د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

یو شمېر افغان کډوال: د استوګنې اسناد هم لرو، خو پاکستاني پولیس مو ځوروي


یو شمېر پاکستاني پولیس - تصویر له ارشیفه
یو شمېر پاکستاني پولیس - تصویر له ارشیفه

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو بهير د دوام سره هم‌مهاله يو شمېر افغان کډوال چې او‌س‌مهال هم په پاکستان کې دي او هلته د اوسېدو قانوني اسناد لري، ادعا کوي چې د پوليسو له لوري زورول کېږي.

صنم کبيري چې په اسلام‌اباد کې اوسېږي، ازادي راډيو ته ادعا وکړه، چې د پاکستان پوليس کورونو ته په زوره ننوځي، اسناد لرونکي او بې‌اسناده کډوال ټول له يو مخ نيسي.

نوموړی وایي:

"د پاکستان د حکومت تصميم جدي دی، پوليس پر کورونو ورځي، اسناد لرونکي او بې‌اسناده ټول له ځان سره وړي. نن هم زه چې کومه سيمه کې اوسېږم، ټولې سيمې يوه پوځي بڼه غوره کړې ده، پوليسو زموږ ډېر هېوادوال ونيول، له ځان سره يې يوړل، سيمه کلا بنده ده، افغانان دلته ټول سرګردانه دي."

پاکستان کې مېشته بله افغان کډواله شاکره اسلمي هم ورته ادعا لري وايي، د اکتوبر له پيل راهيسې د بې‌اسناده افغان کډوالو ترڅنګ د اسناد لرونکو کډوالو نيول هم ډېر شوي دي.

نوموړې چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد هم لري او د پوليسو له‌خوا نيول شوې وه، په اړه يې ازادي راډيو ته وويل:

"د اکتوبر له پيل راهيسې، پوليس کور په کور ګرځي، افغانانو ته تکليف ورکوي، دوه ځل زما کور ته راغلل، يو ځل يې زه حوزې ته يوړم، بل ځل يې زما مېړه يووړ. دا وضعيت پر ټولو افغانانو دی."

له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال

بل پلو د احمد په نوم يو افغان کډوال هم ادعا کوي چې دغلته ډېری افغان کډوال چې پاسپورټ، ويزه او دغه شان هلته د اوسېدو نور قانوني اسناد ولري نيول کېږي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:

"دوی د دې پروان نه‌کوي چې ته پاسپورټ لرې، ته ويزه لرې يا يې نه‌لرې، د دوی لپاره دا ستونزه نهده، يوازې افغانانو ته ازار او تکليف ورکوي، ما په ۱۲سوه ډالره ويزه اخيستې، خو زه يې درې ځل نيولی يم، دلته موږ د پناه اخيستلو لپاره راغلي يو، خو له بدو بدتر شولو."

ده ازادي راډيو سره يوه ويډيو هم شريکه کړې چې په‌کې لسګونه کسان ليدل کېږي چې د يو‌ان‌ايچ‌سي‌ار اسنادونه او دغه شان شان پاسپورټونه هم ورسره دي، خوادعا کوي چې پوليسو همدلته نيولي دي.

ازادي راډيو د دې ويډيو کره‌والی او دا چې کله دا ويډيو ثبت شوې ده، نه‌شي تاييدولی.

دا ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکيلې منزه کاکړ تېره ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې دوی د سند حکومت سترې محکمې ته عريضه کړې او ترې يې غوښتي دې چې د POR او CNIC کارت لرونکي افغان کډوال ونه ونيسي.

نوموړې دا هم ليکلي چې له يو‌ان‌اچ‌سي ار څخه يې غوښتي چې په‌دې برخه کې مداخله وکړي، څو اسناد لرونکي افغان کډوال له پاکستان څخه ونه ايستل شي.

پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د دغه هېواد د حکومت له‌خوا ورکول شوی مهلت تېره مياشت پای ته ورسېد او د پاکستاني پوليس له خوا یې نیول او ایستل شروع شوي دي.

تازه د پاکستان د لنډمهالي حکومت صدراعظم انورالحق کاکړ نن په يو خبري کنفرانس کې ويلي دي، چې د وروستي مهلت تر پای ته رسېدو وروسته تر دوه نیم لکو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

راستانه شويو افغان کډوالو ته تورخم او سپين بولدک کې لنډمهاله پنډغالي هم جوړ شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو په وينا، په يادو کمپونو کې تر موقت اوسېدو وروسته به راستانه شوي کډوال خپلو سيمو ته ولېږدول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG