د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

ایران او پاکستان ته کډوال شوي یو شمېر مخکیني افغان پوځیان؛ هېواد ته جبري ستنول مو ژوند ګواښي


یو شمېر مخکیني افغان ځواکونه
یو شمېر مخکیني افغان ځواکونه

له پاکستان او ايران څخه په زوره د کډوالو د ايستلو په ډله کې هغه افغانان هم شامل دي چې د تېر جمهوري نظام په پوځي ليکو کې يې دندې درلودې.

دوی ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د پناه اخيستلو په نيت يادو هېوادونو ته تللي دي او که بېرته افغانستان ته ستانه شي نو له امنيتي ګواښونو سره مخ کېږي.

د تېر جمهوري نظام د ملي پوځ د ليکو يو سرتېری چې پاکستان کې کډوال دی او نه‌غواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي، افغانستان کې تر څارنې لاندې دی او که ستون شي نو ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېدلی شي:

نوموړی زیاتوي:

"زه د تېر نظام يو پوځي وم، ما هلته د خطر احساس کاوه، راغلم پاکستان ته، دلته هم ځان خوندي نه بولم، د ويزې موده مې پای ته رسېدلې، که ما افغانستان ته بېرته واستوي، هلته مې ځان په خطر کې دی، زه ۱۰۰٪ هلته تر تعقيب لاندې يم."

طالبان بیا- بیا د مخکینیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په وژلو او ګواښلو تورن شوي، خو دوی دا تورونه رد کړي
طالبان بیا- بیا د مخکینیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په وژلو او ګواښلو تورن شوي، خو دوی دا تورونه رد کړي

دغه مخکینی افغان سرتېری وايي، سره له دې چې امريکا کې د پناه اخيستلو رسمي پروسې ته يې نوم‌ليکنه هم کړې، خو د دوو کلونو په تېرېدو سره يې هيڅ ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

دغه شان د تېر جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو يو سرتېری چې دا په ايران کې کډوال دی، هم ورته اندېښنه لري.

نوموړی چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې ياد شي، ازادي راډيو ته یې وويل:

"زه د تېر حکومت د ځانګړو امنيتي ځواکونو له بريدملانو څخه يو تن يم، د امنيتي ستونزو له امله چې هلته راته پېښې شوې، بله هيڅ لار نه وه، ناقانونه راغلم ايران ته، اولادونه مې اوس هم افغانستان کې دي، له ډېرو ستونزو سره مخ يم، دلته د سفارت له لارې هڅه کوم چې پاسپورټ ترلاسه کړم، خو نه‌شم توانېدلی. که افغانستان ته بېرته راشم، له ستونزو سره به مخ شم، ځکه چې وطن ته مې خدمت کړی، زړه مې درد کوي، هيڅ نه‌شم ويلی [ژړا. . .]"

دا چې افغانستان کې د تېر نظام د امنيتي سرتېرو ژوند څومره خوندي دی، په‌دې اړه مو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد وپوښت، خو د دې راپور تر خپرېدو يې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

نوموړي تر دې وړاندې ويلي وو چې د دوی مشر عمومي عفوه اعلان کړې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د تېر نظام د ټولو سرتېرو ژوند خوندي دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ازادۍ جبهې چې د طالبانو پر وړاندې وسله‌وال فعاليت هم کوي، تېره يکشنبه پر خپله اېکس‌پاڼه ادعا وکړه، چې طالبانو د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالۍ کې د تېر نظام دوه امنيتي سرتېري په ډزو وژلي.

د تېر نظام د امنيتي سرتېرو له لوري دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې ملګروملتونو د استازولۍ دفتر يا يوناما په خپل وروستي راپور کې چې د روان کال د وږي مياشتې په ۲۶مه نېټه يې خپور کړی ويل شوي، د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې راهيسې د ۲۰۲۳کال د جون د مياشتې تر ۳۰مې نېټې پورې طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو له ۸۰۰زياتې پېښې ترسره کړي دي.

راپور کې ويل شوي چې په‌دې پېښو کې د پخواني حکومت د کارکوونکو او امنيتي ځواکونو غيرقانوني وژنې، په خپل سر نيول، ربړونه، ناوړه چلند او ګواښونه شامل دي.

ياد راپور کې چې د «پخواني حکومت د وسله‌والو ځواکونو د کارکوونکو او غړو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې» په نوم خپور شوی، ويل شوي چې د پخواني حکومت د امنيتي چارواکو او ځواکونو د غيرقانوني وژنو ۲۱۸پېښې ثبت شوي دي چې د يوناما په وينا، يو شمېر يې لومړی نيول شوي او بيا توقيف ځای ته له لېږدولو وروسته وژل شوي دي.

په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د په زوره ویستو او ورسره د ناوړه چلند خبرونه زیات شوي
په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د په زوره ویستو او ورسره د ناوړه چلند خبرونه زیات شوي

هغه مهال د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد ياد راپور له حقيقته ليرې بللی و او ويلي وو چې د غچ اخيستنې ځينې شخصي او نامعلومې قضيې د حکومت د اړونده ارګانونو له‌خوا په جدي توګه څېړل کېږي چې شمېر يې محدود دی.

د پاکستان موقت حکومت یو میاشت ټول غیر قانوي کډوالو ته مهلت ورکړئ و، چې دغه هیواد پرېږدي.

دا مهلت د اکتوبر په ورستۍ نېټه پوره کېږي.

د پاکستان موقت حکومت کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي دوه اوونۍ وړاندې یو وار بیا ټینګار وکړ چې له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو په ګډون د نا قانونه کډوالو د اېستلو د پلان په عملي کولو کې هیڅ ډول جوړجاړی نه‌شته.

دغه شان د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم تېره چهارشنبه اعلان وکړ چې د افغانانو په ګډون غیرقانوني کډوال باید له دې هېواده ووځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG