د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

امریکا: د افغانستان ګاونډیان دې له کډوالو سره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ چلند وکړي


ارشیف: په اسلام اباد کې د هغو افغان کډوالو اعتراضیه غونډه چې امریکا ته د تګ شېبې شماري. دوی اکثره د پي یو او پي دوه کېس لرونکي دي.
ارشیف: په اسلام اباد کې د هغو افغان کډوالو اعتراضیه غونډه چې امریکا ته د تګ شېبې شماري. دوی اکثره د پي یو او پي دوه کېس لرونکي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې افغان کډوالو ته د دوی خاورې ته د ننوتو اجازه ورکړي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت له لوري د څه باندې ۱.۷ میلیونو غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو د یو میاشتني ضرب الاجل پای ته یوازې لس ورځې پاتې دي او د ایران حکومت هم یوځل بیا خبرداری ورکړی چې غیرقانوني افغان کډوال باید له دې هېواده وایستل شي، د امریکا متحده ایالات د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې افغان کډوالو ته د دوی خاورې ته د ننوتو اجازه ورکړي.

د دې وزارت ویاند متیو مېلر د پنجشنبې په ورځ ناوخته په واشنګټن کې په یوه خبري ناسته کې د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له کډوالو سره د نړیوالو قوانینو له مخې چلند وکړي او بشري خدمتونه ورته وړاندې کړي.

متیو مېلر
متیو مېلر

مېلر زیاته کړه: "موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه هڅوو چې هغو افغانانو ته چې د نړیوال ملاتړ په لټه کې دي، د ننوتو اجازه ورکړي او د بشري مرستو د وړاندې کولو لپاره نړیوال بشري سازمانونو لکه آی او ایم او یو این ایچ سي آر سره، همغږي وکړي."

خو هغه افغانان چې د امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه وتلي او پناه غوښتونکو هېوادونو په ځانګړې ډول امریکا ته د خپلو کېسونو د پایلې په تمه دي، له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د ایستلو موضوع اندېښمن کړي.

د ښځو د حقونو فعاله فاطمه اعتمادي چې دا مهال په پاکستان کې اوسېږي وايي چې پاکستان به د ګواښ سره مخ افغانانو په شړلو، هغوی له جدي امنیتي ستونزو سره مخ کړي.

اعتمادي وویل: "په افغانستان کې ډېری داسې کسان وو چې کور، ښه ژوند، سهولت او هر څه يې درلودل، خو د دې لپاره چې خوندي وي دې ته اړ شول چې خپل کور پرېږدي او پاکستان ته راشي. که پاکستان موږ وباسي د ژوند او مرګ تر منځ به یو. دا چې د پولي هاخوا به ژوندي یو که نه او زموږ برخلیک به څه وي، موږ نه پوهېږو."

په ايران کې مېشت افغان کډوال هم په دغه هېواد کې له خپل ناوړه وضعيت څخه شکايت کوي او وايي، په ځلونو يې هڅه کړې، چې په دغه هېواد کې د خپلو ويزو موده وغځوي، خو بريالي شوي نه دي.

یوه کډواله چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې هم ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.

هغه وايي: "په ایران کې د ملګرو ملتونو سازمانونو افغانانو ته هېڅ ډول حقوقي، اقتصادي او مالي خدمتونه نه دې وړاندي کړي. هغه کسان چې ملګرو ملتونو ته مراجعه کوي یا رد کېږي یا داسې شمېرې ورکول کېږي چې هېڅ ځواب نه ورکوي. د کډوالو ستونزو ته رسېدنه نه کېږي."

ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

د کډوالۍ نړیوالو سازمانونو تر دې مخکې د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو په تېره بیا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي وو چې دغه کډوال ونه باسي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ یوځل بیا اعلان وکړ چې غیر قانوني افغان کډوال دې له هېواده ووځي.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېټې باید تر ۱.۷ میلیونو زیات غیرقانوني افغان کډوال له دغه هېواده ووځي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان د امنیتي ګواښونو له امله او خپل د مقصد هېوادونو ته د تلو لپاره د ایران او پاکستان په ګډون درېیو هېوادونو ته کډوال شول چې هلته تل د ایستلو له ګواښ سره مخ او ان دا چې د دې هېوادونو لخوا بندیان شول.

دا مهال هم سلګونه افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG