د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

له پاکستان څخه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو غوښتنه؛ افغان کډوال په زوره مه وباسئ


له پاکستانه یو شمېر ویستل کیدونکي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر ویستل کیدونکي افغان کډوال

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې افغانستان ته د شاوخوا ۱.۴ میلیونو افغان کډوالو د استولو پلان لغوه کړي.

د کارپوهانو دې ډلې چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ یې هم غړی دی، په یوه اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر ویبپاڼه خپره شوې ویلي، دا اېستل به هغه افغانان اغېزمن کړي، چې د بشري حقونو د جدي اندېښنو او په افغانستان کې د بشري ناورین له امله د خوندیتوب په لټه پاکستان ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی، که افغان کډوال په جبري ډول واېستل شي، ډېرې کورنۍ، مېرمنې او ماشومان به په خپل هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو په ګډون د نه منلو وړ زیانونو سره مخ شي.

دغو کارپوهانو دا هم، ویلي د هغو راپورونو په اړه اندېښمن دي چې ښيي له هغې راهیسې چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو اعلان کړی، په پاکستان کې مېشت افغانان د نیولو، استثمار او غیر قانوني چلند سره مخ شوي دي.

له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغانانو له کوربه توب وروسته، د پاکستان موقت حکومت د اکتوبر په لومړیو کې څه باندې ۱ میلیون او ۷۰۰ زره افغانانو ته چې د دوی په وینا هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړی و چې د روانې میاشتې تر پایه دې له پاکستانه ووځي، که نه نو جبري اېستلو سره به مخامخ شي.

افغان کډوال هېواد ته له ستنیدو ډېرې اندېښنې لري
افغان کډوال هېواد ته له ستنیدو ډېرې اندېښنې لري

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې افغان کډوال، په افغانستان کې د شته وضعیت له امله، خپل هېواد ته د بیرته ستنیدو په اړه اندېښمن دي.

د دوی له ډلې د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکې نجیبې ازادي راډيو سره یې په خبرو کې وویل، چې درېیم هیواد ته د تلو د پروسې د پړاوونو د بشپړولو لپاره پاکستان ته کډواله شوې وه، خو په خبره یې اوس د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ ده او بیرته افغانستان ته ستنیدل هم ورته ناشوني دي.

نوموړې وویل:

" له یوې خوا څخه مو د پاکستان پولیس او حکومت نه پریږدي ، د کورونو څخه مو باسي، یا مو زندان ته اچوي، له بلې خوا، زمونږ د کېسونو بهیر بند دی. حیران یو چې څه وکړو، کومې خوا ته ولاړ شو، که چیرې مونږ ډیپورټ کړي او یا مو دې ته اړ کړي چې بیرته خپله ولاړ شو، نو هر حالت چې پر مونږ او زموږ پر کورنۍ راځي، مسولیت یې څوک پر غاړه اخلي؟"

په پاکستان کې یوه بله افغانه کډواله، چې نه غواړي نوم او د اوسېدو ځای یې په راپور کې واخیستل شي، وايي:

"زموږ تشویشونه او اندېښنې بیخي ډېرې دي، په رواني ستونزو اخته شوي یوو، موږ د موجوده حکومت څخه راوتښتیدلو، د ژوند او د ځان د حفاظت لپاره، او اوس که د پاکستان د دغې فیصلې پر اساس بیرته لاړ شو نو جدي ګواښ سره مخ کیږو ."

یو شمېر افغان کډوال وایي چې پاکستاني ځواکونه یې د استوګنې د قانوني اسنادو له لرلو سره بیا هم نیسی او ځوروي
یو شمېر افغان کډوال وایي چې پاکستاني ځواکونه یې د استوګنې د قانوني اسنادو له لرلو سره بیا هم نیسی او ځوروي

د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد اوسېدونکې افغان کډواله زرمینه بیا ادعا کوي چې د اسنادو له درلودو سره -سره افغان کډوال، د پاکستاني پولیسو لخوا ځورول کیږي.

هغه وايي:

"موږ په دې باندې نه پوهېږو ، هغه کوم اسناد چې دوی غواړي هغه زموږ په لاس کې وي. دوی ته یې ورښيوو چې مثلا دغه مې ویزه ده، دغه پاسپورت دی، دغه تذکره ده، دغه دې یو ان اچ سي آر ورقې دي. نو دا خلک چې راځي د اسنادو سره- سره کورونه تلاشي کوي. نو موږ نه پوهېږو چې دوی څه غواړي؟ "

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) هم د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې د هغو افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړي چې خونديتوب ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې یې پناه اخیستې ده.

خو د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ یو وار بیا ټینګار وکړ چې له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو په ګډون د نا قانونه کډوالو د اېستلو د پلان په عملي کولو کې هیڅ ډول جوړجاړی نه‌شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG