د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د افغانستان د تېر نظام ځینې پیلوټان له سختو امنیتي او اقتصادي ستونزو شکایت کوي


ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام د هوايي ځواک هیلیکوپټرې او پیلوټان
ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام د هوايي ځواک هیلیکوپټرې او پیلوټان

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د هوايي ځواک پیلوټان لا هم له خپل نامعلوم برخلیکه شکایت کوي او وايي چې له سختو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته د تېر ړنګ شوي جمهوري نظام د هوايي ځواک یو شمېر پیلوټان چې خپل مقصد هېوادونو ته د تللو لپاره په درېیمو هېوادونو کې دي وايي، له جدي امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی چې ځینې په ترکیې او پاکستان کې دي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له تېرو څه باندې شلو میاشتو راهیسې بې برخلیکه دي.

په پاکستان کې مېشت افغان پیلوټ چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي د خپل سخت ژوند کیسه کوي.

نوموړی وايي: "د دوه درې میاشتو په خاطر یې موږ راوستلي وو اوس دا دی څه باندې یو نیم کال ووت. په اولو کې څلور میاشتو کې یې له موږ سره همکاري وکړه، خو اوس هغه هم نه کوي، زموږ اقتصادي وضعیت هم صفر دی، امنیتي تهدیدات هم شته. کاروبار نه شو کولای او نه هم کار شته. په دې ورځو کې د پولیسو نیول نیول هم دي، له کوره وتلی نه شو، حتی زموږ کور ته هم راغله خو موږ په کور کې پټ وو."

په ترکیه کې هم یو افغان پیلوټ چې دا هم نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي د بد اقتصادي وضعیت نه شکایت کوي.

نوموړی وایي: "د امریکا او ناټو نه زموږ غوښتنه ده چې زموږ سره همکاري وکړي، ځکه موږ د دوی سره کار کړي د بین المللي سولې لپاره مو دوی سره کار کړی دی، ځان مو په خطر کې اچولی. تر اوسه موږ سره داسې یو کمک نه دی شوی چې یو هېواد ته مو بوځي او هلته مو ژوند جوړ شي."

د افغانستان د تېر جمهوري نظام یو پیلوټ. ارشیف
د افغانستان د تېر جمهوري نظام یو پیلوټ. ارشیف

د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د افغانستان وسله وال پوځ هم وپاشېده او ډېری برخه پوځیان یا په افغانستان کې پاتې شول او یا هم ځینو یې ځانونه نورو هېوادونو ته وویستل، چې هوايي ځواک یې هم یوه برخه وه.

د تېر ړنګ شوي جمهور نظام د وسله وال پوځ عمومي ویاند جنرال اجمل شینواری وايي، د وسله وال پوځ په ځانګړي ډول د هوايي ‎ځواک ډېری منسوبین لا هم په افغانستان کې پاتې دي او په خبره یې له سختو امنیتي ګواښونو سره خپل ژوند پر مخ بیايي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، ډېری هغه افغان پیلوټان او یا انجینران چې په افغانستان کې بند پاتې دي، په ښکاره ژوند نه شي کولای.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېر جمهوري نظام کې د هوايي ځواک شمېر ۱۵ زره و چې یوازې څه باندې ۴ زره پیلوټان، د هوايي برخې انجینران او نور کارکوونکي وو.

شینواری وايي، د جمهوریت له سقوط وروسته یوارې ۱۰۰۰ کسان د هوايي ځواک د پخواني لوی درستیز یاسین ضیا په همکارۍ امریکا ته انتقال شول.

نوموړی وايي، اوسمهال ۱۵۰ پیلوټان په ایران کې، ۱۰۰ کسان په پاکستان کې، ۸ کسان په تاجکستان کې، ۸۰ کسان په ترکیه کې او څه باندې ۷۵ کسان په لوېدیځو هېوادونو کې مېشت دي.

له نوموړي مو په افغانستان کې د پاتې پیلوټانو او انجینرانو د شمېر په اړه هم وپښتل، خو د امنیتي ستونزو له امله یې په دې برخه کې له معلوماتو ډډه وکړه.

د تېر جمهوري نظام د وسله وال پوځ عمومي ویاند جنرال اجمل شینواری په دې برخه کې له نړیوالو د همکارۍ غوښتنه کوي.

د تېر ړنګ شوي جمهور نظام د وسله وال پوځ عمومي ویاند جنرال اجمل شینواری
د تېر ړنګ شوي جمهور نظام د وسله وال پوځ عمومي ویاند جنرال اجمل شینواری

نوموړی وايي: "د دوی یو لوی شمېر دننه په افغانستان کې په بد امنیتي او اقتصادي حالت کې ژوند کوي او ځینې چې د افغانستان بهر دي هغوی هم پټ دي د دې لپاره چې هلته هم دغه ستونزې شته، که د دوی هویت افشا شي کېدای شي هغه هېوادونه د خپلو کټو لپاره کار ترې واخلي او یاهم وګواښل شي، په هر حالت کې دوی اوس له بد امنیتي اقتصادي ګواښونو سره مخ دي. نړیوال باید په دې برخه کې وپوهېږي او مرسته وکړي."

هڅه مو وکړه د طالبانو حکومت له دفاع وزارت نه په دې اړه چې اوسمهال څومره پیلوټان لري او هوايي ځواک څه ډول فعالیت کوي، ایا د تېر جمهوري نظام ځواکونه دوی سر شته که څنګه؟ معلومات ترلاسه کړو، خو د دې وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د دې راپور تر خپرېدو زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

خو طالبانو حکومت له دې وړاندې د ۱۴۰۱ کال د ثور په میاشت کې ویلي وو چې دوی د تېر جمهوري نظام د انجينرانو او پیلوټانو په مټ ۶۰ هغه چرخي الوتکې چې د سقوط پر مهال له کاره لویدلې وې بېرته رغولي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشتې کې کله چې طالبان د بیا ځلي لپاره په ټول افغانستان واکمن شول د افغانستان هوایي ځواک ۴۶ هیلیکوپټرې او نورې نظامي الوتکې ازبکستان او تاجکستان ته د پیلوټانو سره ولېږدول شوې.

د طالبانو د دفاع وزارت څو ځلې له دغو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې دا الوتکې دوی ته ورکړې خو دا کار ونه شو.

هغه مهال ځینو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړل، چې له دې نظامي الوتکو او هیلیکوپټرو یو شمېر یې متحده‌ ایالاتو ته هم لېږدول شوي، خو رسمي د دغو الوتکو په اړه څه نه دي ویل شوي چې دا مهال چېرته دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG