د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

یو شمېر پخواني امریکايي چارواکي پاکستان ته: امریکا ته تلونکي افغانان له خپلې خاورې مه باسئ


ارشیف: په اسلام اباد کې د هغو افغان کډوالو اعتراضیه غونډه چې امریکا ته د تګ شېبې شماري. دوی اکثره د پي یو او پي دوه کېس لرونکي دي.
ارشیف: په اسلام اباد کې د هغو افغان کډوالو اعتراضیه غونډه چې امریکا ته د تګ شېبې شماري. دوی اکثره د پي یو او پي دوه کېس لرونکي دي.

لسګونو پخوانیو امریکايي چارواکو او د کډوالو ملاتړو له پاکستانه وغوښتل چې هغه افغانان له خپلې خاورې ونه باسي چې امریکا ته د تګ پروسه یې تر کار لاندې ده.

د یو شمېر پخوانیو امریکايي ډیپلوماتانو او د افغانانو د انتقال د چارو استازو له پاکستانه وغوښتل چې هغه زرګونه افغانان له خپلې خاورې ونه باسي چې امریکا ته د تګ انتظار باسي.

دوی دا غوښتنه وروسته له دې په یوه پرانیستي‌لیک کې وکړه چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د روان اکټوبر تر ۳۱مې پورې باید یو میلیون او ۷۰۰ زره ناراجستر شوي افغان کډوال د دغه هېواد له خاورې ووځي.

دا لیک د چهارشنبې په ورځ د امریکا ۸۰ پخوانیو چارواکو، شخصیتونو او د انتقال د چارو ډلو لاسلیک کړی او پرون خپور شو.

دوی د پاکستان حکومت ته ویلي چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي ګنې ګڼ شمېر کسان به په افغانستان کې ونیول شي.

په پاکستان کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو د اعتراضیه غونډې انځور. September 4 2023
په پاکستان کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو د اعتراضیه غونډې انځور. September 4 2023

تېره اوونۍ ملګرو ملتونو هم وویل چې که په زوره افغان کډوال خپل هېواد ته واستول شي ممکن د کورنیو د غړیو د جلا کېدو په شمول یې د بشري حقونو سرغړونه وشي.

که څه هم پاکستان د افغانانو نیونې او ځورونې ردوي او وايي چې یوازې په هغو کسانو پسې دی چې په دغه هیواد کې په غیرقانوني ډول اوسي.

د امریکا او ډېرو نورو هېوادونو د مهاجرت له قوانینو سره سم، دغو هېوادونو ته تر انتقال مخکې کډوال باید په درېیم هیواد کې وي.

له درېیمګړي هېواده د کډوالو د لېږدولو پروسه له ۱۴ تر ۱۸ میاشتې وخت ته اړتیا لري.

ډېر افغانان، چې د دې پروسې لپاره په پاکستان کې انتظار باسي، د ویزو موده یې پوره شوې ده.

په اسلام اباد کې افغان کډوال محمدباقر احمدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې هغه افغانان چې په وروستیو دوو کلونو کې پاکستان ته راغلي څو یوه بل هېواد ته لاړ شي، د ویزو موده یې ختمه شوې او اوس د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

هغه زیاتوي: "هغه کسان چې د لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا په غوښتنه په افغانستان کې د دوی د ځايي همکارانو په توګه د پي یو او پي دوه او ایس آی وي د متقاضیانو په توګه له افغانستانه پاکستان ته په قانوني ډول راغلي وو د امریکا د نه توجه او د دوی د دوسیو د پروسې د اوږدېدو له کبله د جبري اخراج له خطر سره مخامخ شوي دي."

ارشیف: په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر په یوه دفتر کې افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر په یوه دفتر کې افغان کډوال

په همدې حال کې په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ د کراچۍ په محکمه کې په دې خاطر اعتصاب کړی چې محکمې د یوه افغان کډوال، چې ناروغ دی، ضمانت ونه مانه.

هغې ویلي، دا افغان چې د پښتورګي په ناروغۍ اخته دی له خپل زوی سره نیول شوی دی.

دې ویلي چې د اکټوبر په څلورمه دغه افغان او زوی یې چې کارتونه هم لري، په ضمانت د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه، خو محکمې یې غوښتنه رد کړه.

له بلې خوا پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هغو کډوالو لپاره وخت په خلاصېدو دی چې په دغه هېواد کې غیرقانوني اوسي او دوی باید د اکټوبر تر ۳۱ مخکې له پاکستانه ووځي.

پاکستان وايي، د اکټوبر له ۳۱مې وروسته بې اسناده کډوال نیسي او په زوره یې باسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG