمهوري نظام کارکوونکی و او د امنيتي ستونزو له امله، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې بیرته افغانستان ته هم نه شي ستنېدلی.

نوموړې چې وايي د لورانو زده کړې یې د کډوالۍ یو بل لامل دی، د دې وضعيت په اړه اندېښمنه ده.

دغه کډواله وایي:

" دوه ورځې کیږي چې د ایران وضعیت خراب دی، د افغانانو د کورونو شيشې ماتوي او شعار ورکوي چې باید افغانان دې خپل هیواد ته ولاړ شي یا دې زمونږ له هیواده ووځي. زموږ اندیښنه دا ده، چې مونږ د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره ایران ته راغلو او کډوال شو، او اوس ایران کې هم وضعیت داسې دی."

په ایران کې، یوه بله افغان کډواله، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل چې ددې حالت لیدو وروسته ویریږي چې له کوره ووځي.

سرچینه وایي:

" باور وکړئ د کور څخه له وتلو ویریږم، ځکه چې په ښار او بازار کې مو خپل ډیر هیواد وال ولیدل چې د ایران خلکو له تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره مخ شول."

دا په داسې حال کې ده، هغه افغانان چې په دې وروستیو کې ایران او نورو هېوادونو ته کډوال شوي ادعا کوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د دوی لپاره خوندي نه دی.

له ایران څخه هره ورځ د زرګونه افغان کډوالو د شړل کیدو خبرونه ورکیږي
له ایران څخه هره ورځ د زرګونه افغان کډوالو د شړل کیدو خبرونه ورکیږي

اقتصادي ناورین او سخته بې وزلي هم ګاونډیو، د سیمې او اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ بل لامل دی.

په دې وروستیو اونیو کې په پاکستان کې هم د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې ده.

د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزارت، تېره سه شنبه په دغه هېواد کې ۱.۷۳ میلیونه افغانانو ته چې د اوسیدو سند نلري، خبرداری ورکړ، چې د دې میاشتې تر پایه دې له پاکستانه ووځي، که نه نو دوی به له جبري ایستلو سره مخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG