د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

ملګري ملتونه: موږ سره ثبت کډوال له پاکستان څخه نه اېستل کیږي


یو شمېر ایستل کیدونکي افغان کډوال او پاکستاني پولیس
یو شمېر ایستل کیدونکي افغان کډوال او پاکستاني پولیس

له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ویستو په اړه د پاکستاني حکومت د عملیاتو په پنځمه ورځ په دې هېواد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د ثبت" "POR او د افغانستان د تابعیت "ACC"کارټ لرونکي د په زوره ستنونې پلان څخه معاف دي.

په پاکستان کې د UNHCR دفتر دا خبر نن په خپله رسمي فیسبو‌ک‌پاڼه خپور کړی او ترڅنګ یې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دې سند لرونکو ته ډاډ ورکړي چې د دوی د ځورونې سره مخ نه‌دي.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري داسې مهال دا خبر ورکوي چې په تېرو پنځو ورځو کې او له هغې وړاندې د هغو افغان کډوالو د نیولو، زنداني کولو او له پاکستانه د اخراج راپورونه خپاره شوي چې دا ډول سندونه یې درلودل.

هاخوا د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان مخکنیو بېلابېلو چارواکو له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو په زوره اېستو ته غبرګونونه ښودلي.

د افغانستان مخکني جمهور رییس محمد اشرف غني تېره شپه د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خپله وینا کې د جبري اخراج موضوع ته په اشارې وویل، افغانستان نور د نړۍ د پام مرکز نه‌دی او هغه هېوادونه چې پخوا یې له طالبانو ملاتړ کاوه، نور د افغانانو لپاره د اساسي چارې او د دوی د ستونزو د حل په فکر کې نه‌دي.

د افغانستان وروستنی ولسمشر، محمد اشرف غني
د افغانستان وروستنی ولسمشر، محمد اشرف غني

ښاغلی غني وویل:

"له طالبانو سره د هېوادونو مخکني روابط د هماغه شرایطو او خاصو معاملو لپاره و چې هغه مرحله نوره پای ته رسېدلې ده. "

د جمهوري نظام پر مهال د سولې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د افغان کډوالو د ډله‌ییز اخراج، د زرګونه افغانانو د بې‌کورۍ او سراسیمه کېدو لامل شوی دی.

ښاغلي عبدالله اندېښنه ښودلې چې د کډوالو ډله‌ییز او اجباري ایستل، هغوی د سرپناه او روغتیايی خدماتو له نه‌شتون سره مخ کوي او دا چې په افغانستان کې د ژمي فصل پیلېدونکی دی؛ نو په افغانستان کې د یو ستر بشري ناورین د رامنځ‌ته کېدو لامل ګرځي.

د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم په خپله اېکس‌پاڼه د افغان کډوالو دا ډول اېستل غیر قانوني او د بشري حقونو سرغړونه بللې او زیاته کړې، ډېر شمېر افغان کډوال د غیر انساني چلند سره مخ شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمدحنیف اتمر هم په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، له پاکستانه د افغان کډوالو ډله ییز او په زوره اېستل به د لویو ابعادو د بشري ناورین لامل شي.

هغه له طالبانو هم غوښتي چې له دې بشري ناورین سره د مبارزې لپاره سمدستي امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري ګامونه پورته کړي.

له پاکستان څخه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال
له پاکستان څخه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال

مخکې بیا یو شمېر نورو پخوانیو افغان چارواکو هم له پاکستان دا افغان کډوالو په زوره اېستل غندلي وو.

له دې سره، لا هم له پاکستان د افغان کډوالو اېستل روان دي.

د طالبانو حکومت او د کډالو لپاره ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ شمېرې ښيي چې تر اوسه نږدې ۱۷۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي، د لړم په ۱۳مه یوازې د سپین بولدک له لارې له ۶ زرو زیات کډوال افغانستان ته راغلي.

دې وزارت له ایرانه هم په همدې نېټه له ۳ زرو د زیاتو افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG