د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

ایران: د افغان کډوالو د ثبت بهیر پيل شوی


ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

ایران په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ثبت بهیر پيل کړی دی.

د ایران رسمي دولتي خبري اژانس 'ایرنا' د یکشنبې په ورځ د دې هېواد د کډوالو د ملي ادارې له قوله راپور ورکړ چې نږدې یو میلیون افغان کډوالو د هویت، بانک او سیمکارټونو اخستو لپاره نوم‌لیکنه کړې او تر راتلونکو څو ورځو به ورته د کارتونو وېش پیل شي.

د ایران د کډوالو د ملي ادارې رییس عبدالله مبیني ایرنا اژانس ته ویلي، په ایران کې د کډوالو ۹۰ سلنه افغانان دي او په خبره یې، د دوی لویه ستونزه دا ده چې یو یې هم پېژندپاڼه، پاسپورټ او کوم بل ملي کارټ نه‌لري.

د ده له قوله، هر کډوال اوسمهال ۱۷ کوډونه لري چې د بایومټریک کېدو وروسته به دا کوډونه یوازې په یوه کوډ بدل شي او پر بنسټ به یې دوی بانکي کارټ او سیم‌کارټ ورکړل شي.

هغه زیاتوي: "دا د اوسېدو جواز، د پېژندنې کارت او پېژندپاڼه ده. د یوه شخص ټولې ځانګړتیاوې په کورنیو چارو وزارت کې هم بایومټریک او ثبت دي. دا ډېر په اسانه د هغو ۱۲ پاڼو بدیل دی چې موږ تر اوسه ورکړي دي."

د ایران د کډوالو د ملي ادارې رییس ویلي، تراوسه یو میلیون افغان کډوالو د دې لپاره نوملیکنه کړې او راتلونکو ورځو کې به ورته دا کارټونه وویشل شي.

هاخوا په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه یې په دې برخه کې ثبت نام نه‌دی کړی او چا ورته کوم خبر هم نه‌دی ورکړی.

له دوی یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "موږ تر اوسه نه‌دي لیدلي چې افغان کډوالو ته دا ډول ځیرک کارټونه ورکړل شوي وي. شاید دوی د هغو شمېرو له مخې دا خبره کړي وي چې مخکې ورسره وې."

یو بل افغان کډوال چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، دی د نورو افغان کډوالو په ګډون په ایران کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

هغه زیاتوي: "نوملیکنه مو نه‌ده کړې او دا خبره یوازې اوازه ده. که هلته لاړه هم شوو، یو طرف او بل طرف ته ځغلوي. هغوی چې قانوني اسناد لري، نسبتاً ښه دي. کارت او سیمکارټ اخستلی شي. زه چې له غیرقانوني لارو راغلی یم، ډېرو ستونزو سره مخ یم. بیخي مایوسه شوی یم. د کار وخت هم معلوم نه‌دی په یوه هټۍ کې د ورځې ۱۵ ساعته کار کوم ډېرې ستونزې لرو."

د ایران د کډوالو د ملي ادارې رییس داسې مهال افغان کډوالو ته د کارتونو د وېش ادعا کوي چې له دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي وو، له ایرانه به ټول غیر قانوني افغان کډوال وباسي.

په همدې حال کې په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوې چې د ایران په اقبالیه ښار کې یو شمېر ایرانیان د افغان کډوالو په کور برید کوي.

په ایران کې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی شوی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

ایراني پولیسو له دې پېښې وروسته وویل، په دې تړاو یې ۱۹ تنه نیولي دي.

د ویلو ده چې د تېرې شنبې په ورځ 'یو این ایچ سي آر' او 'آی او یم' او په یوه اعلامیه کې له ټولو هېوادونو وغوښتل چې په زور د افغان کډوالو له ویستو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG