د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

افغانستان کې بشري ناورین؛ نړیوال سازمانونه: پاکستان دې په زوره افغان کډوال نه باسي


له پاکستانه کندهار ته ورغلې یوه کډواله کورنۍ. 29.06.2023
له پاکستانه کندهار ته ورغلې یوه کډواله کورنۍ. 29.06.2023

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یوځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه عملي نه کړي.

په پاکستان کې څه باندې یو اعشاریه ۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوالو ته د ورکړل شوي مهلت وخت پای ته په نږدې کېدو دی او ورسره همهاله په هغه هېواد کې پر دغو کډوالو فضا هم تنګه شوې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان غوښتنه کوي چې پاکستان باید پر خپلې دې پرېکړې له سره غور وکړي او افغانان په زور له هغه هېواده ونه باسي.

په دغه سازمان کې د افغانستان د څانګې یوې څېړونکې فرشتې عباسي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان دې پرېکړې د بشري بنسټونو اندېښنې پارولي دي.

عباسي وايي: "مونږ د همدې اوونۍ په پيل کې یوه اعلامیه ورکړه او هغې کې مو له نړیوالې ټولنې او نورو هغو هېوادونو چې د افغانستان په مسئله کې ښکېل دي غوښتنه وکړه چې د پاکستان پر حکومت فشار راوړي چې هېڅ یو افغان ونه باسي، ځکه په افغانستان کې وضعیت ښه نه دی. افغانستان له اقتصادي او بشري ناورین سره مخامخ دی. بل لور ته د پاکستان حکومت باید پوه شي چې پولیس یې له دې ډول اعلامیو ناوړه ګټه اخلي. د پاکستان حکومت باید د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره همکاري وکړي چې د کډوالو د ثبت لړۍ له سره پیل کړي."

ارشیف: په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر په یوه دفتر کې افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر په یوه دفتر کې افغان کډوال

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، نورو بشري بنسټونو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان پرېکړه غندلې ده.

د پاکستان حکومت د اکټوبر میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې که څه باندې یو اعشاریه ۷ میلیونه ناقانونه کډوال د همدې میاشتې تر پایه له پاکستانه ونه وځي، په زور به یې ستانه کړي.

اوس راپورونه وایي چې پاکستان کې پر دغو کډوالو له هر لوري کړۍ تنګه شوې او پولیس او د کورونو څښتنان یې په تنګوي.

په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون ویاند حشمت‌الله وجداني چې په اسلام اباد کې مېشت دی تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي او په خبره یې د وضعیت د ښه کېدو هېڅ څرک نه ښکاري.

وجداني وايي: "اکثره افغانان چې د کډوالو په توګه په پاکستان کې اوسېږي، د دغې پرېکړې له اعلان وروسته خپلو کورونو کې اوسېږي، دوی له کورونو نه د راوتلو پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي. په همدې حال کې د کورونو مالکانو چې افغان کډوال په کې اوسېږي، تر وخت مخکې هغوی ته احوال ورکړی چې ژر تر ژره یې کورونه پرېږدي."

په همدې حال کې یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستان پوځ د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې د خپل حکومت د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د سه شنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکز کې له خپلو پوځیانو غوښتي چې د دغې پرېکړې په عملي کېدو کې مرسته وکړي.

د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو یوه ډله کارپوهانو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو طرحه لغوه کړي.

دغو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې اکثره افغانان د بشري حقونو د اندېښنو او امنیت په خاطر پاکستان ته تللي دي.

په دغو کډوالو کې هغه زرګونه افغانان هم شامل دي چې درېیمو هېوادونو کې د مېشتېدو په خاطر پاکستان کې پراته دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې پاکستان دا مهال د ۳ اعشاریه اوه میلیونه افغان کډوالو کوربه دی چې دې ډله کې یې شاوخوا ۷ لکه د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته هغه هېواد ته تللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG