د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

په اسلام اباد کې د پلازمېنې د پرمختیا ادارې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه وران کړي


په اسلام اباد کې د پلازمېنې د پرمختیا ادارې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه وران کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

دا کورونه د ساینس او ټېکنالوژۍ د ملي له ودانۍ سره نېږدې او د اسلام اباد په مارګله ټاون کې ول. د پلازمېنې د پرمختیا ادارې سي ډي اې د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هغه کورونه او د څارویو فارمونه یې نړولي چې پکې افغانان په ناقانونه توګه اوسېدل. دې ادارې دا نه دي ویلي چې څومره کورونه یې ړنګ کړي دي. خو بیان وايي د هغو عملیاتو په پایله کې یې تر ۲۵۰ کناله پورې ځمکه حکومت بیا ترلاسه کړې چې پکې به اوس د خلکو د اوسېدو قانوني ځایونه جوړېږي. يو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وويل چې عمليات صرف د افغانانو پر ضد نه دي بلکې مقصد یې د قبضه یا غصب شویو دولتي ځمکو خلاصول دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د افغانانو په ګډون ټولو بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر پای پورې د هېواد پرېښودو امری کړی دی.

XS
SM
MD
LG