د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

یو طالب چارواکی ازادي راډیو ته؛ ۲۴ افغان ماشومان به د دوشنبې په ورځ له پاکستاني زندان څخه خوشې او هېواد ته ولېږدول شي


پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال او ماشومان یې - تصویر له ارشیفه
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال او ماشومان یې - تصویر له ارشیفه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبان حکومت تر کنترول لاندې افغان کونسلګري وايي، د دوشنبې په ورځ به ۲۴ افغان کډوال ماشومان له زندان خوشې او افغانستان ته ستانه کړل شي.

سرچینه زیاتوي، د دوشنبې په ورځ به ۲۴ افغان کډوال ماشومان له زندان خوشې او افغانستان ته ستانه کړل شي.

خو دا چې دا ماشومان به هلته چاته سپارل کېږي، په دې اړه د دغې کونسلګرۍ سرپرست سید عبدالجبار تخاري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

" دا ماشومانو قانوني اسناد نه لري، دوی کې ځني کسان داسې دي چې کورنه یې دلته دي خو د ځنيو کسانو کورنه دلته نشته، مونږ کوشش کوو د چا چې هلته کورنه نشته، وروڼو ته یې، ما ماما ګانو، کاکا ګانو یا نور خپلوانو ته یې وسپارو."

طالبانو مخکې هم د پاکستان له زندانونو د لسګونو افغان بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی و
طالبانو مخکې هم د پاکستان له زندانونو د لسګونو افغان بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی و

نوموړی وايي، دوی هڅه کوي، چې نور بندي افغان ماشومان هم له زندانه خلاص او افغانستان ته ستانه کړي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ وايي، دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې د افغان ماشومان شمېر شا او خوا ۹۰ تنو ته رسېږي.

اغلې کاکړ ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه، دا ماشومان چې ډیری یې کارګر ماشومان دي د استوګني د اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي چې په خبره یې، زندان او کورنیو نه د بېدلېدو له اندېښنې دوی په ذهني او جسمي ډول سخت ځپلي دي.

اغلې کاکړ ازادي راډیو ته وویل:

"د کراچۍ په مختلفو جېلونو کې دا مهال شا او خوا نوي افغان کډوال ماشومان بندیان دي. د ماشومان د بندي ساتلو په اړه نړیوال قانون چې دی هغه یې سخت مخالفت کوي، ځکه د لسو دولسو کلونو کوم ماشوم چې دی مونږ یې په اړه دا فکر نه شو کولای چې دا به کومه تخریب کاري وکړي."

نوموړې وايي، د دې ماشومانو عمرونه له ۹ تر ۱۸ کلونو پورې دي خو په خبره یې نجونې په کې نشته.

له څه مودې راهیسې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د حکومت د ناوړه چلند ادعاوې زیاتې شوې دي
له څه مودې راهیسې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د حکومت د ناوړه چلند ادعاوې زیاتې شوې دي

د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون پر بنسټ یو انسان د زوکړې له ورځې تر ۱۸ کلنۍ پورې ماشوم ګڼلې کېږي.

وموغوښتل په زندان کې د دغو بندي ماشومانو او د دوی له کورنیو سره هم خبرې وکړو، خو بریالي نه شوو.

د ماشومانو د حقونو فعالان د ماشومانو نیول او زندانونو کې ساتل د ماشومانو د حقونو د نړیوالو کنوانسیون او د ماشومانو د حقونو په برخه کې د نورو ټولو پرتوکولونو خلاف عمل ګڼي.

د ماشومانو د حقونو فعال نجیب الله ځدران ببرک زی وایي:

"د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون له مخې ماشوم چې عمر یې تر اتلسو کلونو کم وي هغه د اصلاح او روزنې مرکز ته لېږل کېږي، په داسې صورت کې چې هغه تخلف کړی وي، که تخلف یې نه وي کړی، ځنځیر، زولنه د دوی ازادي سلبول دا د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون، د ماشومانو د حقونو د نړیوالې اعلامیې او د ماشومانو د حقونو د پرتوکولو خلاف خبره ده."

د پاکستان په کراچۍ ښار کې له اوږدې مودې راهیسې د افغان کډوالو نیول او زندانونو ته یې اچول روان دي، چې افغان ماشومان هم ترې بچ نه دي پاتې شوي.

دا لړۍ اوس د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د دغه هیواد نورو ښارونو ته هم غځېدلې ده.

د پاکستان حکومت د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ د دوی د شمېرو له مخې ۱ عشاریه ۷۳ میلیونه افغان کډوالو ته چې په دې هیواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، ضرب الاجل وټاکه چې د روانې میاشتې تر پایه له دې هیواده ووځي کنه دوی به یې په وړاندې سخت اقدامات وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG